میانمار یا برما د آسیا جنوب ختیځې خوا ته د مالاکا په ټاپووزمه کې د هند و چین د ټاپووزمې شمال لوېدیځ څنګ ته د بنګال د خلیج او د اندامان د سیند تر خوا د شمالي عرض البلدونو د ۱۰ او ۲۸ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۹۰ او ۱۱۰ درجو تر منځ موقعیت لري. د دغه هېواد پراخوالی ۲۶۱۲۲۸ میل مربع ته رسېږي، چې له دې پلوه د نړۍ ۳۸م لوی هېواد دی.
د میانمار شمال ته چین او هند، جنوب ته د اندامان سیند او د بنګال خلیج، ختیځ ته چین او ټایلنډ او لوېدیځ ته یې هند بنګله دیش او د بنګال خلیج موقعیت لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د یانګون ښار دی او ټولټال یې د نفوس شمېر ۵۴ میلیون کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۸۲ کسان ژوند کوي. همدارنګه د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو او ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
میانمار د اداري وېش له پلوه په اوو ایالتونو او اوو برخو وېشل شوی دی. مهم ښارونه یې یان یون، ماندالای، نای پی، تاو مولمین، پګو یاباګو، مونیور، اکیاب، پروم پاپون او آینن دي.
د میانمار اساسي قانون د ۱۹۷۴ ز کال د جنوري په درېیمه نافذ شوی دی. دغه قانون د ۱۹۸۸ ز کال د سپټمبر له ۱۸م څخه تر اوسه پورې ځنډېدلی دی. د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري په نهمه یوې ملي ټولنې د هېواد د نوي اساسي قانون په جوړولو لاس پورې کړ، چې یوازې سریزه او دری فصلونه یې له ۱۵ فصلونو څخه منظور شول. دغه ټولنه په ۱۹۹۶ ز کال کې وتړل شوه، د ملي ټولنې فعالینو دا اداره په ۲۰۰۴ ز کال کې بیا پرانیستله، خو د میانمار د دولت ولسواک اپوزیسیون ورسره یو ځای نه شو. په پام کې وه چې د ۲۰۱۱ ز کال د جنوري په ۳۱مه د میانمار نوی اساسي قانون نافذ او د دغه هېواد نوې ملي شورا په کار پیل وکړي، خو دا کار وځنډېد او اوس یې نوې ملي شورا په کار پیل کړی دی.
د دغه هېواد اوسنی ولسمشر ون ماینت دی. کله چې په میانمار کې دولتي ټولنې د سولې او پرمختیا کابینه ړنګه کړه او واک پوځیانو په لاس کې واخیست، د دغه هېواد د پوځي حکومت د اپوزیسیون مشري یې هانګ سان سوکي ته ورکړه چې وروسته یې بیا ډېره موده په کور کې بند هم تېر کړ.
د دغه هېواد د قانون له مخې، یو لومړی وزیر به بل لومړي وزیر ته واک سپاري. د میانمار ملي شورا دوې جرګې لري، لومړۍ ولسي جرګه یې ۴۴۰ غړي لري، چې ۳۳۰ د خلکو په خوښه او ۱۱۰ د پوځ له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. دویمه هغه یې د ملتونو شورا ده چې ۲۲۰ غړي لري، ۱۶۸ یې د خلکو له خوا او پاته ۵۶ یې د پوځیانو له خوا ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول په کې عمومي دي.
د میانمار حقوقي نظام محدود دی او د انګلسانو د عصر په قوانینو چلیږي. دغه قوانین د هند د نیمې وچې د استعمار په وخت کې جوړ شوي وو. په دغه هېواد کې قضایي سیسټم خپلواکي نه لري او د عادلانه پرېکړو تمه نه شي ترې کېدای.
د ملي یووالي ګوند، د ولسواکۍ لپاره د شان ګوند، د رخین د ملیتونو ګوند، د ټولنې د پیوستون او پرمختیا ګوند او د میانمار د محصلینو ولسواکه جبهه د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي. دغه هېواد د ۱۹۴۸ ز کال د جنوري په څلورمه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم په کې نمانځل کېږي.
په عمومي توګه د میانمار په اقتصاد کې دولتي او خصوصی برخې دواړې فعالې دي. خصوصي پانګه په کرنه، سپکو صنایعو او ترانسپورټ کې کار کوي. په داسې حال کې چې دولت د انرژۍ درندو صنایعو او د وریجو په سوداګرۍ کې د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي. د میانمار دولت له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې لس کاله هڅه وکړه چې له دریو لسیزو مرکزي اقتصادي پلان جوړونې وروسته، خپل اقتصاد ته نوې سا ورکړي. له همدې امله د اقتصاد خصوصي سکټور پیاوړی شو او بهرنۍ پانګه اچونه و هڅېده. سره له دې چې په یادو لسو کلونو کې یو څه بریالیتوبونه تر لاسه شول، خو اوس هم هڅې دوام لري چې د دولتي شرکتونو او تصدیو اغېزمنتیا او ګټورتوب زیات شي.
