سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ارمنستان

حشمت الله نوري

مې 27, 2019
in راشه ورشه
0 0

ارمنستان د قفقاز هېوادونو په ډله کې د اسیا په جنوب لوېدیځه برخه او د ترکيې په ختیځ کې د شمالي عرض البلدونو له ۳۸ تر ۴۱ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۴۲ او ۴۶ درجو ترمنځ موقعیت لري، چې تولټال یې پراخوالی ۱۱۴۸۴ میل مربع ته رسېږي.

ارمنستان شمال ته له ګرجستان، جنوب ته له ایران، ختیځ ته له اذاربایجان او لوېدیځ ته د ترکیې له جمهوریت سره ګډه پوله لري.

ارمنستان د کمکي قفقاز په غرونو کې د سمندر له سطحې څخه لوړ هېواد دی، چې وچ او غرنی اقلیم لري. اوړی یې تود او ژمی یې بیا سوړ او واورین دی. په عمومي توګه دغه هېواد د اسیا له سړو هېوادونو څخه بلل کېږي.

ارمنستان د پخواني شوروي اتحاد تر ټولو کوچنی جمهوریت او په وچه پورې تړلی هېواد دی، چې له اوبو سره هېڅ تړاو نه لري. دغه هېواد د اسیا او اروپا په پوله پروت دی او ځینې جغرافیایي منابع یې اروپایي هېواد بولي.

د دغه هېواد پلازمېنه ایروان ښار او ټولټال ۳۰ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۱۰ کسان ژوند کوي.

د ارمنستان ۷۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۵ سلنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

د اداري وېش له پلوه دغه هېواد په یوولسو ولایتونو وېشل شوی دی. زولتا، دیلیزان، کیروف اباد، کوواکان، استپانا، کرت  او ګیومري د ارمنستان مهم ښارونه دي.

د ارمنستان رسمي ژبه ارمني او لیکدود یې روسي دی.

دغه هېواد تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د شوروي سوسیالیستي جماهیرو یو وړوکی کورواکه جمهوریت و. له خپلواکۍ وروسته د ارمنستان نوی اساسي قانون د ۱۹۹۵ ز کال د جولای د پنځمې نېټې په ملي ریفرنډم کې تصویب شو. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر ارمن سارګسیان او لومړی وزیر یې نیګول دی.

د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د ارمنستان لومړی وزیر د ولسمشر له‌خوا او د کابینې وزیران د لومړي وزیر له‌خوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد لومړی وزیر او وزیران هغه وخت له خپلو دندو استعفا کوي، چې د دوی پروګرام د ارمنستان د ولسي جرګې له‌خوا ونه منل شي.

د ارمنستان ولسي جرګه ۱۳۱ غړي لري، چې ۹۰ یې د ګوندونو له‌خوا او ۴۱ د خلکو په مستقیمو رایو ټاکل کېږي او د څلور کلونو لپاره کار کولای شي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د ارمنستان حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی. د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان ستره محکمه ده.

د ارمنستان ملي غورځنګ، ملي ولسواک ګوند، د ارمنستان کمونست ګوند، انقلابي ټولنه او د ارمنستان لیبرال ولسواک ګوند د دغه هېواد تر ټولو مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

ارمنستان د پخواني شوروي اتحاد په مرکزي اقتصادي سیسټم کې د صنعتي تولیداتو پرمختللی سکټور درلود. هغه وخت له ارمنستان څخه د اومو صنعتي موادو او انرژۍ په عوض کې د شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته ماشینونه، د ماشین الاتو پرزې، ټوکران او نور استهلاکي جوړ شوي مالونه ورکول کېدل. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، ارمنستان د خپلې کرنې سکټور پراختیا ته هڅه وکړه او د شوروي د واکمنۍ او اقتصادي تګلارو د سترو کرنیزو صنعتي پروژو پر ځای یې، د کرنې کوچنیو فارمونو ته مخه کړه. ارمنستان خوراکي مواد واردوي او د سرو زرو، مسو او بوکسایت کوچنۍ زېرمې لري. په نوییمه لسیزه کې د دغه هېواد اقتصادي سیسټم مات شو او له بلې خوا له ګاونډي جمهوریت اذربایجان سره د ناګورنو قره باغ لانجې او جګړې دغه هېواد ته ډېر مالي او ځاني زیانونه ورسول. په ۱۹۹۴ ز کال کې د ارمنستان حکومت د نړیوال بانک په مرسته، یو اقتصادي پروګرام پیل کړ، چې تر ۱۹۹۸ ز کال پورې یې د پراختیا او پرمختیا ګټورې نتیجې درلودې، چې تر ۲۰۰۳ ز کال پورې یې رغنده برخه واخیسته  او په همدغه کال کې یې د نړیوال تجارت د ټولنې غړیتوب هم تر لاسه کړ.

دغه هېواد همدا شان هڅه وکړه، چې د انفلسیون اندازه کمه کړي، د ملي پیسو بیه ثابته وساتي او کوچني او منځني دولتي شرکتونه او تصدۍ خصوصي سکټور ته پرېږدي.

په دې وروستیو کلونو کې ارمنستان په میتسامور کې د اټومي انرژۍ یوه کارخانه جوړه کړه، دغه پرمختګ یاد هېواد ته لار هواره کړه چې دې انرژۍ د لږوالي لویه ستونزه یوڅه حل کړي. نړیوال پر ارمنستان فشار راوړي چې د میتسامور بټۍ بنده کړي، خو دغه هېواد دې بټۍ ته د ډېرې اړتیا له مخې، د نړیوالو غوښتنې ته ډېر پام نه کوي او هڅه کوي چې د نړیوالو تخنیکي غوښتونو ته مثبت ځواب پیدا کړي.

