تاجکستان په منځنۍ آسیا کې د افغانستان شمال ته د شمالي عرض البلدونو د ۳۶ او ۴۱ او د ختیځ طول البلدونو د ۶۸ او ۷۳ درجو په منځ کې موقعیت لري، چې ټول پراخوالی یې ۵۵۲۵۱ میل مربع ته رسېږي.
تاجکستان ختیځ ته د چین له ولسي جمهوریت، لوېدیځ ته له ازبکستان، شمال ته له قرغزستان او جنوب ته له افغانستان سره ګډه پوله لري.
تاجکستان غرنی هېواد د دی، چې ۹۴ سلنه خاوره یې غرونو نیولې او نیمایي خاوره یې د سمندر له سطحې څخه ۳۰۰۰ متره لوړه ده. دغه هېواد په اصل کې د تیان شان او پامیر د غرونو د لړیو په منځ کې پروت دی. تیان شان د چین خوا ته او پامیر د افغانستان شمال ختیځ لورته پراته غرونه دي، چې د دنیا بام هم بلل کیږي.
د دغه هېواد پلازمېنه د دوشنبې ښار دی او ټولټال څه باندې نهه میلیونه نفوس لري چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۵۲ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۳۵ سلنه وګړي په ښارونو او ۶۵ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
تاجکستان د اداري وېش له پلوه پر دوو ولایتونو وېشل شوی دی. پاندزه، لینن آباد، اشکاشم، خوروګ مرغاب، اسفره، نوآباد او کولاب یې مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۹۴ ز کال د نومبر په شپږمه نافذ شوی دی. له دغه قانون څخه مخکې تاجکستان یو ولسواک جمهوري او ګڼ ګوندیز هېواد و او اقتصاد یې د بازار د اقتصاد پر اصولو ولاړ دی.
د ۲۰۰۳ ز کال د جون په ۲۲مه یوې ټولپوښتنې په دغه قانون کې لږ تعدیلات راوستل، د دغو تعدیلاتو له مخې یو کس دوه ځلې ولسمشر کېدلی شي. د دغه هېواد اوسنی مشر امام علي رحمن نوف دی. په تاجکستان کې ولسمشر د خلکو په خوښه د اوو کلونو لپاره ټاکل کېږي. لومړی وزیر د ولسمشر او د وزیرانو کابینه د ولسمشر په وړاندیز د تاجکستان د عالي شورا له خوا ټاکل کیږي.
د دغه هېواد د استازو د جرګې مشر د استازو په پټه رایه ټاکل کیږي، د بدخشان ولایت یو استازی د دغه جرګې مرستیال وي.
د تاجکستان قضایه قوه خپلواکه ده، ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، د دغه هېواد د اساسي قانون د تفسیر او تعبیر لپاره د اساسي قانون محکمه شته، له دې وروسته اقتصادي محکمه، د بدخشان د کورواکه ولایت محکمه، د دوشنبې محکمه او بیا سیمه ییزې محکمې راځي. د تاجکستان د سترې محکمې قاضیان د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.
د تاجکستان د خلکو ولسواک ګوند، د اسلام بیا جوړولو ملي ګوند، تاجک کمونیست ګوند او د هېوادپاله یووالي ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د سپټمبر په نهمه له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم په کې نمانځل کېږي.
