له کندهار ځایي رسنۍ وايي چې تېره شپه وسله والو کسانو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې په شګو ګودر او جهانګیر سیمو کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي. د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وایي چې د سرحدي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي. دده په وینا دغه وسله وال ټول پاکستانیان دي چې غوښتل یې سرحدي پوستې کمزورې کړي. رازق وایي دغه کسانو خپل مړي او ټپیان نن سهار ګلستان نومې سیمې ته لېږدولي دي. هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سرحدي ځواکونه پیاوړي دي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې په ورته بریدونو سره دغه مهمې سیمې نا امنه کړي. نوموړي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.




































