سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ازبکستان

حشمت الله نوري

جون 17, 2019
in راشه ورشه
0 0

ازبکستان د افغانستان شمال ته د شمالي عرض البلدونو د ۳۷ او ۴۵ درجو او د ختیځو طول البلدونو د ۴۵ او ۶۱ درجو په منځ کې پروت دی. پراخوالی یې ۱۷۲۰۷۷ کیلومتره مربع دی. شمال ته یې قزاقستان، جنوب ته یې افغانستان او ترکمنستان، ختیځ او جنوب ته یې تاجکستان او قرغزستان او لوېدیځ ته یې ترکمنستان موقعیت لري.

ازبکستان د سیحون او جیحون د سیندونو ترمنځ پروت په وچه پورې تړلی هېواد دی. سیحون له دغه هېواد څخه قزاقستان ته ننوزي او بیا اورال ته ځي. جیحون چې لومړی د افغانستان او ازبکستان ټوله سرحدي پوله او بیا د ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ لږ سرحدي پوله جوړوي، له ترکمنستانه د ازبکستان خاورې ته ننوزي او بیا له اورال سره ګډېږي .

د دغه هېواد پلازمېنه تاشکند ښار دی، د ټولو وګړو شمېر یې څه باندې ۳۳ میلیونه تنه اټکل شوی د، چې په هر کلیومتر مربع ساحه کې یې ۷۴ تنه ژوند کوي. دغه راز ۴۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې  ژوند کوي او پاتې ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې د دوو ماشومانو د درلودو اجازه لري.

ازبکستان د اداري ویش له پلوه پر ۱۲ ولایتونو، یو کورواکه جمهوریت او یو ښار باندې وېشل شوی دی. دغه هېواد ټول ۴۶ ښارونه لري چې مهم یې سمرقند، بخارا، خیوه، فرغانه، نوري، چرچک، زرافشان، المالک او اندیجان دي.

د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان، نهه سلنه مسیحیان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي.

د حکومت ‌ډول یې جمهوري دی، د دغه هېواد  اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۲ ز کال د ډسمبر په اتمه تصویب شوی، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې لږ بدلونونه پکې راغلل.

په دغه هېواد کې ډېر دولتي واک د ولسمشر په لاس کې وي، لومړی وزیر او د لومړي وزیر مرستیالان د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. په ازبکستان کې د وزیرانو کابینه د لومړي وزیر په وړاندیز، د ولسمشر او خلکو په خوښه د اوو کلونو لپاره ټاکل کیږي. اسلام کریموف د ازبکستان پخوانی ولسمشر، د خپل هېواد په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او د خپل هېواد د بسیاینې لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

د ازبکستان عالي شورا دوې خونې لري، پاسنۍ خونه یا سنا مجلس یې ۱۰۰ غړي لري، چې ۸۴ یې د سیمه ییزو، اجراییه شوراګانو او ۱۶ د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او ټول پنځه کاله کار کوي. دویمه د قانون جوړولو خونه ده چې ۱۵۰ غړي لري او ټول د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

د ازبکستان د سترې محکمې قاضیان د ولسمشر له خوا د دغه هېواد د عالي شورا په منظورۍ ټاکل کیږي. د دغه هېواد حقوقي نظام لا تر اوسه خپلواکه قضایي سیسټم نه لري او د پخواني شوروي اتحاد له مدني قانون څخه کار اخلي.

د خلکو ولسواک ګوند، پخوانی کمونست ګوند، عدالت ولسواک ټولنپال ګوند او د پلار وطنه پرمختګ ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

ازبکستان د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم په کې نمانځل کېږي.

ازبکستان په وچه پورې تړلی داسې یو هېواد دی، چې یوازې ۱۱ سلنه خاورې یې د کرلو وړ ده. دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد پر داسې یوه نیستمنه سیمه اباد شوی، چې څه د پاسه ۶۰ سلنه خلک یې په ګڼ مېشته کلیوال چاپېریال کې ژوند کوي. پر ازبکستان د شوروي اتحاد د ۷۵ کلن حاکمیت په وخت کې، د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر کار وشو. د همدې کار او وروستیو پرمختګونو له امله، ازبکستان اوس د نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه ګڼل کیږي. کرنه د ازبکستان د اقتصاد غټ سکټور دی، غرونه او د غرونو لمنې د دغه هېواد ۲۲ سلنه خاوره نیولې ده. لرګي، واښه او انګور د دې سیمو حاصلات دي. دغه هېواد د شوروي د پنبې کرونده بلل کېده، اوس اوس پنبه د ازبکستان په کرنیزو توکو کې ۵۰ سلنه ونډه لري، چې ۱۵ یې په هېواد کې دننه مصرفیږي او نوره بهر ته ځي. ازبکستان د پراخه کروندو د شته والي له امله، د څارویو د روزنې لپاره ښه شرایط لري او ډېر خلک په دې برخه کې پر کار بوخت دي.

ازبکستان د تېلو او ګازو سترې زیرمې لري، په فرغانه کې یې تېل په ۱۸۸۰ ز کال کې کشف شوي، چې له ۱۹۰۴ ز کال څخه راپدېخوا ویستل کیږي. له فرغانې وروسته، د حصار د غره په لوېدیځه خوا دریا او بخارا کې هم د تېلو او ګازو زیرمې موندل شوې. دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې له روسیې او ترکمنستان څخه وروسته، د ګازو په تولید کې درېیم او په ټوله نړۍ کې لسم ځای لري.

