سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ټایلنډ

حشمت الله نوري

جولای 15, 2019
in راشه ورشه
0 0

ټایلنډ د آسیا په جنوب ختیځه کې د هند او چین په ټاپووزمه کې د اندمان د سیند او د ټایلنډ د خلیج تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۵ او ۲۱ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۰۰ او ۹۸ درجو ترمنځ موقعیت لري، چې پراخوالی یې ۱۹۸۴۵۷ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ  ۴۶م لوی هېواد دی.

د ټایلنډ شمال ته برما او لاوس، جنوب ته یې د ټایلنډ خلیج او مالیزیا، ختیځ ته لاوس او کمبودیا او لوېدیځ ته یي د اندامان سیند او برما موقعیت لري.

ټایلنډ د جنوب ختیځې آسیا تر ټولو اوږد هېواد دی. د ټایلنډ په جنوب لوېدیځ او ختیځ کې ډېر داسې ټاپوګان شته، چې په دغه هېواد پورې اړه لري لکه، کوچانګ، کوکوت، کوسامویي او ځینې نور. ټایلنډ اساساً نیم غرنی هېواد دی چې غرونه یې زیاتره په شمالي او لوېدیځو سیمو کې پراته دي.

د دغه هېواد پلازمېنه د بانک کوک ښار دی او ټولټال څه کم ۶۹ میلیونه نفوس لري، چې  په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۳۲ کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو او ۵۵ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو  حق لري.

د اداري وېش له مخې ټایلنډ پر ۷۶ ولایتونو وېشل شوی دی. بانتااوتن، یودن تاني، موکداهان، بانګ، لامونګ، لامفون، تاک او خون کین د دغه هېواد مهم ښارونه دي.

د ټایلنډ د حکومت ډول مشروطه پاچایي دی. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۲۰۰۹ ز کال د اګسټ په ۲۴مه نافذ شوی دی. په ټایلنډ کې پاچا د ملک یوازینی واکمن بلل کیږي، لومړی وزیر د ولسي جرګې د غړو له مینځ څخه ټاکل کیږي، معمولاً هغه څوک چې ګوند یا ائتلاف یې اکثریت رایې ګټي، د لومړي وزارت لپاره په پام کې نیول کیږي.

د ټایلنډ ملي شورا دوې جرګې لري، لومړۍ سنا چې ۱۵۰ غړي لري او د کار موده یې شپږ کاله ده او ولسي جرګه چې ۵۰۰ غړي لري چې د څلورو کلونو لپاره کار کوي. د ټایلنډ د ملي شورا د دواړو جرګو غړي د خلکو له خوا ټاکل کیږي، په دغه هېوا کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول په کې عمومي دي.

د دغه هېوا حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی، د ټایلنډ د قضایه قوې په سر کې ستره محکمه ځای لري چې قاضیان یې د پاچا له خوا ټاکل کیږي.

د تای د ملت ګوند، ولسواک ګوند، د ټولنیزعمل ګوند او لبرال ولسواک ګوند په دغه هېواد کې مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

په ۱۹۹۸ ز کال کې د ټایلنډ اقتصاد د هغه بحران له امله چې د دغه هېواد ډېر شرکتونه او په ځانګړې توګه بانکونه او تمویلي موسسې ورسره مخ وې، جدي ستونزې او کساد درلود. د ۱۹۹۸ ز کال په پیل کې ټایلنډ خپله مالي تګلاره لیبراله کړه، څو ټانګونه، شرکتونه او فابریکې په ډالر پور واخلي. له هغه ځایه چې دوی په پولي تبادلاتو کې څه تاوان یا خطر نه لیده، ځکه یې په دې برخه کې هېڅ خنډونه رامنځ ته نه کړل. د دې تر څنګ یې د صادراتو پراختیا چې پخوا د ټایلنډ په اقتصادي پرمختګ کې یو مهم عامل ګڼل کېده، په ۱۹۹۶ ز کال کې سقوط وکړ او داسې ویل کېدل چې د ټایلنډ بانکونه د ډالري معاملاتو وس نه لري. د ټایلنډ بانک هغه وخت داسې چلند و کړ چې نږدې وه د بانک د اسعارو زیرمه یې تشه شي. لږ وخت وروسته یې خلپه تګلاره بدله کړه او د اسعارو د تبادلې نرخ یې ازاد پرېښود. دې پرېکړې د ټایلنډي شرکتونو د پورونو بار چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، نورهم دروند کړ. د ۱۹۹۷ ز کال په اګسټ کې د ټایلنډ حکومت د صدر اعظم چاوالت په مشرۍ له نړیوال بانک سره د ۱۴ بلیون ډالرو پور تړون لاسلیک کړ، چې خپلې اسعاري زیرمې زیاتې کړي او د پیسو په مارکېټ کې خپله وړتیا پیاوړې کړي. اوس اوس ټایلنډ له خپلو ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي، چې صادرات او ناخالص کورني تولیدات یې ورسره زیات شوي دي. خو سمندري توپانونه هغه ستونزه ده چې د ټایلنډ اقتصاد ته وخت نا وخت زیانونه رسوي.

توریزم، ټوکران او ګنډل شوې جامې، د خوراکي موادو پروسس، غوړي، تنباکو، سیمنټ، د کاني موادو ایستل، ساختماني مواد، د سرو زرو شیان، د برېښنا سامان، کمپیوټر او د هغه پرزې، نقلیه وسایط، دارو درمل، لرګین شیان، پلاستیکي محصولات او کوچني ماشینونه د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د دغه هېواد ۳۰ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، دوه سلنه یې څړځایونو، ۲۶ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د ټایلنډ ۴۰ سلنه خلک د کرنې په سکتور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۳ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکتور څخه لاس ته راوړي.

