سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

تایوان

حشمت الله نوري

جولای 22, 2019
in راشه ورشه
0 0

تایوان د آسیا په ختیځه برخه کې د ختیځ چین، فیلپین او جنوبي چین د سیندونو او د تایوان تنګي په مینځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۵ او ۲۲ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۲۰ او ۱۲۲ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې تولټال یې پراخوالی ۱۳۸۳۹ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۲۰م لوی هېواد دی.

د تایوان شمال ته د ختیځ چین سیند، جنوب ته یې د جنوبي چین سیند، ختیځ ته یې د فیلپین سیند او ارام سمندر او لوېدیځ ته یې د تایوان تنګی موقعیت لري.

دغه هېواد تودو سمندري بهیرونو کلابند کړی او ډېر اورښت لري. په عمومي توګه د دغه هېواد هوا لنده ده، ژمی یې معتدل او دوبی یې تود وي. د تایوان د اورښت وخت په اکټوبر کې پیل او په مارچ کې پای ته رسېږي. د دغه هېواد د میاشتني اورښت اندازه په منځنۍ توګه ۲۶۰۰ ملي متره ثبت شوې ده.

د دغه هېواد پلازمېنه د تایپي ښار دی، ۹۰ سلنه وګړي یې په ښارونو او  پاتې لس سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې  د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

تایوان د اداري وېش له پلوه پر ۱۴ برخو، دریو ښاروالیو او پنځو ځانګړو ښاروالیو باندې وېشل شوی دی. تایچونګ، تاینان،  تونګ، کاسیونک، کاوسي هولین او تولونک د دغه هېواد مهم ښارونه دي.

تایوان ډېر ګوندیز ولسواک نظام لري، د تایوان اساسي قانون د ۱۹۴۷ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه نافذ شوی او په ۱۹۹۲، ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ ز کلونو کې تعدیلات پکې راغلي دي. د دغه هېواد اوسنۍ ولسمشره تسای اینګ ون ده. د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مرستیال د څلورو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. د دغه هېواد لومړی وزیر د ولسمشر لخوا او د لومړي وزیر مرستیال او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر په منظورۍ ټاکل کیږي. د تایوان حکومتي سیسټم له پنځو برخو څخه جوړ شوی دی: اجرایه قوه، مقننه قوه، قضایه قوه، په دولتي دوایرو کې د کنټرول او څارنې قوه او د دولتي مامورینو د کره کولو اوو ازمیني قوه.

 د تایوان ملي شورا یوه جرګه لري چې ۱۱۳ غړي یې د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۲۰ کاله او رایه ورکول په کې عمومي دي.

د دغه هېواد حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی. د دغه هېواد د قضایه قوې قاضیان د ولسي جرګې او د کنټرول او څارنې د قوې په موافقت د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي.

کومین تانګ نشنلېست ډله، د خلکو لومړنی ګوند او  ولسواک پرمختیا غوښتونکی ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

د تایوان سیاستوال د خپل هېواد خپلواکي مني او د چین له ولسي جمهوریت څخه غواړي چې تایوان د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني، خو چین غواړي چې دا ټاپو له مورني وطن سره یو ځای کړي.

دغه هېواد په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب له پیله د ویتو حق درلود، خو کله چې په ۱۹۷۱ ز کال کې د ملګرو ملتونو ټولنې د چین ولسي جمهوریت په رسمیت و پېژاند او چین د ملګرو ملتونو او د هغه د امنیت د شورا غړی شو، تایوان په دغه نړیواله ټولنه کې خپل غړیتوب له لاسه ورکړ.

تایوان ډېر پرمختللی کپېټالېستي اقتصاد لري، دغه هېواد خپلې بهرنۍ سوداګرۍ او بهرنۍ پانګې اچونې ته دولتي لارښوونه ګام په ګام کموي. د تایوان دولت د ځینو غټو صنعتي فابریکو او بانکونو د مالکیت له امله لا هم د دغه هېواد په اقتصادي سیسټم کې لږ ونډه لري، خو هڅه کوي چې دا تشبیثات ورو ورو زیات خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي. د تایوان ناخالص کورني تولیدات په تېرو څلورو لسیزو کې هر کال په منځنۍ توګه اته سلنه وده کړې ده.

په تایوان کې د انفلاسیون او وزګارتیا اندازه ډېره کمه ده. په تایوان کې د بهرنیو اسعارو، سرو زرو او بانډونو زېرمه په نړۍ کې څلورم ځای لري. چین، جاپان او روسیه په دې برخه کې لومړی، دویم او درېیم ځای لري. په تایوان کې هغه عنعنوي صنعت چې ډېر کارګر غواړي، ورو ورو پر داسې صنعت بدلېږي چې غټه پانګه او عصري ټکنالوژي ورته پکار ده. دغه هېواد په چین، ټایلنډ، اندونیزیا، فیلپین، مالیزیا او ویتنام کې غټې پانګې پر کار اچولې دي.

