د اسيا د باور جوړونې کنفرانس اوومه سرمشریزه (CICA) د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د اذربايجان په پلازمېنې باکو کې ترسره شوه.
د کنفرانس ګډونوالو د اسیا د امنیت او پرمختګ، د باوري اقداماتو د تطبیق او د اغېزمنو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظریو تبادلې کړي او د سیکا د اوومې سرمشریزې اعلامیه یې تصویب او خپره کړې ده.
په دغه سرمشریزه کې لاوس هم د سیکا (CICA) غړیتوب ترلاسه کړی او په دې سره د دې سازمان د غړو شمېر ۲۹ ته پورته شوی دی.
د چین د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړي استازي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په دغه سرمشریزه کې ګډون او وینا کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې د دې سازمان د غړو هېوادونو د همکاريو په اړه څلور وړاندیزونه کړي دي.
نوموړي ويلي، د سیکا غړي دې سوله او ثبات وساتي، سمسورتیا او پرمختیا دې وهڅوي، تمدن او متقابلو زده کړو ته دې وده ورکړي او د ګردې نړۍ مدیریت دې بشپړ کړي.































