د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې د خپل پيل کړي سفر او همدا راز د سولې د روانو هڅو په اړه ولسمشر غني ته معلوماتو ورکړل. خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې روانې ناندرۍ له سیاسي لارو حل شي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي. دده په خبره له خپلې ټولې تجربې او صلاحیتونو به استفاده وکړي څو په افغانستان کې روانه جګړه د سولې پر مټ له منځه یوسي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان سوله تر هر څه ډېره مهمه ده او د زلمي خلیلزاد هڅې به د سولې لپاره زمینه برابره کړي. خلیلزاد ویلي چې تر کابل وروسته پاکستان ته ځي او هلته هم د همدې موضوع په اړه له پاکستاني چارواکو سره جدي او هر اړخیزې خبرې کوي.



