 په دغه هېواد کې د کارګرانو لوی مارکېټ ډېر بهرنیان قانوني یا غیر قانوني دغه هېواد ته د تګ لپاره هڅولي دي. تایوان د ګټورو مالي اقداماتو او ښه کنټرول په وجه، پیاوړی اقتصاد لري.

اوسپنه، فولاد، نساجي، برېښنایي شیان، د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوژۍ وسایل، کیمیاوي مواد، جامې، د خوراکي موادو پروسس مخصوصاً بوره، سیمنټ، بېړۍ، د خامو تېلو چاڼ، نقلیه وسایط، پلاستیک، استهلاکي کورني تولیدات، کاغذ، بېلابېل ماشینونه، پرزې او فابریکې د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د تایوان ۲۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، پنځه سلنه یې څړځایونو نیولې، ۵۵ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره یې بیدیاوو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد شپږ سلنه خلک د کرنې په سکټور پر کار بوخت دي او د هېواد دوه سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي. وریجې، غنم، جوار، کچالو، چغندر، چای، میوې، سابه، غوښه او شیدې د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

مهم کانونه یې سره زر، سپین زر، مس، تیل، طبیعي ګاز او د ډبرو سکاره دي، چې تولټال یې د صادرات بیه ۲۷۵ بلیون ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۲۵۱ بلیون ډالروته رسېږي.

امریکا، چین، هانګ کانګ، سنګاپور او جاپان د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان دي.  تایوان ۱۶۰۰ د اورګاډي پټلۍ، ۱۰۰ غټې تجارتي بېړۍ او ۴۲ هوایي ډګرونه لري چې ۳۸ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۸۸۶ او د انټرنېټ کود یې TW دی، چې تولټال یې ۱۷ میلیون کسان ورته لاسرسی لري.

د تایوان له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه  له ۷-۱۴کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري او وړیا ده.

تایوان له تاریخي پلوه د چین له اصلي خاورې سره ډېرې اړیکې لري. له نژادي پلوه د تایوان ډېر پخواني اوسېدونکي چې په سمندري څنډو کې اوسېدل او پر خپله خاوره یې واکمني درلوده، د چین د جنوبي سیمو د میاو د قبایلو له عقاربو څخه دي. د تایوان ټاپو ته د چینایانو لېږد په اوومه پېړۍ کې پیل او په دوولسمه پېړۍ کې زیات شو. دوی تایوان ته د کبانو د روزنې، د کرنې د پرمختیا او د فرهنګي رغونې لارې چارې ولېږدولې. په دیارلسمه پېړۍ کې چینایي بېړیو د تایوان په څنګ کې د پنګهو ټاپو ته تګ راتګ کاوه او چیني واکمنو د پنګهو لپاره حاکم وټاکه، لږ وروسته د راکیز ټاپو هم په چین پورې وتړل شوه.

په ۱۵۹۰ ز کال کې پرتګالیان د تایوان خاورې ته ورسېدل او هغه یې فارموسا وباله. په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې تایوان ته د چینایانو په مهاجرت له بندیزونو سره سره، ډېر چینایان دغه ټاپو ته ولېږدېدل. په دغو کلونو کې هغو چینایي او جاپاني سمندري غلو چې د چین په سیند کې د بېړیو په لوټمار لګیا وو، د تایوان له ټاپو څخه د یوې اډې په توګه کار اخیست. په ۱۶۲۴ ز کال کې هالنډیانو پر تایوان یرغل وکړ او هلته یې د سوداګرۍ د یو مرکز تر څنګ، څو پوځي اډې جوړې کړې. له هالنډیانو څو کاله وروسته د تایوان د ټاپو په شمالي څنډو کې اسپانویانو هم اډې جوړې کړې. په هغه جګړه کې چې په ۱۹۴۱ ز کال کې د هالنډیانو او اسپانویانو تر منځ پېښه شوه، اسپانویانو په کې ماتې وخوړه او هالنډیانو ټول ټاپو لاندې کړ. په ۱۶۶۲ ز کال کې د چین د مینګ د لړۍ واکمن چې د منچود د کورنيو پوځونو پر وړاندې یې ماتې خوړلې وه، تایوان ته وتښتېدل او هالنډیان یې له دې ټاپو څخه وشړل. په ۱۶۶۳ ز کال کې د منچو لښکرې تایوان ته ورسېدې او دغه ټاپو یې ټول ونیو. چینایانو په ۱۸۸۶ ز کال کې تایوان او د هغه شاوخوا ټاپوګان خپل یو ولایت وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو په کتاب کې د تایوان نوم نشته، نو داسې ښکاري چې دا دواړه هېوادونه خپلو کې کومې رسمي اړیکې نه لري.

له افغانستان څخه تر تایوان پورې د هوا له لارې فاصله ۵۲۶۲ کیلومتره او همدا راز د کابل او تایپي ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.

Share19Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In