سېر وینستون لیونارد سپنسر چرچېل برېټانوی لیکوال او سیاستوال دی. د ۱۸۷۴ ز کال د نومبر په ۳۰مه زیږېدلی دی او د ۱۹۶۵ ز کال د جنورۍ په ۲۴مه مړ شوی دی. هغه وتلی لیکوال، سیاستوال او بشرپال انسان و. هغه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د برېټانیا لومړی وزیر و او دغه هېواد یې مدیریت کاوه. چرچېل د ادبیاتو په برخه کې په ۱۸۵۳ ز کال کې د نوبل جایزه هم ګټلې ده. هغه د بشردوستۍ او انساني فکر د ودې لپاره ښه او اغېزناکه لیکوالي کړې ده. ټایم مجلې په ۱۹۴۹ ز کال کې چرچېل د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمايي غوره کس وباله. هغه د عامو خلکو په منځ کې د هوښیارۍ او چالاکۍ په مانا دی. هغه د نړۍ تر ټولو مشهوره سیاسي څېره او د چرچېل کورنۍ تر ټولو مهم او پېژندل شوی غړی دی.
ونیستون چرچېل په اوه کلنۍ کې سکوېټ خصوصي ښوونځي ته لاړ او دلته یې زده کړې پيل کړې. هغه په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال له لامبو او اس ځغلولو سره مینه لرله. هغه دوه ځلې نظامي زده کړو ته دې داخلېدو لپاره ازموینه ورکړه، خو ناکام شو، تر دې چې وروسته بریالی شو. هلته یې د سپرو نظامیانو په لیکو کې زده کړې پیل کړې، خو له فراغت سره سم یې پلار ومړ. د چرچېل ډېره خوښېده چې د برېټانیا په استعماراتي جګړو کې ونډه واخلي، نوم وګټي، نشان یې لوړ شي او ثروت پیدا کړي. په ۱۸۹۵ ز کال کې د کیوبا جګړه پیل شوه او چرچېل د ډيلي ګراف ورځپاڼې د خبریال په توګه کویبا ته لاړ. هلته یې له پاڼې د ځانګړو سګرېټو په څکولو پیل وکړ او د هسپانویانو په څېر یې په نیمه ورځ کې د خوب کولو عادت پیدا کړ.
چرچېل په ۱۸۹۹ ز کال کې په جنوبي افریقا کې د بوئېرانو په جګړه کې ګډون کوي. په دې جګړه کې نوموړی نیول کېږي، خو په حیرانوونکې توګه بریالی کېږي چې له بنده وتښتي. بوئېر جګړه کوونکي د هغه د نیولو یا وژلو لپاره ۲۵ ليرې جایزه اعلانوي. برېټانویانو هغه مهال له بوئېرانو څو سر په سر ماتې خوړلې وې، نو برېټانیا د چرچېل تښتې ډېره لویه کړه او غوښتل یې چې خپلې ماتې تر شا پټې کړي. همدې چانس چرچېل مشهوره کړ او د دې سبب شو چې خلک د یوه اتل په سترګه ورته وګوري. ده هم له دې فرصت ښه استفاده وکړه او د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې یې ګډون وکړ. هغه چې ډېر مشهور شوی و، نو په ټاکنو کې بریالی شو او دا مهال یې د محافظه کار ګوند غړیتوب درلود. وروسته له محافظه کار ګوند بېل شو او له لېبرال سره یو ځای شو.
په ۱۹۰۸ ز کال کې یې له کلمانتین هیوز سره واده وکړ. په ۱۹۱۱ ز کال کې چې کله المان په مراکش کې ځينې لاسوهنې وکړې، نو چرچېل په کلکه له المان سره د جګړې پلوی و. هغه له المان سره خپله دغه دښمني تر مرګه وپاللـه. د چرچیل المان ضد روحیه له همدې ورځې وروسته مخ په پیاوړي کېدو وه. په ۱۹۱۱ ز کال کې په برېټانوي بندرونو کې کارکوونکو اعتصاب وکړ، خو چرچېل دغه اعتصابونه او اعتراضونه سخت وځپل. هغه په دې وخت کې د انګلیس د کورنیو چارو وزیر و. د انګلیس حکومت غوښتل چې د سمندرونو د امنیت او په دې برخه کې د پوځ د لا پیاوړتیا لپاره یو قوي کس وګوماري، نو له همدې امله چرچېل دغه دندې ته غوره کړل شو. چرچېل چې پر دې دنده ګومارل کېږي، د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکي، زه پر دې دنده خوښ یم، ځان له المان سره جګړې ته داسې تیاروم چې ته به وایې همدا سبا مې جګړه ورسره نښلي.
