د انرژۍ نړيوالې ادارې په دې وروستيو کې يوه خبرپاڼه خپره کړې چې وايي، دغه نړيوالې ادارې د روان کال په مارچ کې د پټروليم له ستراتيژيکې زېرمې څخه د ۴۰۰ميليونو بېلرو د ازادولو اعلان کړی، اوس له دې جملې څخه ۳۲۵ ميليونه بېلره ازاد شوي دي.
د انرژۍ نړيوالې ادارې مشر فاتح بیرول د اکتوبر په ۲مه نېټه د فرانسې د ولسمشر ماکرون په بلنه د اوو هېوادونو ډلې د مشرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ. هغه په دغه غونډه کې ويلي، اوس د پټروليم د ټاکل شوې ازادېدونکې عمومي اندازې څه باندې ۸۰ سلنه بازار ته برابر شوي دي. په اوسني حالت کې ياد اقدامات د عرضې له کمبود سره په مقابلې او د بازاري باور په ثابتولو کې مهم رول لوبوي.































