پامیر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې په خوست ولایت کې د دریو پوهنځیو (اقتصاد، کمپیوټر ساینس او انګلیسي ادبیاتو) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ. تر دوو کلونو فعالیت وروسته یې له لوړو زده کړو وزارت څخه د څلورم پوهنځي (حقوقو او سیاسي علومو) منظوري هم واخیسته او په دې پوهنځي کې یې هم محصلین جذب کړل. د پامیر د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال استاد نظیف الله نفیس وایي، پامیر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټول څلور پوهنځي لري او په جنوب ختیځ زون کې یوازینۍ د لوړو زده کړو موسسه ده چې په یاده کچه پوهنځي لري.
ښاغلی نظیف الله وایي، تر اوسه پورې یې هر پوهنځی یوازې یو یو ډېپارټمنټ لري، چې په حقوقو پوهنځي کې (اداره او ډیپلوماسي)، په اقتصاد پوهنځي کې (اداره او تجارت)، په ژبو او ادبیاتو کې پوهنځي کې (انګلیسي ډېپارټمنټ) او په کمپیوتر ساینس کې بیا عمومي زده کړې کېږي.
د دې موسسې علمي مرستیال وایي، اوسمهال په خپلو فعالو څلورو پوهنځیو کې د ۸۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې له ډلې یې ۳۰ ښځینه محصلینې دي. ښاغلی نظیف الله وایي، دا چې په خوست کې د ځینو کلتوري دودونو له مخې ډېری ښځینه وو ته اجازه نه ورکول کېږي چې لوړې زده کړې وکړي، نو له دې کبله یې په محصلینو کې د ښځینه وو شمېر کم دی، خو نوموړی وایي، هڅه کوي څو کورنیو ته ډاډ ورکړي چې دغه ځایونه یې د اولادونو لپاره له هره اړخه خوندي دي، چې دغه څه به ورځ تر بلې د ښځینه محصلینو د زیاتوالي لامل شي.
پامیر د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې پنځه دورې فارغان چې شمېر یې زرو ته رسېږي، د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. د ښاغلي نظیف الله په خبره، ډېری فارغ شوي محصلین یې خپله په خوست ولایت کې په ښوونځیو، دولتي او غیر دولتي ادارو او یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې پر دندو بوخت دي. دی وایي، ښه کیفیت یې د موسسې شعار دی، نو هڅه کوي چې پر کار پوه، مسلکي او د کار مارکېټ ته په کتو وړ کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
په پامیر د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په دوو وختونو کې تدریس کېږي او محصلین د زده کړو لپاره ورځي. د دې موسسې علمي مرستیال استاد نظیف الله وایي، دوی هڅه کوي څو د هغو کسانو لپاره هم د زده کړو زمینه برابره کړي، چې د ورځې په اوږدو کې پر نورو کارونو بوخت وي. دی وایي، همدې ټکي ته په کتو یې د خپلو محصلینو لپاره داسې درسي وختونه برابر کړي، چې وکولی شي هم خپل ورځني کارونه مخ ته یوسي او هم لوړې زده کړې وکړي. دی وایي، د سهار له اتو تر لس نیمو بجو او د ماسپښين له دری نیمو د ماښام تر شپږو بجو پورې محصلین پامیر د لوړو زده کړو موسسې ته د زده کړو لپاره ورځي.
استاد نظیف الله وایي، په موسسه کې یې د تدریس چارې د دوه ډوله استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې یو دایمي او بل هم قراردادي دي. دی وایي، دا چې شیخ زاید پوهنتون په خوست کې یو مخکښ پوهنتون دی او دوی وخت ناوخت ور سره خپلې ستونزې شریکوي او له تجربو یې ګټه اخلي، نو د دغه پوهنتون ډېری استادان په تشو ساعتونو او یا هم غیر رسمي وخت کې د دوی په موسسه کې د تدریس چارې مخ ته وړي. تر څنګ یې دوی دایمي استادان هم لري، چې د ټولو استادانو شمېر یې څلوېښتو ته رسېږي. دی وایي، تر اوسه پورې کومه ښځینه استاده نه لري، خو په پام کې لري چې که په راتلونکي کې په شرایطو برابره ښځینه استاده پیدا شي، دوی به یې پر دنده وګوماري.
د دې موسسې اداره وایي، تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو هڅه یې دا ده چې په نږدې راتلونکې کې له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره هوکړې لاسلیک کړي، له تجربو یې ګټه واخلي او د اړتیا په صورت کې خپل استادان او محصلین د وړتیاوو لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره هلته ور واستوي. د پامیر د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، په خوست کې له شیخ زاید پوهنتون او په کابل له باختر خصوصي پوهنتون سره علمي اړیکې لري، محصلین د تجربو تر لاسه کولو او په سمینارونو کې د ګډون کولو لپاره ور استوي. دی وایي، د باختر پوهنتون ځینې استادان په میاشتني ډول د دوی له پوهنتون څخه لیدنه کوي او خپلې تجربې هم ور سره شریکوي.
