د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دیمیتري پيسکوف د اکتوبر په ۱۳مه نېټه وویل، ”د انرژۍ اوربند“ په اړه خبرې لا هم روانې دي، خو د ۱۲مې نېټې په پرتله کوم نوی پرمختګ نشته.
پېسکوف په همدې ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د روسیې او امریکا ترمنځ د ډیزلو د سوداګرۍ په اړه هوکړه د متقابلې ګټې پر بنسټ همکاري ده، چې د امریکا، روسیې او نړیوال بازارله ګټو سره سمون لري. هغه وویل: ”دا د اوکراین په مسئله کېد روسیې له دریځ سره مستقیم تړاو نه لري“
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روانې میاشتې په ۱۳مه وویل، اوکراین په تېرو دوو ورځو کې د روسیې د انرژۍ په تاسیساتو هېڅ بریدونه نه دي کړي. خو د هغه په وینا، روسیې بیا هم د بالستیک توغندیو او ډرون په ګډون د څه باندې ۱۰۰ وسلو په کارولو سره د اوکراین د ۱۹ ايالتونو د انرژۍ تاسیسات او مهمې زیربناوې په نښه کړې چې له امله یې مرګژوبله هم اوښتې ده.
زېلېنسکي زیاته کړه چې متحدو هېوادونو اوکراین ته د بالستیک توغندیو د بریدونو په اړه خبرداری نه دی ورکړی.































