د (د جولای شپاړسمه) کتاب د پښتو ژبې د داستاني ادبیاتو د وتلي او په دې برخه کې تر دغه کتاب د مخه د چاپ په بڼه د څو نورو ټولګو د لیکوال، ایمل پسرلي تازه چاپ شوی اثر دی.
د جولای شپاړسمه د ایمل پسرلي د لنډو کیسو ټولګه ده، چې له دې مخکې یې (ده کیسه کوله) هم د چاپ په بڼه د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې وه. د ایمل پسرلي کیسې تر ډېره دڅېرو رواني اړخونه را اخلي، جملې یې لنډې او د هغه چاپېریال دي، چې لیکوال ورغلی پا په کې اوسېږي.
په داستاني ادبیاتو کې د داستان لیکلو یو اصل هم همدا دی، چې داستان باید تر ډېره خیالي نه وي، څومره چې د داستان موضوع حقیقت ته نږدې کېږي، هومره یې خوند هم زیاتېږي او لوستونکي تر اخره له ځان سره بېولی شي. که لیکوال د لوستونکي په خپلولو ونه توانېد، فکر دې نه کوي چې لیکنه به یې د دوه کسان هم ولولي. په دغه ټولګه کې دې اصل ته پوره پام شوی دی.
همدغه کتاب کې یو ځای د (مین لیک) په نوم په یوه کیسه کې راځي: «کنډوالې ته ورسېدم، په خاورین دیوال کې یې اوس دروازه نه وه، دننه ونې ماتې شوې وې، تر یوې ډبرې لاندې مې کاغذ ولید، یو څنډه یې شمال ښوروله، ډبره مې پورته کړه، کاغذ نیم پرې و، یوه څنډه یې د اور لوګي ژېړه او بله یې توره کړې وه، ور لاندې په کاغذ لیکلي وو…»
تاسې پاس صحنه کې له ځان سره د لوستونکي ساتل وګورئ، چې لیکوال په څومره هنر سره هغه پرته له دې چې یا یې له کیسې زړه مات شي او یا یې هم د زړه په زور ولولي، خپله لوستونکی دېته لېواله وي، چې وروسته څه کېږي، خدایه په دغه کې کور به څه شوي وي، ولې یې دروازه نه وه، او هو په کاغذ کې به څه لیکل شوي وي، اف اور لېګېدلی، چې دا به چا اچولی وي، ولې یې اچولی دی…. دې او دېته ډېرې نورې هغه پوښتنې دي چې لوستونکی یې د ځواب پيدا کولو په موخه کیسه تر اخره لولي.
کیسه او داستان باید یوازې د لوستونکي وخت ضایغ نه کړي، بلکې هغه له لوستو وروسته فکر کولو او له هغه د یو ټکي زده کړې ته هم وهڅوي. دغه ټولګه همدا ښه ځانګړنه لري، له هرې کیسې وروسته لوستونکي ته یو فکر پيدا کېږي، چې دا ډول کړنه ښه ده او که بده، که یې زه وکړم یا ورسره مخ شم، زیان او ښېګڼه به یې راته څومره وي. د (حساب) په نوم یوه کیسه کې د خاوند او مېرمنې ترمنځ مکالمه یې ډېره ښه ده، مېرمن خاوند ته وايي، څلوېښت کلن یې او کېدای شي څلوېښت کاله نور هم ژوندی وې، په هغه کې به څه کوې، فیلمونه به ګورې، کتابونه به لولې، چکرونه به وهې او که بل څه؟
دا خبرې رښتیا هم سړی د راتلونکي په اړه فکر کولو ته هڅوي، چې زه به څه کوم، څه غواړم، کوم ځای ته باید ورسېږم. د راتلونکي په اړه دا فکر کول ډېر اړین دي، که یې ونه کړی، هسې به ژوند کوی چې نه به کومه مانا لري او نه هم کوم ارزښت.
په ټوله کې د دغه کتاب ډېرې کیسې په لوستو ارزي، د ژوند د ځینو اړخونو په اړه تاسې ته یو ښه فهم درکوي او رښتیني ژوند کولو ته مو راغواړي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.