بروني د آسیا په جنوب ختیځه برخه کې د جنوبي چین د سیند او مالیزیا تر منځ د شمالي عرض البلدونو د څلورو او پنځو درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۱۴ او ۱۱۵ درجو تر منځ مو قعیت لري، چې پراخوالی یې ۲۲۲۸ میل مربع ته رسېږي.
بروني د استوا له کرښې څخه د شمالي عرض البلدونو د څلورو او پنځو درجو په واټن کې لرې پروت دی، نو له همدې امله یې هوا ډېره توده او لنده ده او زیات باران پکې اوري. په دغه هېواد کې داسې استوایي او سمندري بادونه الوزي، چې زیات اورښت ته لاره هواروي. په ساحلي څنډو کې د بروني د کلني اورښت اندازه ۲۵۴ او د هېواد په منځنیو برخو کې ۵۰۹ ملي مېتر ته رسېږي.
بروني له دوو بېلو برخو څخه جوړ شوی کوچنی هېواد دی. د اصلي بروني خاوره لږ، هواره او ساحلي ټوټه ده چې د سمندر له سطحې څخه ۳۰۰ متره جګه پرته ده.
د دغه هېواد پلازمېنه بندر سري بګاوان ښار دی او ټولټال یې د نفوس شمېر څه باندې څلورو سوو زرو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۷۶ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي په ښارونو او ۲۰ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د بروني د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
د اداري وېش له پلوه دغه هېواد پر څلورو ولسوالیو باندې وېشل شوی دی. سریا، کوالابیلایت، توتونګ او بانګار یې مهم ښارونه دي. د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي مالي نژاده، ۱۵ سلنه چینايي نژاده او پاتې ۱۵ سلنه یې کادازان توتونګ دوسون نژاده وګړي دي. د دغه هېواد رسمي ژبه مالي او لیکدود یې عربي دی.
د بروني د حکومت ډول مشروطه پاچايي دی، د دغه هیواد اساسي قانون له خپلواکۍ څخه مخکې د ۱۹۵۹ ز کال د سپټمبر په ۲۹مه جوړ شو، چې په ۱۹۶۵ او ۱۹۸۴ ز کلونو کې تعدیلات پکې راغلل. د بروني اوسنی سلطان حاجي حسن البلقیه دی، په دغه هېواد کې پاچایي میراثي ده او د وزیرانو کابینه یې د پاچا لخوا ټاکل کیږي.
په دغه هېواد کې دری شوراګانې شته، لومړۍ مذهبي شورا چې سلطان ته د اسلام د دین په اړه مشوره ورکوي، دویمه محرامانه سلطنتي شورا چې له سلطان سره د قانون جوړونې، قانوني تعدیلاتو او د مبهمو مناصبو لپاره د خلکو د ټاکنې په برخه کې مرسته کوي، درېیمه د وراثت شورا چې د ضرورت په وخت کې راغوښتل کیږي. د دغو دریو واړو شوراګانو غړي د پاچا لخوا ټاکل کیږي او د پاچا تر امر لاندې کار کوي.
د بروني د قانون جوړولو شورا په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځا لپاره د ۲۰۰۴ ز کال د سپټمبر په ۲۵مه غونډه وکړه، دغه شورا ۲۱ غړي لري چې ټول د سلطان له خوا ټاکل شوي دي، دغې شورا د اساسي قانون داسې تعدیلات منظور کړل چې له مخې به یې دغه هېواد داسې ۴۵ کسیزه شورا لري، چې ۱۵ یې انتخابي وي، دغه شورا جوړه شوه خو سلطان د ۲۰۰۵ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه بېرته ړنګه کړه او پر ځای یې د ۲۰۰۵ ز کال د سپټمبر په دویمه شورا جوړه کړه چې ۲۹ غړي لري.
د بروني حقوقي نظام د اسلامي شریعت پر اساساتو، انګلیسي قوانینو او مدني اصولو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه ده، چې قاضي القضات او قاضیان یې د پاچا له خوا د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د بروني د ملي پراختیا ګوند، د بروني د ملي یوالي ګوند او د خلکو د خبرتیا ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۸۴ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د فبروي ۲۳مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
بهرنۍ او کورنۍ پانګه اچونه، مناسب دولتي مقررات، د ټولنیزې هوساینې لپاره ګړندي ګامونه، کلیوال عنعنوي چاپېریال او همدا راز د اومو تېلو او طبیعي ګازو صادرات د دغه هېواد په اقتصاد کې غټه ونډه لري. دغه اقلام د بروني د ناخالص کورني تولید نیمایي برخه جوړوي، د بروني سرکلنی عاید د ډېرو اسیایي هېوادونو او نږدې د درېیمې نړۍ د ټولو هېوادونو له کلني عاید څخه زیات دی. دغه هېواد په بهر کې له خپلو پانګو او کورني تولید څخه هم پوره عاید لاس ته راوړي. د بروني دولت روغتیایي خدمات او پوهنه د پوهنتون تر سویې پورې په وړیا توګه وړاندې کوي او د خوراکي موادو او سرپناه لپاره یې ډېره سبسایدي منلې ده. د دغه هېواد دولت غواړي چې پر تېلو او ګازو باندې د بروني د اقتصاد اتکا لږ او نور اقتصادي پرمختګونه وهڅوي. د بروني دولت اندېښنه لري چې نړیوال مارکېټ ته به د بروني ډېر ننوتل د دغه هېواد کورني ټولنیز جوړښت ته زیان ورسوي. په ۲۰۰۰ ز کال کې بروني د اسیا پاسفیک د اقتصادي ټولنې ریاست تر لاسه کړ، د بروني دولت پلان لري چې د هېواد د کار قوه مسلکي او متخصصه او وزګارتیا کمه کړي، بانکي خدمات وهڅوي، سیلانیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او پر تېلو او ګازو سربېره هېواد ته نورې عایداتي سرچینې هم لټوي.