تاجکستان د پخواني شوروي اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو کې یوازینی جمهوریت دی، چې د سړي سرکلني عاید یې ټیټ دی. د دغه هېواد اووه سلنه خاوره د کرنې وړ ده، کرنه د تاجکستان د اقتصاد غټ سکټور دی او مالوچ یې خورا مهم کرنیز حاصل ګڼل کېږي. د تاجکستان د سپینو زرو، سرو زرو او یورانیمو کمکي خو ډېر ارزښتناک کانونه لري. په دغه هېواد کې صنعت د المونیمو د تولید مانا لري. له دې وروسته د برېښنا تولید، د پنبې پروسس، کوچنۍ فابریکې او د خوراکي توکو تولید د یادولو وړ دي. په دغه هېواد کې څلورکلنې کورنۍ جګړې د تاجکستان اقتصاد ته ستر تاوان رسولی دی. د روسیې مرستې کمې او د مالونو د خرڅلاو مارکېټونه محدود شول. د کرنې او صنایعو په تولیداتو کې کموالی راغی او کمزورو اقتصادي بنسټونو ته زیان ورسېد، ځکه نو له جګړې وروسته د تاجکستان اقتصاد او ان دا چې د دغه هېواد ضروري اړتیاوې روسيې، ازبکستان او نړیوالو مرستندویو ټولنو ته ور پرغاړه شوې. که څه هم چې د ۱۹۹۷ ز کال په جون کې د متخاصمو ډلو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو او د تاجکستان اقتصادي خوځښت نوې سا واخیسته، بیا هم تاجکستان د خپلو مهاجرینو په بیا مېشتېدنه او په جګړه کې د ویجاړ شوي اقتصاد د بیا جوړونې په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې. پر دې سربېره، سیاسي ناکراري او په دولتي چارو کې د پخوانیو کمونستانو پر له پسې لاسبري د ۱۹۹۹ ز کال د مې په ۱۸مه وویل چې د تاجکستان ۸۲ سلنه خلک په ناوړه خوراکي شرایطو یا له نړیوال نورم څخه په لاندې حد کې تېروي. په ۲۰۰۲ ز کال کې د روسیې او تاجکستان تر منځ داسې یو تړون لاسلیک شو، چې تاجکستان به د روسيې پورونه د یوه نوي او اسانه جدول له مخې بېرته ورکوي.
خو اوس اوس د تاجکستان برېښنا ډېره ده او لږ افغانستان ته هم ورکوي او د دې ترڅنګ یې صنعت او زراعت وده کړې او اقتصاد یې ښه لور ته روان دی. د تاجکستان دولت او خلک غواړي چې دا هېواد له نورو هېواودونو سره سیال کړي او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ولاړ او عامه خدمتونه زیات او ښه کړي.
په کال کې د ۵۰۰۰۰ ټنه المونیمو، جستو او سرپو پروسس، کیمیاوي توکي، برقي الات، ترانسفرمرونه، سیمنټ او نور ساختماني توکي، برېښنا، ټوکران، کیمیاوي سره، نباتي غوړي او نور خوراکي توکي، د ماشینونو ځینې برخې، پرزې، یخچالونه، فریزر او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
نفتي توکي، یورانیم، سیماب، د ډبرو سکاره، المونیم، جست، سره زر، سپین زر، تور مرمر، اوسپنه، سرپ، مالګه او قیمتي کاڼي د دغه هېواد مهمې کاني زیرمې بلل کېږي.
د تاجکستان غټ تجارتي شریکان ناروې، ترکیه، ازبکستان، روسیه، چین، امریکا، اذربایجان او اوکراین دي. دغه هېواد ۶۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۹۲ او د انټرنټ کود یې بیا TJ دی، چې ټولټال یې ۸۰۰ زره کسان ورته لاسرسی لري.
د تاجکستان دولت څلور ملي ټلویزیونونه او یوه ملي او اووه سیمه ییزې راډیوګانې لري او تر څنګ یې ۱۵ خصوصي ټلویزیونه هم فعالیت کوي. د دې تر څنګ، په دغه هېواد کې ۷۵ ورځپاڼې او اونیزې شته چې دولتي دي او نورې په سیاسي ډلو او ټولنو پورې اړه لري.
دغه هېواد د آسیا او نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه دی، که څه هم چې اوس یې اقتصاد ښه لور ته روان دی او لویې لویې پروژې تر لاس لاندې لري، چې دا به د تاجکستان په اقتصاد او د خلکو پر ژوند باندې مثبت اغېز وکړي.
