عربي متحده امارات د منځني ختیځ په هېوادونو کې د عربستان د ټاپووزمې په ختیځه برخه کې د عربي خلیج او د عمان خلیج تر منځ، د شمالي عرضالبلدونو د ۲۳ او ۲۵ او د ختیځ طولالبلدونو د ۵۲ او ۵۷ درجو تر منځ موقعیت لري.
د عربي متحده اماراتو شمال ته د فارس خلیج او عمان، شمال ختیځ ته عمان، شمال لوېدیځ ته قطر، جنوب ته سعودي عربستان او عمان، ختیځ ته د عمان خلیج او لوېدیځ ته سعودي عربستان موقعیت لري.
د دغه هېواد اقلیم په عمومي توګه وچ او نیم دښتي دی. د اماراتو هوا په سواحلو کې د اورښت له کموالي سره سره، د عربو او عمان د خلیجونو د ګاونډیتوب له امله، لنده او د استوا له کرښې سر د نږدېوالي له امله توده ده.
عربي متحده امارات له ابوظبۍ، دوبۍ، راس الخیمه، فجیره، ام لکوین، شارجه او عجمان اماراتونو څخه جوړ شوی هېواد دی، چې د استوا کرښه د دغه هېواد له منځ څخه تېرېږي.
د دغه هېواد پلازمېنه د ابوظبۍ ښار دی او ټولټال یې نفوس څه کم لس میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۹۹ کسان ژوند کوي.
د اماراتو ۸۷ سلنه وګړي په ښارونو او ۱۳ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
ابوظبۍ، فجیره، عمجان، راس الخیمه، دوبۍ، ام الکوین او شارجه د دغه هېواد مهم ښارونه دي. د اماراتو ۹۷ سلنه وګړي د اسلام د دین پیروان او پاتې دری سلنه یې بیا د هندو او نورو مذهبونو پیروان دي.
د اماراتو رسمي ژبې عربي، انګلیسي او هندي دي، خو لیکدود یې بیا عربي او انګلیسي دی.
عربي متحده امارات داسې یو فدراسیون دی، چې ځینې واکونه د یو اي اې فدرالي حکومت ته ورکړل شوي او ځینې نور واکونه د هر امارات لپاره خوندي پاتې شوي دي. د عربي متحده اماراتو د جوړښت د اصولو له مخې، د هر غړي امارات مشر د څه مودې لپاره د فدراسیون د مشر او د همغه امارات مرکز د ټول فدراسیون د پایتخت په توګه ټاکل کېږي.
د عربي متحده اماراتو اوسنی مشر سلطان شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان دی.
د یو اي اې د کابینې وزیران د فدراسیون د مشره لخوا ټاکل کېږي. امارات یوه فدراله عالي شورا لري چې د فدراسیون د اوو ګونو امارتونو له سلاطینو څخه جوړه شوې ده. دغه شورا د فدراسیون د قانون جوړولو او واک تر ټولو لوړ ارګان بلل کېږي. د فدراسیون عالي شورا په کال کې څلور ځلې غونډه کوي.
د عربي متحده اماراتو پارلمان یوه جرګه یا مجلس الاتحاد الوطني لري، چې ۴۰ تنه غړي یې د اوو ګونو امارتونو د سلاطینو لخوا د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د دغه هېواد د قضایي نظام په سر کې د اتحاد ستره محکمه ځای لري، چې قاضیان یې د اماراتو د سلطان لخوا ټاکل کېږي.