د الماسو پروسس، د فلزاتو د پرې کولو ماشینونه او پرزې، د فلزاتو د ویلې کولو او پروسس ماشینونه، برېښنایي ماشینونه، د جامو وینځلو ماشینونه، لارۍ، موټر، ساعتونه، ټایر، اوبدلې جامې، بوټونه، ورېښمین او عادي ټوکران، کیمیاوي مواد، د کمپیوټر پروګرامونه، خوراکي مواد او استهلاکي توکي د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د ارمنستان ۲۰ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۲۴ سلنه یې څړځایونو نیولې، ۱۵ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره غرونو بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۵۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي.

 غنم، وربشې، لرګي، میوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کېږي.

اوسپنه، د ډبرو سکاره، سره زر، بوکسایت، مس، جسټ، المونیم او تزینې ډبرې د ارمنستان مهم کانونه دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله بیه څه باندې یو بلیون ډالرو او د وارداتو بیه یې څه کم څلورو بلیون ډالرو ته رسېږي.

د ارمنستان غټ تجارتي شریکان روسیه، چین، ایران، جرمني، ترکیه او اوکراین دي.

دغه هېواد ۱۳ هوایي ډګرونه لري چې لس یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۳۷۴ او د انټرنټ کود یې بیا AM دی، چې ټولټال یې څلور سوه زره کسان ورته لاسرسی لري.

په ارمنستان کې دری عامه او ۵۰ خصوصي ټلوېزیونونه او ۳۰ راډیوګانې شته، چې په مختلفو ژبو خپرونې کوي.

دغه هېواد د سړي سرکلني عاید له پلوه، د اسیا او نړۍ له منځنیو هېوادونو نه شمېرل کېږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په ارمنستان کې له ۷-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

ارمنیان له پخوانیو هندو اروپايي قومونو سره تړاو لري، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ارمنیانو نوم په هغه ډبرلیک کې راغلی، چې له میلاد څخه شپږ پېړۍ مخکې په میخي لیک کې، چې د لومړي داریوش له وخت سره اړیکه لري. ځینې لرغوني توکي دا لرغونتوب وړاندې بیایي او د ارمنیانو تاریخ له میلاد څخه مخکې نهمې پېړۍ ته رسوي.

له هخامنشیانو څخه مخکې د اوسني ارمنستان خاوره د ماد په سترواکۍ پورې اړه درلوده. بیا د هخامنشیانو د سترواکۍ یوه برخه شوه، خو کله چې مقدوني سکندر د هخامنشیانو واکمني نسکوره کړه، د ارمنیانو سیمه خپلواکه شوه. له دې وروسته دغه سیمه د سلواکیانو لاس ته ورغله، بیا بېرته خپلواکه شوه او د دې خپلواکۍ مشر آرتاشس نومېده. د لوی تیګران په وخت کې ټولې هغه سیمې سره یو ځای شوې، چې خلکو یې په ارمني ژبه خبرې کولې. د ا نوی هېواد د مدیترانې، کسپین او تور سمندرګي تر منځ پروت و. وروسته د ارمنیانو هېواد د روم د سترواکۍ د پوځونو پر وړاندې ماتې وخوړه. د دوی د برم وختونه تېر شول او هېواد یې د رومنیانو او اشکانیانو د سترواکیو تر منځ کلابند شو. ارمنستان په ۱۱مه میلادي پېړۍ کې د اشکانیانو لاسبري ومنله.

د ارمنستان خلک په ۳۰۱ ز کال کې مسیحیان شول او په ۴۰۵ ز کال کې د ارمني ژبې الفبا جوړه شوه. د څلورمې میلادي پېړۍ په پای کې ارمنستان د پارس او روم د سترواکیو تر منځ ووېشل شو او په ۶۵۵ ز کال کې د اعرابو لاس ته ورغی. دغه هېواد د اعرابو د واکمنۍ په موده کې کرار نه و او وخت ناوخت به بغاوتونه په کې کېدل. تر دې چې د عباسي خلیفه متوکل په وخت کې ارمني د ارمنستان د والي په توګه وټاکل شو.

ارمنستان هغه خاوره چې تزاري روسیې له عثمانیانو نیولې وه، بېرته ترکانو ته وسپارله، خو عثمانیانو د ارمنستان ټوله خاوره غوښته. روسیې د ارمنیانو له دې غوښتنې سره په کلکه مخالفت وکړ او د ۱۹۱۸ ز کال د مې په ۲۸مه یې خپله خپلواکي اعلان کړه او په دې توګه په اوسني تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ارمني دولت رامنځ ته شو. له دې وروسته ځینو اروپایي هېوادونو ارمنستان د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژندلو، خو شوروي دغه سیمه په ځان پورې وتړله او د ارمنیانو خپلواکي ورو ورو د خلکو هېره شوه.

په ارمنستان کې مېشتو وګړو د هغې ټولپوښتنې تابیا وکړه، چې خلکو د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره رایه ورکړې وه. ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په ۲۱مه او ارمنستان د همدغه کال د اکټوبر په شمله خپله خپلواکي اعلان کړه، چې د ۱۹۹۶ ز کال په ټاکنو کې لیونتر پتروسیان بریالی شو.

د شوروي سوسیالیستي جماهیرو په وخت کې ارمنستان د دغه هېواد یو جمهوریت و او له افغانستان سره یې سیاسي اړیکې نه درلودې. اوس افغانستان او ارمنستان نا استوګنې سفارتي اړیکې لري او په مسکو کې د افغانستان سفارت په ارمنستان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

د کابل او ایروان ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۳۰ دقیقې او د هوا له لارې واټن بیا ۲۱۲۲ کیلومتره دی.

Share15Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In