 وریجې، ربړ، جوار، ګنۍ، قهوه، لوبیا، پنبه، ورېښم، تېل لرونکې دانې، جوت، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د ټایلنډ مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

امریکا، جاپان، سنګاپور، هانګ کانګ، مالیزیا، اسټرالیا او چین د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان دي. ټایلنډ ۱۰۶ هوایي ډګرونه لري چې ۶۸ يې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۶۶ او د انټرنېټ کود یې TH دی، چې تولټال یې ۲۰ میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.

په ټایلنډ کې شپږ ملي ټلوېزیوني چینلونه فعال دي، چې دوه یې په پوځ پورې اړه لري. څلور نور یا د دولت دي او یا د دولت تر کنترول لاندې کار کوي، چې هره ورځ ه دوه ځلې دولتي پروګرامونه خپروي. د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې له ۵۰۰ زیاتې دولتي او خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او هر کال څه باندې نهه زره کتابونه په بېلابېلو برخو کې له چاپه راوځي.

ټایلنډ د آسیا او نړۍ له نسبتاً پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کیږي او هر کال څه کم دوه میلیونه سیلانیان دغه هېواد ته سفر کوي. په ټایلنډ کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول وګړي پر لیک او لوست پوهیږي. زده کړه په ټایلنډ کې له ۷-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده. په دغه هېواد کې دولت او خصوصي سکټور دواړه ځوانانو ته د زده کړې اسانتیاوې وړاندې کوي.

د لرغون پېژندنې استادان وایي چې د ټایلنډ په اوسنۍ خاوره کې د انساني ژوند پیلامه شل زره کاله پخوا ته رسېږي. په شپږمه پېړۍ کې د چین ځینې قبایلي خلک چې د تای په نامه یادېدل، د ټایلنډ اوسنۍ خاورې ته ولېږدېدل او د دې ځای بومیان یې لاندې کړل. دا خلک تر ۱۳مې پېړۍ پورې له یوې خوا د مالیزیا تر ټاپووزمې پورې او له بلې خوا د کمبودیا تر پولو پورې په مخ لاړل. په ۱۳۵۰ ز کال کې فراراماتیبودا د سیام پاچاهي جوړه کړه.

له دې وروسته په څلورمه پېړۍ کې د ټایلنډ یا پخواني سیام دولت ورځ په ورځ پیاوړی کېده، په لوېدیځ کې یې کمبودیا او په شمال کې ډېر نور ځایونه ونیول او هم یې له پرتګال، هالنډ، انګلستان او چین سره تجارتي روابط پیاوړي کړل. په ۱۷۶۴ ز کال کې برمایانو پر سیام برید وکړ او د دغه هېواد پایتخت د ایوتیا ښار یي ونړاوه، خو زر د سیام خلکو د جنرال فایاتاک تر مشرۍ لاندې برمایانو ته ماتې ورکړه. په ۱۸۲۶ ز کال کې هغه تړون چې د انګلستان او سیام د مقاماتو تر منځ لاسلیک شو، په سیام کې یې انګلیسي نفوذ ته لاره پرانیسته. په ۱۸۹۳ ز کال کې فرانسویان د انام او کوچن چین تر نیولو وروسته دې لوري ته راغلل او بنکاک ته یې د بېړیو په استولو د سیام دولت دې ته اړ کړ، چې د بنکاک بندر دوی ته پرېږدي. په ۱۹۸۱ ز کال کې په بنکاک کې کودتا وشوه او جنرال سنت چیتیاتیما د ولسواکۍ ننګه وکړه. د ۱۹۸۳ ز کال د اپرېل په شلمه، جنرال پرم د دویم ځل لپاره د هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. جنرال پرم د ۱۹۸۶ ز کال د مې په ټاکنو کې بیا لومړی وزیر شو. د ۱۹۸۸ ز کال په عمومي ټاکنو کې د ټایلنډ پاچا جنرال چاتیچای د یوه ائتلافي حکومت په جوړولو وګومارل شو. چاتیچای په ټایلنډ کې بنسټیز کارونه پیل کړل او د هېواد په کورنیو او بهرنیو تګلارو کې یې ژور بدلونونه راوستل.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ ز کلونو پورې په ټایلنډ کې څو ځلې نورې عمومي ټاکنې شوې دي، د ټایلنډ حکومت د دغه هېواد د جنوبي سیمو د مسلمانانو له جنګیالیو او د بودایي مذهب له سرو جامو مذهبي مشرانو سره ستونزې لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه د سرو جامو بودایان دوه ځلې په بنکاک کې غونډ شول او د حکومت له پولیسو سره یې وسله والې شخړې وکړې. دا شخړې په ۲۰۱۱ ز کال کې بیا تکرار شوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده. د همدې کال په نومبر کې د بنکاک نیم ښار تر اوبو لاندې شو، ځکه په شاوخوا سیمو کې ډېر ورښتونه شوي وو.

داسې ښکاري چې د افغانستان او ټایلنډ تر منځ هېڅکله سفارتي سیاسي اړیکې نه دي رامنځ ته شوې، خو دواړو هېوادونو په ځینو مواردو کې هوکړې کړې دي.

د کابل او بنکاک ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۲:۳۰ ساعته او همدا راز د هوا له لارې واټن ۸۶۳۸ کیلومتره دی.

Share21Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In