د چين د لنډو او منځنيو ډرامو ملي کنفرانس د اکتوبر په ۱۸مې نېټې په شانګهای ښار کې ترسره شو او د لوړ کیفیت لرونکو لنډو او منځنيو ډرامو متنوع لړۍ پکې نندارې ته وړاندې شوه.
په دغه کنفرانس کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د اطلاعاتو او ناشراتو څانګې مرستیال او د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ هم ګډون کړی و او د چین د عامه امنیت وزارت د سیاسي څانګې له مدیر جیا لي جیون سره یې یو ځای د ” سي اېم جي د لنډو او منځنيو غوره ملي ډرامو د ګډې جوړونې پلان” پیل کړ.
د چین میډیا ګروپ شانګهای سټېشن او د شانګهای ښاروالۍ د پو دونګ د نوې سیمې ځايي ادارې د ستراتیژیکو همکاريو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دواړه خواوې د مهمو موضوعاتو راپور ورکولو او د برانډ د ګډو فعالیتونو په شمول ځينو برخو کې جامع او ژورې همکارۍ ترسره کړي.
site-verification-ok































