په فرانسه کې د لاریونونو تنظیموونکې ټولنې «سيجيټي» اعلان کړی، چې په تازه لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو ګډون کړی، چې له ډلې یې ۲۵۰ زره په پاریس کې راټول شوي وو. د فرانسې خبري اژانس د اکټوبر پر ۲۴مه راپور ورکړی، چې دغه لاریونونه په داسې حال کې ترسره شوي، چې په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له امله د خلکو ناخوښي زیاته شوې ده. بلخوا، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د لاریونوالو شمېر ۴۱۰ زره ښودلی، چې ۱۱۰ زره یې په پاریس کې وو. د راپورونو له مخې، د پاریس ترڅنګ په لیون، لیل، مارسي، مونپلیه، نانت او تولوز ښارونو کې هم د لاریونونو پر مهال د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
![]()
Ray ID: 8f3a2c1b9d4e5f6a · Performance & security by Cloudflare
site-verification-ok































