د پاکستان خارجه وزارت د اکتوبر په ۳مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، هېواد يې په همدې ورځ په پاکستان کې د هند د لوړ پوړې کمېشنرۍ لنډمهالي شارژدافير راوغوښت او د هغې پېښې په اړه يې له هند څخه جدي احتجاج څرګند کړی، چې د هند امنيتي کارکوونکو د روانې مياشتې په دوهمه نېټه پاکستان ته نږدې په سرحدي سيمه کې دوه پاکستانيان په ډزو وژلي دي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، د هند د سرحدي سيمې امنيتي کارکوونکو پر بې ګناه عامو خلکو زورزياتی کړی دی. پاکستان له هغه نظر سره ټينګ مخالفت کوي، چې دوه مړه شوي پاکستانيان ”نفوذ کوونکي“ بلل کېږي.
پاکستان په ياده اعلاميه کې له هند څخه غوښتنه کړې، چې سمدستي پر دغې پېښې جدي او د باور وړ پلټنه تر سره کړي، اړوندو پړه اخيستونکو ته دې معقوله عدلي سزا ورکړي او د پلټنې د پايلې په اړه بايد په رسمي ډول پاکستاني لوري ته خبر ورکړي.































