د راپورونو له مخې تېره شپه د وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې سخته نښته شوې چې له امله یې غزني ته غځېدلې برېښنا پرې شوې ده. د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برېښنا په سید اباد کې پرې شوې ده او همدا چې په سیمه کې امنیت ښه شي بېرته به د برېښنا مزي سره وتړل شي. خبرپاڼه زیاتوي چې له دې سره جوخت د پکتیا او لوګر برېښنا هم پرې شوې ده او د وصلولو هڅې یې پيل شوې دي.




































