د کابل امنیتي چارواکي وایي چې ناڅرګندو وسله والو د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون د رییس عبدالعزیز آریایي کور ته لاسي بمونه غورځولي دي. د کابل امنیه قومندانۍ د نشراتو رییس بصیر مجاهد وویل، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه ناپېژاندو کسانو د مجاهد کور ته دوه لاسي بمونه غورځولي دي. مجاهد وویل چې د آریاي کور د کابل ښار په کارته سه سیمه کې دی. هغه زیاته کړه، چې په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتي او پولیسو خپلې پلټنې پیل کړې دي. د اریایي پر کور د برید انګیزه تر اوسه روښانه نه ده. د بصیر مجاهد په خبره شاوخوا ۱۷ امنیتي کسان د آریایي د کور د امنیت ساتلو لپاره توظیف دي. د یادونې ده چې یوه اوونۍ وړاندې آریایي په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو، هغه نوماندان به له وروستي لیسته وباسي چې په کمپایني دوره کې یې سرغړونې کړې دي.