د اکتوبر په ۲۴مې نېټې د فرانسې په ډېرو سيمو کې د نوي پړاو لاريونونه شوي، چې د ګډونوالو شمېر يې سلګونو زرو ته رسېدلی او ورسره د زورزياتۍ پېښې رامنځته شوي دي. تر اوسه پورې د دغه پړاو لاريونونو د تېر پړاو په شان ورته سخته ګډوډي نه ده راوستلې.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير لاورنټ نونېز په همدې ماښام خبري رسنيو ته ويلي، چې د لومړنې شمېرنې له مخې، په همدې ورځ شاوخوا زر کسان نيول شوي دي. د بېلا بېلو سيو لاريونونه په ارامه او ثابته توګه روان وو، خو د لاريون کوونکو ځينو ډلو له امنيت ساتونکو ځواکونو سره د ټکر په شمول د زورزياتۍ کړنې درلودې.
د فرانسې د کورنيو چارو وزارت ارقام ښيي، چې د اکتوبر په ۲۴مې نېټې په دغه هېواد کې نږدې ۴۱۰ زرو کسانو په لاريونونو کې ګډون کړی. د قرانسې د کارګرو ټولنې په خبره، د لاريون کوونکو شمېر ۸۰۰ زرو ته رسېدلی دی.
![]()
Ray ID: 8f3a2c1b9d4e5f6a · Performance & security by Cloudflare
site-verification-ok































