کرنې وزارت وايي، ولسمشر غني د افغانستان د زعفرانو د ښه کیفیت او نړیوال مقام ساتلو، ارزښت لوړولو او د تولیداتو د پراختیا په خاطر د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو واردات منع کړل. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ياد وزارته رسنیو ته لېږل شوې ده. سرچينه کاږي، د زعفرانو او د زعفرانو د پیازو وارداتو د مخنیوي پرېکړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر وړاندیز وروسته شوې ده. سرچينه زياتوي، څه موده مخکې هم د افغانستان د زعفران کارانو ملي ټولنې غړو له ولسمشر سره په لیدنه کې هېواد ته د زعفرانو او زعفرانو د پیازو د وارداتو د بندولو غوښتنه کړې وه. همدا راز د کرنې وزارت وایي، د زعفرانو او د هغه د پیازو واردات د افغانستان د زعفرانو د ارزښت د ټيټولو او د زعفران د ګیاوو د ناروغیو واردولو لامل کېږي او د یاد مخ پر ودې صنعت په وده کې د ستونزې او خنډ لامل کېږي. د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، یاد وزارت تېر کال د زعفرانو د تولید کچه له ۳.۵ ټنو څخه ۱۰.۶ ټنو او د زعفرانو د کرکيلې سیمه یې له یو زر او ۵۰ هکتاره، پنځه زره او ۲۰۵ هکتارو ته رسولې ده.




