د تېلو او ګازو ایستل او چاڼ، پتروشیمي تولیدات، اوبلن ګاز، ساختماني چارې، ټوکران، کوچنۍ بېړۍ، سپین زر او نور لاسي کارونه د دغه هېواد د صنعت مهم فکټورونه دي.
د دغه هېواد دری سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، یو سلنه خاوره یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د بروني پنځه سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد یو سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له دغه سکټور څخه لاس ته راځي.
وریجې، نشایسته، خواړه، کچالو، کیله، نورې میوې، سابه، غوښه او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات ګڼل کیږي.
اسټرالیا، جاپان، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، هند، اندونیزیا، چین، سنګاپور، انګلستان او امریکا د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۶۷۳ او د انټرنېټ کود یې BN دی، چې ټولټال یې ۴۰۰ زره کسان ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد شپږ ټلویزیوني چینلونه او پنځه دولتي راډیوګانې لري، چې په مالي، چینایي او انګلیسي ژبو خپرونې لري.
بروني د سړي سرکلني عاید له پلوه، د آسیا او نړۍ په بډایه هېوادونو کې شمار دی. د دغه هېواد له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي او زده کړه په کې له ۵-۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري او وړیا ده.
په بروني کې د ډېرو لرغونو انسانانو استوګنه ثابته ده، دغو خلکو په شپږمه پېړۍ کې چین او په ۱۴مه کې د جاوا د ټاپو هندي واکمن ماجاپاهیت ته باج ورکاوه. د ۱۴مې پېړۍ په پای کې برونایي واکمن آوانګ آلاک بتاتار د اسلام پر دین مشرف شو او ځان یې لومړی سلطان شاه محمد وباله. له همدې وخته په جنوب ختیځه آسیا کې د اسلام دین خور شو، په ۱۵۲۱ ز کال کې پرتګالي ماجیلا په داسې وخت کې د بروني ساحل ته ورسېد، چې د دغه هېواد پنځم مسلمان سلطان د بورنیو په غټ ټاپو د سولو د ټاپوګانو په ټولګي جاوا او مالاکا او حتي د مانیلا په ځینو برخو او د هغو پر شاوخوا ټاپوګانو باندې واکمني درلوده. تر ۱۶مې پېړۍ پورې د صباح او ساراواک زیاتې برخې هم د بروني د لاسلامي سلطنت لخوا اداره کېدې، بروني هغه وخت د چین له جنوبي بندرونو سره ډېره تجارتي راکړه ورکړه درلوده، په ۱۸۰۳ ز کال کې انګلیسي افسر سر جیمز بروک ساراواک ته ورسېد او په دې توګه بروني ته د اروپایانو تګ پیل شو.
د ۱۶مې پېړۍ په پای کې په بروني کې کورنیو ستونزو او د دغه هېواد په شاوخوا کې د پرتګالیانو او هالنډیانو سیاسي او پوځي تحرکاتو د بروني پراخه او پیاوړې واکمني ولړزوله او د لنډې مودې لپاره د اسپانیې د سمندري پوځونو لاس ته ورغی. له دې وروسته د بروني واکمني کمزورې شوه، د ۱۸مې پېړۍ په بهیر کې بروني د سمندري پوځونو لاس ته ورغی او له دې غلو یوه اډه جوړه شوه. په ۱۸۳۸ ز کال کې د بروني سلطان عمر علي سیف الدین په ساراواک کې د بغاوت په کولو سره د مرستې په پار، انګلیسي سرجیمز بروک د ساراواک د واکمن په توګه وټاکه او دغه سیمه یې ده ته ورکړه. په ۱۸۴۶ ز کال کې د بروني او انګلستان تر منځ د سمندري غلو پر ضد د ګډو هلو ځلو او سوداګرۍ توافقنامه لاسلیک شوه او د بورنیو په شمال لوېدیځ کې یې د لابوان ټاپو انګلستان ته ورکړ. په ۱۹۶۷ ز کال کې سلطان عمر خپل زوی حسن البلیقه معزالدین ته پرېښود، په همدغه وخت کې د بروني لومړنی بشپړ اساسي قانون هم نافذ شو، په ۱۹۷۱ ز کال کې انګلستان د بروني دفاعي چارې هم سلطان ته وسپارلې، له دې وروسته په نړۍ کې د خپلواکۍ غوښتنې د احساساتو له پیاوړتیا سره جوخت، د انګلستان حکومت د بروني د خلکو د فشار له امله په ۱۹۷۸ ز کال کې د داسې یوه تړون لاسلیک کولو ته غاړه کېښوده، چې د بروني د پوره خپلواکۍ لپاره یې لار پرانیستله. په ۱۹۸۰ ز کال کې د بروني سلطان د خپل هېواد ۲۵ سنله بودجه پوره کړه، د ۱۹۸۴ ز کال د ډسمبر په وروستۍ ورځ د بګاوان په جومات کې د سترې غونډې په ترڅ کې د دری ځله تکبیر په ویلو سره، د بروني بشپړه خپلواکي اعلان شوه.
د افغانستان او بروني تر منځ هېڅ راز اړیکې نشته، د کابل او بندر سرې بګاوان ښارونو تر منځ زماني توپیر ۳:۳۰ ساعته او همدا راز د هوا له لارې واټن ۸۵۴۲ کیلومتره دی.