«د بيولوژيکي تنوع تړون» د لاسليکوونکو د ۱۷مې غونډې (COP17) پرانيستونکي مراسم د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د ارمنستان په پلازمېنه ايروان کې ترسره شول.
په دغه غونډه کې به ”د کونمينګ- مونټریال د بيولوژيکي تنوع نړيوال چوکاټ“ (د کونمينګ- مونټريال چوکاټ) د پلي کولو د حالت په اړه لومړۍ نړيواله څارنه ترسره شي، څو د دغه نړيوال چوکاټ له مخې د ۲۰۳۰م کال موخې ته ورسېږي.
د کوپ ۱۷ د کوربه ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د يادې غونډې د پرانيستلو اعلان وکړ او په خپلې وينا کې يې ويلي، په ۲۰۲۲م کال کې د کونمينګ- مونټريال چوکاټ له مخې د نړيوالې ټولنې ګډې موخې ټاکل شوې دي. ۲۰۳۰م کال ته يوازې څلور کاله پاتې دي او مختلفې خواوې باید خپلو ژمنو ته د عمل جامې واغوندي او خپلې کړنې د ارزونې وړ په پايلو بدلې کړي.
هغه دا هم ويلي، د دغې غونډې مرکزي دنده د شويو پرمختګونو او موجودو توپيرونو ګډه ارزونه او په راتلونکې مرحله کې کومو چارو ته د لومړيتوب په ورکولو کې يووالي ته رسېدل دي.
site-verification-ok