د تاجکستان له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. زده کړه په دغه هېواد کې له ۷-۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د مورخینو په عقیده، تاجکانو له ترکانو مخکې په منځنۍ آسیا کې یو لوی تمدن جوړ کړی و، له هغه وروسته د تاجکانو تاریخ د منځنۍ آسیا له نورو خلکو لکه ترکمنانو، قره قلپاکانو، قرغزانو او په تېره بیا له ازبکانو سره ګډېږي. په شپږمه پېړۍ کې د تاجکانو سیمه د هخامنشیانو د امپراطورۍ یوه برخه بلل کېده. په څلورمه پېړۍ کې مقدوني سکندر دغه سیمه ونیوه. دوې پېړۍ وروسته په باختر کې د تخارستان دولت جوړ شو چې وروسته یې د سغدیانا او د منځنۍ آسیا د نورو واکمنیو په ګډون، لویه امپراطوري جوړه کړه. دغې امپراطورۍ دوې پېړۍ پر ټوله منځنۍ آسیا حکومت وکړ، په هغه وخت کې منځنۍ آسیا د ختیځ چین او هند او لوېدیځ روم تر منځ لویه تجارتي لار وه. مسلمانو اعرابو دغه سیمه د اوومې پېړۍ په نیمایي کلونو کې ونیوه او د اسلام دین یې هلته ورساوه. د نهمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې د منځنۍ آسیا په پراخه سیمه کې د سامانیانو فیوډالي دولت جوړ شو، چې د خپلې واکمنۍ په اوج کې یې له بغداد او د فارس له خلیجه نیولې، د هند تر پولو پورې سلطنت کاوه. دا دولت د کورنیو خانانو د سختو جګړو او د سیمه ییزو کوچیانو د پرله پسې یرغلونو له امله کمزوری شوی و، چې د لسمې پېړۍ په پای کې ونړېد.
د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې چې د روسیې سترواکي مخ په جنوب د افغانستان خوا ته پرمختګ کاوه، د اوسني تاجکستان شمالي سیمې او د تاجکانو غټ مرکزونه لکه اوراتپه او خجند د روسانو د ترکستان په نایبالحکومه پورې وتړل شول. په همدې وخت کې د بخارا امارت د خپلې سیمې په پراختیا لاس پورې کړ او د اوسني تاجکستان په ختیځ او جنوب کې یې د دروز او قره تکین سیمې ونیولې. په دې توګه د ۱۹ مې پېړۍ له پای ته رسیدو مخکې د تاجکستان شمالي برخې د روسیې او ډېرې جنوبي برخې د بخارا د امیر تر واکمنۍ لاندې راغلې. په ۱۹۱۷ ز کال کې د پامیر سیمه د روسیې سپینو پوځونو ونیوه، خو د شورویانو سره پوځ تر ۱۹۲۰ ز کال پورې په دغه سیمه کې ټول مقاومتونه وځپل. په ۱۹۲۵ ز کال کې د روسیې پامیر سیمه د ګورنو بدخشان یا غرني بدخشان په نامه د یوه کورواکه ولایت په توګه په تاجکستان او تاجکستان د یوه کورواکه جمهوریت په توګه د ازبکستان د جمهوریت په تشکیل کې دا سیمې شاملې وې او په ۱۹۲۹ ز کال کې د خجند ټوله حوزه په تاجکستان پورې وتړل شوه او د ځینو سیمو په بېلولو د تاجکستان شوروي سوسیالیستي جمهوریت اعلان شو.
د افغانستان او تاجکستان خلک ډېرې پخوانۍ اړیکې لري. د افغانستان او تاجکستان خلک اوږد ګډ تاریخ لري، دواړه ولسونه مسلمانان دي او د دواړو هېوادونو ځینې خلک په یوه ژبه، خو دوو بېلو ګړدودونو خبرې کوي.
په شلمه پېړۍ کې د افغانستان او تاجکستان سیاسي اړیکې د مسکو له لارې ټینګې وې، ځکه چې تاجکستان د شوروي اتحاد یو جمهوریت و، خو د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته سمدلاسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سفیرانو په سویه اړیکې ټینګې شوې. په کابل کې د تاجکستان سفارت د ۲۰۰۲ ز کال د ډسمبر په ۲۲مه پرانیستل شو. په داسې حال کې چې په تاجکستان کې د افغانستان لومړی سفارت د ۱۹۹۲ ز کال د جولای په ۱۳مه پرانیستل شوی و او د دواړو هېوادونو د هوساینې او پرمختګ لپاره ډېر تړونونه هم لاسلیک شوي وو.
د کابل او دوشنبې ښارونو ترمنځ د وخت توپیر ۳۰ دقیقې او همدا راز د هوا له لارې واټن بیا ۶۳۳ کیلومتره مربع دی.