ازبکستان د اوبو ۲۳ ستر بندونه او د برېښنا د تولید فابریکې لري، چې د ټولې منځنۍ اسیا نیمایي برېښنا تولیدوي. په تېرو دریو- څلورو کلونو کې افغانستان له ازبکستان څخه برېښنا واردوي. ازبکستان ۷۹۰ ډوله کاني زیرمې لري، چې اټکلي بیه یې څلورو تریلیون ډالرو ته رسېږي. دغه هېواد د یورانیمو په تولید کې اووم او د سرو زرو په تولید کې اتم ځای لري، چې په کال کې شاوخوا ۸۴ ټنه سره زر تولیدوي.

په دغه هېواد کې د صنایعو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کیږي. همدا اوس دغه هېواد په ۱۲۰ برخو کې له ۲۰۰۰ زیاتې فابریکې لري، چې ۵۵ سلنه د درندو ماشینونو د تولید او د کاني موادو د ویستلو او چاڼ په برخه کې کار کوي. ۴۵ سلنه هغه یې بیا د سپکو محصولاتو په تولید او ۳۰ سلنه د خوراکي توکو پر پروسس لګیا دي. په ازبکستان کې څه باندې څلور میلیونه خلک د صنایعو په سکټور کې پر کار بوخت دي.

اوس اوس په دغه هېواد کې مختلط اقتصادي نظام په بریالیتوب سره پرمخ ځي. په دغه هېواد کې خصوصي اقتصاد خپل ځای موندلی او ډېر اقتصادي تشبثات د خصوصي شرکتونو په واک کې ورکړل شوي دي.

د ازبکستان ۱۲ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده. د دغه هېواد ۵۰ سلنه ځمکه څړځایونو او پاتې نوره هغه یې ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۴۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او ۲۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راوړي.

قره قلي پوستکي، وریښم، پنبه، غنم، حبوبات، چغندر، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او سابه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

د ازبکستان غټ تجارتي شریکان روسیه، قزاقستان، ترکیه، بنګله دیش، چین، جنوبي کریا، جرمني او اوکراین دي. دغه هېواد همدا راز ۵۸ هوایي ډګرونه لري چې ۳۵ يې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

ددغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۹۸ او د انټرنېټ کود یې بیا UZ دی، چې ټولټال یې پنځه میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.

د ازبکستان دولت شپږ ټلویزیونونه او شپږ راډیوګانې لري، چې په روسي او تاجکي ژبو خپرونې کوي.

دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له امله، د اسیا پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهېږي او زده کړه پکې د اوو کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده. دولت او خصوصي سکټور دواړه په دغه هېودا کې د ښوونې او روزنې لپاره یو ځای کار کوي.

ازبکستان د انسانانو د استوګنې یوه لرغونې سیمه ده. ډېرې پېړۍ پخوا د دې سیمې په فرغانه خوارزم او ځینو نورو برخو کې بزګرۍ وده وکړه، چې هندو ارویایي قومونه پکې مېشت شول. دغه هېواد د منځنۍ اسیا او اسلامي تمدن له مهمو ځایونو څخه ګڼل کیږي. د اسلامي تمدن لرغوني ښارونه، لکه: سمرقند، بخارا، تاشکند او ترمز په ازبکستان کې موقعیت لري. له میلاد څخه شپږ پېړۍ مخکې د هخامنشیانو د کورنۍ موسس کوروش، نږدې ټوله منځنۍ اسیا ونیوه. له میلاد څخه ۳۳۰ کاله مخکې بیا سکندر ذوالقرنین هغه سترواکي ړنګه کړه. له میلاد څخه ۲۳۰ کاله مخکې د یونان او باختر پادشاهي رامنځته شوه چې د اوسني ازبکستان په خاوره یې هم واکمني چلوله. وروسته بیا د ترکانو وار شو چې له شمال لوري دې خوا ته راغلي وو.

له میلاد څخه اووه پېړۍ وروسته، اعرابو منځنۍ اسیا ونیوه او د اسلام مبارک دین یې په دغه سیمه کې خپور کړ. د نهمې پېړۍ په پای کې د سامانیانو خپلواکه دولت جوړ شو.

شوروي اتحاد د ګرباچف له واکمنۍ وروسته، ازبکستان په خپلو کورنیو چارو کې ډېره کورواکي تر لاسه کړه او اسلام کریموف د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ازبکستان د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د شوروي اتحاد د ړنګېدو په درشل کې خپله خپلواکي اعلان کړه.

ازبکستان او افغانستان خپلو کې ډېرې نږدې اړیکې لري. افغانستان ته لومړۍ هوایي کرښه د کابل او تاشکند تر منځ پرانیستل شوې ده. دا پرمختګ د اعلحضرت غازي امان الله خان په وخت کې شوی و. د افغانستان په شمالي سیمو او کابل کې ډېر داسې خلک اوسي، چې پلرونه یې د منځنۍ اسیا له بېلابېلو سیمو د روسانو د تېري له امله دې خواته راغلي وو.

په ازبکستان د شوروي اتحاد د واکمنۍ په موده کې د کابل او تاشکند تر منځ اړیکې د مسکو له لارې وې، خو د ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د واکمنیو په موده کې د افغانستان د شمالي ولایتونو او تاشکند تر منځ د توامیت مخامخ تړونونه لاسلیک شوي او افغان محصلینو د ازبکستان په پوهنتونونو کې زده کړې کولې.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، افغانستان د ازبکستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله او په تاشکند کې افغان سفارت پرانیستل شو. ازبکستان په کابل کې سفارت او د مزارشریف په ښار کې قونسلګري دفتر لري.

د کابل او تاشکند ښارونو ترمنځ د هوا له لارې فاصله ۸۷۰ کیلومتره او همدا راز د وخت توپیر ۳۰ دقیقې دی.

Share20Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In