چرچېل همداسې وکړل، څه یې چې لیکلي وو، پر هغه یې عمل کاوه. د پوځ پیاوړتیا ته یې مخه کړه او د سمندري پوځ پر لا قوت یې ټینګار کاوه. د بېړیو د چټکتیا او قوت لپاره یې په ځينو اقداماتو لاس پورې کړ او تر پخوا درنې وسلې یې پر نظامي بېړیو نصب کړې. چرچېل د هغو کسانو له ډلې و، چې ژر تر ژره له المان سره د جګړې غوښتنه یې کوله. هغه له المان سره د جګړې تر اعلان نږدې پنځه میاشتې وړاندې له دې دندې لرې کړل شو او په نورو برخو کې د انګلیس جګړو ته ولېږل شو. په فرانسه کې یې په خونړیو جګړو کې برخه واخیسته او بېرته هېواد ته را وګرځېد. کله چې په ۱۹۱۴ ز کال کې برېټانیا ته راځي، نو لومړۍ نړیواله جګړه ختمه شوې وي او دی هم د دفاع وزیر ګومارل کېږي. په دې وخت کې د شوروي پر وړاندې د جګړې مشري او لارښوونه په غاړه اخلي.
د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر تر ټاکنو وروسته، د انګلستان د خزانې وزیر شو. دا هغه مهال تر لومړي وزارت وروسته په برېټانیا کې تر ټولو مهمه څوکۍ وه. په ۱۹۲۷ ز کال کې اېټالیا ته لاړ او هلته یې له موسلیني سره وکتل. په ۱۹۳۳ ز کال کې یې د المان د قوي کېدو او نوي جنګ د پیلېدو وړاندوینه وکړه. هغه د استخباراتي شبکو په مرسته ځان باوري کړ چې المان غواړي ځان پیاوړی کړي. په ۱۹۴۰ ز کال کې چې المان پر ځینو ځایونو بریدونه کول، پادشا د کابینې د جوړولو واک چرچېل ته ورکړ. ده په ډېرې چټکۍ د پوځ د پیاوړي کولو امر وکړ. د فرانسې جګړه کې یې ځان ډېر فعال ثابت کړ. هغه بریالی شو چې په خپلو هڅو د برېټانیا کمزوری هوایي پوځ پیاوړی کړي او د المان هوايي ځواک شاتګ ته اړ کړي.
چرچېل چالاکه او له هنره ډک سړی و. ده المان له شوروي سره جګړې ته هڅاوه. ده به ویل، په هر ډول چې کېږي باید هیټلر په جګړه کې وي او دی یې هم د مخالف هېواد ملاتړ کوي. ده امریکا هم هڅوله چې له المان سره جګړې ته داخله شي. چرچېل استعماري روحیه لرله. په ۱۹۴۲ز کال کې یې د نهرو او ګاندي د نیولو امر ورکړی و. چرچېل په پوره هنر غوښتل چې خپل حریف هېوادونه لکه المان او شوروي په خپلو کې سره وجنګوي. ده غوښتل چې د شوروي اتحاد بنسټونه او قوت د المان له لارې کمزوری کړي او په خپل دې کار کې بریالی هم و.
د ۱۹۴۵ ز کال د مې په ۲۳مه د المان له تسلیمېدو یوازې ۱۵ ورځې وروسته چرچېل اړ شو، چې استعفا ورکړي. د دې مسئلې دلیل دا و، چې خلکو نور جګړه کوونکي سیاستوال نه غوښتل. دوی غوښتل له دې وروسته د حکومت په مشرتابه کې داسې کسان وي چې دوی سوله پال وي او د سولې لپاره کار وکړي. دا چې چرچېل له شوروي سره کلکه دښمني لرله، نو خلکو رایه ور نه کړه. هغه میسوري ایالت په ویست منیسټر پوهنتون کې د خبرو پر مهال وویل، چې جګړه نه ده ختمه شوې. ده به ویل، ښايي بله نړیواله جګړه پیل شي او دا ځل د سړې جګړې خطر هم شته دی.