پامیر د لوړو زده کړو موسسه د خپلو استادانو او محصلینو لپاره مجهز کتابتون لري، چې د فعالو پوهنځیو اړوند لږ تر لږه شپږ زره ټوکه علمي او تخصصي کتابونه پکې موجود دي. استاد نظیف الله وایي، محصلین یې کولی شي له خپل مهالوېش سره سم، له دې کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي.
د کتابتون تر څنګ، پامیر د لوړو زده کړو موسسه د کمپیوټر ساینس پوهنځي د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټرلب او د انټرنېټ اسانتیاوې لري. استاد نظیف الله وایي، په خوست کې د سوداګرۍ خونه چې مشري یې ښاغلی نواب امیرزی کوي او په اقتصادي برخه کې پراخ معلومات او مطالعه لري، وخت ناوخت یې محصلینو ته په دې برخه کې معلومات او سمینارونه ورکوي. د نظیف الله په خبره، د حقوقو پوهنځي له محصلینو سره یې د خوست قضایي ادارې مرسته کوي او د محکمو دایرولو پر مهال د دوی محصلین د عملي زده کړو لپاره په اړوندو غونډو کې ګډون کوي. دی وایي، هڅه کوي چې د بېلابېلو سمینارونو او ورکشاپونو په دایرولو سره یې د محصلینو وړتیاوې او تجربې لوړې کړي.
د پامیر د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، د بېلابېلو کټګوریو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري، له شل سلنې نیولې، دېرش، څلوېښت، پنځوس او ان داسې محصلین هم لري چې په وړیا ډول د دوی په موسسه کې زده کړې کوي. دی وایي، پوهنتون یې په خوست کې د غریبانو پوهنتون په نوم مشهور شوی دی او تر اوسه پورې یې هېڅوک ناهیلي نه دي استولي. دی وایي، د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو د هرې برخې لپاره ځانګړي تخفیفونه په پام کې لري.
استاد نظیف الله وایي، ډېری خصوصي پوهنتونونه هغه ډول چې لازمه ده او لوړو زده کړو وزارت ورته قوانین او لایحې ټاکلې دي، عمل یې نه دی پرې کړ چې دغه څه اوس د خصوصي پوهنتونونو لپاره ستونزې جوړې کړې دي او ارزښت یې یو څه راټیټ شوی دی. نظیف الله مني چې ځینې خصوصي پوهنتونونه له زده کړو پرته د پیسو په بدل کې خلکو ته د تحصیلي اسنادو د ورکړې ژمنې ورکوي، خو پامیر د لوړو زده کړو موسسې هڅه کړې ده چې خپل ارزښت وساتي او ټول هغه قوانین عملي کړي، چې د لوړو زده کړو وزارت ورته ټاکلي دي. استاد نظیف الله وایي، تر اوسه پورې یې چې څومره کسان فارغ کړي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې ورته تایید شوي داسې اسنادونه ورکړي، چې د دندې په پیدا کېدو کې ور سره مرسته وکړي او په نږدې راتلونکې کې به ورته د ډیپلومونو د وېش لړۍ هم پیل کړي.
د پامیر د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، لومړنۍ هڅه به یې دا وي چې بنسټ ته یې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع ورکړي. د دې موسسې علمي مرستیال وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د دریو نورو پوهنځیو ( ژورنالېزم، انجنیري او شرعیاتو) غوښتنلیکونه هم سپارلي دي. دی وایي، ولسمشر په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو جوړولو بهیر ځنډولی دی، چې په بیا پیلېدو سره به دوی په دې برخه کې خپل کارونه ګړندي کړي. د نوموړي په خبره، په خوست کې ډېری هغه ځوانان چې تر لېسانس کچې پورې یې لوړې زده کې کړې دي، غوښتنه یې دا ده چې خپله په خوست ولایت کې ورته د ماسټرۍ زمینه برابره شي. دی وایي، ټول هغه معیارونه یې پوره کړي چې لومړی پوهنتون ته ارتقاع وکړي او ورپسې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي.
د پامیر د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال وایي، تر اوسه پورې له کومې جدې ستونزې سره نه دي مخ، خو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې باید له خصوصي پوهنتونو او موسسو سره مرسته وکړي، څو له دې امتحاني دورې او لومړنۍ تجربې څخه په پوره بریالیتوب ووځي. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت باید د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او موسسو تر منځ توپیري چلند له منځه یوسي او دواړو ته په یوه سترګه وګوري. له دې سره په څنګ کې، د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، څو هغه استادان چې له دوی سره پر تدریس بوخت دي، باید د دولتي پوهنتونونو د استادانو په څېر د علمي رتبو په بهیر کې شامل شي او علمي رتبې تر لاسه کړي.