د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو غوښتنې هم له پامه غورځولي او د افغان کډوالو جبري اخراج ته یې زور ورکړی دی. د راپورونو پر اساس د روان کال د اپرېل میاشتې له پیله تر دې دمه له پاکستان څخه ۶ زره او ۷۰۰ کډوال اېستل شوي او هېواد ته را ستانه شوي دي.