اماراتو د ۱۹۷۱ ز کال د ډسمبر په دویمه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال د ډسمبر دویمه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
له ۱۹۷۳ ز کال څخه راپدېخوا چې یو اي اې په بېلابېلو سیمو کې د تېلو او ګازو سترې زېرمې وموندلې، د دغه هېواد اوو ګونو امارتونو له وړوکو وړوکو وروسته پاتې او بېوزله امارتونو څخه د ژوندانه د سویې تر اوسني ډېر جګ سټنډرډ حالته پورې ستونزمنه لاره ووهله. یو اي اې اوس ډېر منظم دولتي تشکیلات او خورا پرمختللی اقتصاد لري. په اماراتو کې د قانون حاکمیت، اداري او حقوقي اسانتیاوو د سیمې او نړۍ په زرګونه پانګوال دې ته هڅولي، چې په دوبۍ او د یو اي اې په نورو اماراتو کې کورونه واخلي، فابریکې، هوټلونه، مغازې او دفترونه جوړ او پانګونه وکړي. د یو اي اې په بېلابېلو اماراتونو کې کورني قوانین یو له بله لږ توپیر لري. ابوظبۍ د اماراتو مرکز د تېلو او ګازو سترې زېرمې لري او معمولاً د نورو امارتونو له دولتي بودجو سره مرسته کوي. دوبۍ د اماراتو دویم ستر امارت او ستر سوداګریز بندر دی او د مېلمنو د هرکلي لپاره څه باندې ۷۰۰ پنځه ستوریز هوټلونه او ډېر تفریحي ځایونه لري. د اماراتو ۸۸ سلنه سیلانیان د هوساینې او تفریح لپاره دوبۍ ته ځي او هلته ډېرې پیسې مصرفوي.
د اماراتو چارواکي پر دې خبره کار کوي چې ورو ورو پر تېلو او ګازو باندې د خپل هېواد اتکا کمه کړي او د پرمختګ نورې لارې چارې ولټوي. د همدې لپاره دوی اوس اوس په دوبۍ او د اماراتو په نورو برخو کې داسې ښارګوتي جوړوي، چې د نړۍ د ټکنالوژۍ او خدماتي بریاوو د بېلګو په توګه په راتلونکي کې ډېر خلک اماراتو ته راوبولي.
د یو اي اې ډېر بندرونه او په تېره بیا د دوبۍ بندر د نړۍ د صادراتو او وارداتو له سترو بندرونو څخه دی، چې د مالونو د ښکته کولو او بارولو پوره اسانتیاوې لري. دوبۍ هر کال په سلګونه زره وارد شوي مالونه بېرته صادروي. د دوبۍ او د اماراتو په ګمرکاتو کې محصول یا نشته او یا دومره لږ دی، چې د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او افریقا ډېر سوداګر د مالونو د اخیستلو لپاره هلته ورځي. په دوبۍ کې د ګمرکي محصول د نشتوالي کموالي په څنګ کې، قانونیت او دولتي څار هم دومره پیاوړی دی، چې هېڅوک له اصولو څخه سرغړاوی نه شي کولای.
برېښنا، د تېلو، ګازو ایستل او چاڼ، د ګازو اوبلن کول، پټروشیمي محصولات، کیمیاوي سره، د کبانو پروسس، د المونیم ویلي کول، سیمنټ او نور ساختماني مواد، د بېړیو جوړول او ترمیم، پولاد، خوراکي توکي، لاسي کارونه او نور د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د اماراتو خاوره په عمومي توګه د کرنې وړ نه ده، اټکل کیږي چې په راتلونکي کې به د اماراتو ۱۵ سلنه ځمکه د کرلو وړ وکرځي. د اماراتو چارواکي همدا اوس خپل پانګه وال هڅوي، چې پر ځمکو باندې سابه او واښه وکري، څو خپل چاپېریال ښه وساتي او په هېواد کې یې شنې سیمې خورې شي. د دغه هېواد څلور سلنه ځمکه څړځایونو او نږدې ۹۰ سلنه ځمکه بیدیاوو، ښارونو، بندرونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. د دغه هېواد نهه سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد پنځه سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي.
خرما، سابه، هندواڼې، چرګان، هګۍ، کبان او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د اماراتو لوی تجارتي شریکان هند، چین، امریکا، جرمني او جاپان دي. امارات ۷۰ غټې تجارتي بېړۍ لري، ۵۰ هوایي ډګرونه لري چې ۳۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۷۱ او د انټرنټ کود یې AE دی، چې ټولټال یې څلور میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.
سره له دې چې د نړۍ ډېرې رسنۍ د دوبۍ په میډیا فری زون کې دفترونه لري او یا له همدغه هېواده خپرونې کوي، په یو اي اې کې ډېرې چاپي رسنۍ، راډیوګانې او ټلویزیونونه دولتي دي.
