واشګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې اوولسمه کلیزه هم را ورسېده. د سرچینې په وینا د امریکايي جګړې اوولسمه کلیزه له خورا دردونو او خفګانونو ډکه ده. سرچینه کاږي امریکا په دې موده کې بریالۍ نه شوه چې په افغانستان کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي. په مطلب کې راځي په دې جګړه کې ۲۴۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي، میلیاردونه ډالر لګول شوي، درې ولسمشران بدل شوي خو یوه یې هم د بل له تجربو ګټه پورته نه کړه. نشریه زیاتوي ټرمپ هم پخپل زړه د نورو تجربو ته له پام پرته نوې تګلاره جوړه کړه، خو د یوه کال په تېرېدو دا تګلاره هم بریالۍ نه ده او جګړې خونړۍ شوې دي. سرچینه کاږي، د پراختیا، بیا رغونې او زده کړو لپاره همدا راز ترهګرۍ ضد، نشه يي توکو ضد او بالاخره د طالب جنګیالیو پر ضد د امریکا هڅې له ماتې سره مخ شوې دي او ګټه یې نه ده لرلې. واشنګټن ایکزماینر زیاتوي چې د امریکا ملیاردونه ډالر بې ځایه تللي دي او د افغانستان د جوړېدو او پرمختګ لپاره یې هم د پام وړ ګټه نه ده کړې. په دغه مطلب کې د افغانستان د جګړې یوازینۍ لار اوږده سیاسي مذاکرات ښودل شوي دي او وایي که داسې و نه شي نو دغه خونړۍ جګړه به همداسې روانه وي او میلیاردونه ډالر نور زیانونه به هم واړوي.