د چين د صنايعو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړيو ۸ مياشتو کې د دغه هېواد مخابراتي چارو عمومي اندازه په چټکۍ زياته شوې او د ۵م نسل مخابراتي شبکې ابادۍ او کارونې چټک پرمختګ موندلی دی.
یادې شمېرې ښيي، چې د تېر اګست تر پايه پورې په چين کې ۵.۱۹۵ ميليونه ۵م نسل مخابراتي اډې جوړې شوې، چې له دې جملې څخه د موبايل مخابراتي اډې ۳۹.۷ سلنه نيسي.
د اړوندو شمېرو له مخې، د تېر اګست تر پايه پورې د چين د درېيو عمده مخابراتي تصديو د انټرنيټي خدماتو مشتريانو شمېر ۷۰۴ ميليونو ته رسېدلی، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۱۳.۶۵ ميليونه زيات شوی دی.































