د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، چې په هرمز تنګي کې یې د امریکا درې جنګي او درې هغه تېللېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې دي. دغو ځواکونو ویلي، تېللېږدوونکې بېړۍ د دوی له نظره پر «غیر قانوني» مسیر روانې وې. دا ادعا وروسته له هغې مطرح شوې چې د امریکا پوځ اعلان وکړ، د امریکايي جنګي بېړیو پر وړاندې د ایران د بریدونو په غبرګون کې یې د ایران درې د خامو تېلو لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې او دوه یې له کاره غورځولې او درېیمه یې ویجاړه کړې ده.