مالي او پولي اهدافو ته په رسیدو کې د میانمار مقاماتو ناکامي د دغه هېواد اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. له دې ټولو خبرو سره سره، میانمار یو بېوزله ملک دی، چې ډېر خلک یې په فقر کې ژوند کوي. د دغه هېواد د راتلونکي اقتصادي پرمختګ لپاره عواید او د صادراتو زیاتول او د ژوندانه د سویې جګول پکار دي.
د خوراکي توکو پروسس، ټوکران، بوټونه، لرګي او لرګین شیان، د تېلو، مسو او اوسپنې ایستل او پروسس، کیمیاوي سره، ساختماني توکي، سیمنټ، چرمي شیان، وړینې جامې، دارو درمل او سپکې وسلې د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورنه دي.
د میانمار ۱۷ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. د دغه هېواد دوه سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۰ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۷۲ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۴۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. چای، وریجې، جوار، تېلي دانې، ګني، تنباکو، پنبه، ربړ، لوبیا، لرګي، سابه، میوه، لبنیات، غوښه او په تېره بیا د کبانو غوښه د میانمار مهم کرنیز محصولات بلل کیږي. د دغه هېواد پر شپږ میلیون هکټاره ځمکه باندې وریجې کرل کیږي او وریجې د دغه هېواد غټ صادراتي قلم بلل کیږي.
د میانمار غټ تجارتي شریکان هند، سنګاپور، چین، ټایلنډ، جاپان، سریلانکا او اروپا يي هېوادونه دي. دغه هېواد ۸۰ هوایي ډګرونه لري چې ۴۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. همدا راز د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۵ او د انټرنېټ کود یې MM دی، چې تولټال یې سل زره کسان ورته لاسرسی لري.
د میانمار دولت ټولې رسنۍ څاري، دغه هېواد دری دولتي ټلویزیونونه لري، چې یو یې د پوځ له خوا اداره کیږي او شپږ دولتي او خصوصي راډیوګانې هم لري.
میانمار د سړي سرکلني عاید له پلوه د آسیا او نړۍ له بېوزله او ناارامه هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ۹۴ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي. زده کړه په میانمار کې له ۵-۹ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
لرغونو نښو نښانو ښودلې ده چې ځینې خلک له میلاد څخه ۶۰۰ کاله مخکې د برما په اوسنۍ خاوره کې استوګن وو. د برما پخوانی تاریخ په افسانو کې نغښتی دی، خو هغه کسان چې له میلاد څخه ۶۰۰ کاله مخکې دې سیمې ته ورغلي، په اصل کې د چین او تبت اوسېدونکي وو.
په ۱۱مه میلادي پېړۍ کې د برما د جنوبي سیمو اوسیدونکو د کادو شمالي سیمې ونیوې او د پاګان دولت یې جوړ کړ. په دغه وخت کې برما د لومړي ځل لپاره د اناوراتا د واکمنۍ په وخت کې تر واحدې ادارې لاندې راغله او بودایي دین په ټول هېواد کې خپور شو. دوولسمه او دیارلسمه میلادي پېړۍ د برما د تاریخ زرین وخت بلل کیږي. د دغه وخت د ښایسته ودانیو بېلګې اوس هم د سیلانیانو د نندارې وړ دي. په ۱۲۸۷ ز کال کې مغولو پر برما یرغل وکړ او دغه وړوکی هېواد یې په خپله سترواکي پورې وتاړه. مغولو ۱۸ کاله پر برما واکمني وکړه، نامتو سیاح مارکوپولو په همدغو کلونو کې د قوبلای خان له پوځیانو سره برما ته رسیدلی او هغه لومړنی اروپایي بلل کیږي، چې برما ته په سفر تللی دی. د مغولو له یرغل وروسته، برما په بېلابېلو برخو ووېشل شوه. د اسلام مبارک دین په پنځلسمه پېړۍ کې برما ته ورسید او د دغه هېواد د لوېدیځو سیمو ځینې خلک مسلمانان شول.
په دویمه نړیواله جګړه کې جاپاني پوځونو پر برما یرغل وکړ او هلته یې هغه لویه لار چې چین ته یې د متحدینو وسلې او مهمات رسول، پرې کړه. د ۱۹۴۲ ز کال تر مې پورې د برما خاوره جاپاني پوځونو ونیوه او د دغه هېواد لپاره یې د ډاکټر باما په مشرۍ حکومت جوړ کړ. د جګړې په وروستیو کلونو کې بېرته چینایي او انګلیسي پوځونه برماته ورسیدل او جاپانیان یې په شاتګ ته اړ ویستل؛ خو داخلي انګلسانو د برما د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې د احساساتو مقابله ونه شوه کړای. له همدې امله یې دغه هېواد ته خپلواکي ورکړه او په ۱۹۴۸ ز کال کې یې جمهوري حکومت جوړ کړ. په همدغه کال کې د برما خپلواک دولت د انګلستان له کامنویلت څخه ووت او د ملګرو متلونو په غړیتوب ومنل شو.
افغانستان او میانمار یا برما خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. د کابل او یانګون ښارونو تر منځ د وخت توپیر دوه ساعته او د هوا له لارې فاصله ۳۰۶۹ کیلومترو ته رسېږي.