(رښتیا رښتیا دي) د رهبر تحریک مشر خان عبدالولي خان منل شوی څېړنیز تاریخي اثر دی، چې اردو او انګریزي ژبو کې هم خپور شوی دی.
د دغه کتاب څېړنه په هغو مستندو دلایلو او منطق ولاړه ده، چې دېرش کاله وروسته یې د برېټانوي حکومت له کرغېړنې څېرې څخه پرده پورته کړې ده. په دغه کتاب کې لیکوال د قوي دلایلو په راوړلو سره له متحد هنده را نیولې او بیا د هغه تر وېشه او د دغه سیاسي او جغرافیوي بدلون د منځ ته را تګ په اړه داسې بحثونه کړي دي، چې نن سبا هم په سیاست کې د لارښوونې او ګټې اخیستنې حق ادا کوي.
د کتاب د مستندوالي او کره والي یو دلیل خپله د لیکوال مبارزه ده. لیکوال خپله د انګریزي ښکېلاک په مقابل کې ولاړ و او په پوره جرئت او مېړانه یې د هغوی د فکري، مذهبي او کلتوري یرغل مخنیوی کاوه.
د کتاب د لیکوال په اړه د پښتو ژبې او ادب وتلی شاعر او لیکوال اجمل خټک وايي: «زه له عبدالولي خان سره ډېر نږدې پاتې شوی یم، هم په جېلونو کې، هم د سیاسي مبارزو په لړ کې، هم په سفرونو کې، هم په لویو لویو ولسي مظاهرو او جلسو کې، هم د کورـ کلي په حجرو او باغېچو کې او هم له مکار او متشدد دښمن سره د مقابلې په سختو لمحو کې. زه په صداقت او یقین سره ویلی شم، چې ما په دغو ټولو خوږو او ترخو کې، د سیاسي جبر او تسلط د مقابلې، د خپل سیاسي تنظیم د مهمو بحوثونو او غرزو پرزو په هجوم کې هر وخت دا محسوس کړې، چې عبدالولي خان د ژور فکر، نقطه رس نظر یو زړور او اغېز لرونکی رهبر دی».
عبدالولي خان نه یوازې دا چې د انګریزې ښکېلاک پر وړاندې د پيل شوې مبارزې کلک ملاتړی و، بلکې د دې ترڅنګ د پیاوړي او اغېز لرونکي قلم خاوند هم و. هغه پوهېده چې که د ملتونو د ازادۍ لپاره په یوه لاس کې توره ساتل ضرور دي، په بل لاس کې قلم هم له تورې کم نه دی، ځکه خو نوموړي خپل راتلونکي نسل ته د هغه وخت د موجوده حالاتو او تحولاتو او له هغه د درس اخیستو لپاره د دغه کتاب لیکلو ته مټې را بډ وهلې.
په دغه کتاب کې لیکوال د همدې مبارزې پر مهال د هغو مهمو پېښو یادونه او د هغه پوره سپیناوی یې کړی، چې ټول پښتون ولس ته پرې پوهېدل ضروري دي. که غواړی د هغه وخت د انګریزي ښکېلاک په اړه لږ او ډېر پوه شی، دغه کتاب مو دا تنده یوه څه خړوبولای شي.
مینه وال کولای شي دغه له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.