یو اي اې د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د اسيا او نړۍ یو پرمختللی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي او زده کړه له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیوځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د عربي خلیج د جنوبي سواحلو ډېر لرغونی تاریخ روښانه نه دی. له میلاد څخه ۱۳ پېړۍ مخکې عربي کوچیانو د عربستان د ټاپووزمې له منځنیو برخو څخه د عربي خلیج پر څنډو یرغل وکړ او دا سیمې یې ونیوې. له میلاد څخه ۳۲۳ کاله مخکې مقدوني سکندر دا سیمې لاندې کړې. له میلاد څخه ۱۷۴ او ۳۶ کلونو ترمنځ اشکانیانو او وروسته بیا ساسانیانو د اسلام تر راتګه پورې د عربي خلیج پر جنوبي سواحلو واکمني درلوده. د اسلام مبارک دین د حضرت محمد ص په وخت کې د عمرو بن عاص په لاس دغو سیمو ته رسول شوی دی. له ساسانیانو څخه وروسته دغو ساحلي سیمو څو پیړۍ د شیخانو او سیمه ییزو مشرانو په ملوک الطوایفي کې تېرې کړې. په لسمه پېړۍ کې سلجوقیانو او ورپسې اتابکانو پر دغو سواحلو پاچایي کړې ده. له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پېړۍ پورې د بني عبدالقیس د شمالي عربو قبیلې، چې په ۱۲۳۱ ز کال مسلمانه شوې او بحرین ته لېږدېدلې وه، سیمه ییز واکمن مات کړل او د عربي خلیج پر ټولو لوېدیځو ټاپوګانو لاسبرې شوه.
د ۱۹۶۹ ز کال په اکټوبر کې ایران پر بحرین باندې د مالکیت دعوا وکړه، په عربي اماراتو کې د همدغو پولو د نامعلوموالي له امله ډېرې ستونزې موجودې وې او له بلې خوا بحرین او ابوظبۍ دواړو فدراسیونو د غټې اداري ونډې لپاره هڅه کولې. عربي هېوادونو، لکه: مصر، سعودي عربستان او عراق د فدراسیون د کامیابۍ لپاره کارکاوه. ایران په ۱۹۷۱ ز کال کې د بحرین د سرنوشت ټاکل، ملګرو ملتونو ته پرېښودل او د لوی تومب وړوکی تومب او ابو موسی ټاپوګان یې ونیول. بحرین د همدغه کال د اګسټ په ۱۵مه او قطر د سپټمبر په لومړۍ نېټه ځانونه خپلواک وبلل او له عربي متحده فدراسیون څخه ووتل. د همدغه کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، انګلسانو وویل چې له متصالحه اماراتو سره خپل پخواني تړونونه منسوخ ګڼي. یوه ورځ وروسته ابوظبۍ، دوبۍ، شارجه، ام لکوین، عجمان او فجیرې خپله بشپړه خپلواکي او د عربي متحده اماراتو جوړېدل اعلام کړل او له انګلستان سره یې د دوستۍ تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان او یو اي اې تر منځ نااستوګنې سیاسي اړیکې په ۱۹۷۳ ز کال کې ټینګې شوې دي. افغانستان په ۱۹۹۳ ز کال کې په ابوظبۍ کې خپل لومړنی سفارت پرانیست. په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې تر جوړېدو وروسته، یو اي اې په کابل کې خپل سفارت پرانیست. اوس افغانستان پر سفارت سربېره، په دوبۍ کې قونسلګري هم لري.
اوس اوس هم په عربي متحده اماراتو کې زرګونه افغان سوداګر او پانګه وال، په دوبۍ کې جایدادونه لري او په زرګونو افغاني کارګران پر بېلابېلو کارونو بوخت دي، چې عواید یې د دوی د کورنیو او د افغانستان د ملي عوایدو په جوړښت کې مناسبه ونډه لري.
له افغانستان څخه تر عربي متحده اماراتو پورې د هوا له لارې فاصله ۱۷۸۴ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ د وخت توپیر ۳۰ دقیقې دی.