د چین د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د چین د خدماتو سوداګرۍ د وارداتو او صارداتو عمومي ارزښت ۵ ټريليونه ۷۰.۱۶ ميليارډه یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی لري.
له شمېرنې سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، د چین د خدماتو صادراتي ارزښت ۱۹۹۹ میلیاردو ۶۱۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ اعشاریه ۸سلنه زیات شوی او د خدماتو وارداتي ارزښت ۳۰۷۰ میلیاردو ۵۵۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
له دې جملې څخه د سفر او ترانسپورت خدمتي صادراتو نږدې ۵۰ سلنه جوړه کړې ده.