چرچېل د خپل عمر لس وروستي کلونه په ارامۍ او سکون کې تېر کړل. په ۱۹۵۸ز کال کې مارشال دوګول هغه د فرانسې تر ټولو ښه ملګری وباله. په ۱۹۶۳ ز کال کې امریکا چرچېل ته افتخاري تابعیت ورکړ. په ۸۷ کلنۍ کې چرچېل په موند کارلو کې ولوېد، د ورانه هډوکی یې مات شو؛ خو په چټکۍ یې درملنه وشوه. په ۱۹۶۴ ز کال کې یې د پارلمان له غړیتوبه استعفا ورکړه او په همدې کال کې یې د ۹۰ کلنۍ مراسم ترسره شول. د ۱۹۶۵ز کال په جنورۍ کې چرچېل ناروغ او بستري شو. د همدې میاشتې په ۱۵مه یې مغزي خونریزي پیدا کړه او د جنورۍ په ۲۴مه ومړ. د هغه جنازه په پوره قدر او شکوه د بلادون کلیسا په یوه هدیره کې د خپل مور او پلار څنګ کې خاورو ته وسپارل شوه.
چرچېل عجیبه مفکوره درلوده. له یوې خوا عملاً له شوروي، المان او هندیانو سره پر جګړه بوخت و، خو له بلې خوا یې د بشریت د ودې او ترقۍ خبره کوله. هغه د نوبل کمېټې له لوري چې کله د ادبیاتو د جایزې ګټونکی اعلان شو، ټولې نړۍ ته عجیبه وه. لا هم خلک وايي چې نوبل چرچېل ته د جایزې په ورکړه یوه سیاسي جایزه شوه. خو ډېری داسې کسان هم شته چې نوموړی د دې جایزې مستحق ګڼي. دوی پر دې باور دي چې د بشري فکر د پراختیا لپاره د چرچېل په اثارو کې ګټورې خبرې پیدا کېږي. چرچېل په خپلو اثارو کې تر ډېره انساني فکر پاللی دی او انسان ته د ښه ژوند په جوړولو او انساني چاپېریال پر رامنځ ته کولو خبرې کوي.
چرچېل په خپلو خاطراتو کې وايي، د دویمې نړیوالې جګړې په وخت کې چې لندن تر سختې بمبارۍ لاندې و، یوې مهمې جلسې ته مې باید ځان رسولی وای. د مشغولتیاوو له لاسه راباندې ناوخته شوی و. موټروان ته مې وویل چې څومره ژر چې کولی شې ما جلسې ته ورسوه. موټروان هم یوه لنډه خو ممنوع لار ونېوله. ناڅاپه یو پولیس چې د جریمې ورقه یې لاس کې وه، د موږ مخ ته ودرېد. موټروان وویل: دا د لومړي وزیر موټر دی، باید یوې مهمې جلسې ته یې ورسوم. پولیس په سړه سینه وویل: لومړی وزیر، موټروان او هم زه خپله دنده ډېره ښه پېژنو. پولیس موټروان ته جریمه ورکړه او د بېرته ستنېدو امر یې ورکړ. کله چې موټروان بېرته ستون شو، چرچېل یو سیګار روښانه کړ او ویې ویل: موږ جنګ ګټو، ځکه چې د لندن په کوڅو کې قانون حاکم دی.
په دې توګه د چرچېل ډېری خاطرې ورته تاریخي مسایل بیانوي او د خپلې شاوخوا ناخوالې سپړي. هغه حاضر ځوابه و. تر څنګ یې یو تکړه او با دقته ویناوال و. په خپله هره وینا کې به یې له خلکو د یوه کار ترسره کول غوښتل. هغه به ډېر کار کاوه، فکري تمرکز یې خورا ډېر و. هېڅ وخت له ستونزو نه ډارېدو، ده به ویل، ستونزو ته مخامخ کېدل د نوو د پیدا کولو په مانا دي. ده به ویل، بریا له یوې ماتې تر بلې ماتې ځان رسولو ته وايي، پرته له دې چې تسلیم شې. چرچېل کم خوب، خو ډېر کار کاوه. لیکل یې نه پرېښودل او په خپل هېواد مین سړی و.
چرچېل اوس هم په برېټانیا او ټوله نړۍ کې پېژندل شوی نوم دی. د نړۍ د هر ګوټ خلک د هغه لنډې ویناوې او خاطرې په خپلو خبرو کې کاروي. له وطن او ملت سره د هغه مینه د ډېری خلکو لپاره یوه الګو او نمونه ده. اثار یې لوستونکي لري او په برېټانیا کې له پوره قدر او ښه نامه برخمن شخصیت دی.