سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ترکمنستان

حشمت الله نوري

جولای 29, 2019
in راشه ورشه
0 0
Turkmenistan - Ashgabat: view from the Arch of Neutrality - looking SW towards the Kopet Dag mountain range - photo by G.Karamyanc

Turkmenistan - Ashgabat: view from the Arch of Neutrality - looking SW towards the Kopet Dag mountain range - photo by G.Karamyanc

تر کمنستان د منځنۍ آسیا په جنوب لوېدیځه برخه کې د کسپین د سمندرګي په ختیځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۳۷ او ۴۱ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۵۱ او ۶۸ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې پراخوالی یې ۱۸۸۴۵۸ میل مربع ته رسېږي.

د ترکمنستان ختیځ ته ازبکستان، لوېدیځ ته د کسپین سمندرګی، شمال ته قزاقستان او جنوب ته یې ایران موقعیت لري.

دا چې ترکمنستان لوړې سیمې او ډېر غرونه نه لري، ځکه یې هوا دښتي او توده ده. د ټول ترکمنستان د تودوخې منځنۍ کلنۍ اندازه د سانتیګراد په کچه ۱۵ درجې ده. په دوبي کې د دغه هېواد هوا ۳۵ او د قراقرم د ډاګ په جنوبي برخو کې ۵۰ درجې توده وي. د ترکمنستان د لوېدیځو برخو هوا د کسپین د سمندرګي د اغېزې له امله لنده ده.

د دغه هېواد ۸۱ سلنه خاوره د قراقرم په شان وچو ډاګونو نیولې ده، چې ان تر قزاقستان پورې پراته دي. دغه پراخ ډاګونه اوبه او باران نه لري او په اوسنیو شرایطو کې د کرلو وړ نه دي.

د دغه هېواد پلازمېنه د عشق آباد ښار دی او ټولټال څه کم شپږ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۱ کسان ژوند کوي.

د ترکمنستان ۶۰ سلنه خلک په ښارونو او ۴۰ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

ترکمنستان د اداري وېش له پلوه پر پنځو ولایتونو وېشل شوی دی. هاردزو، دروازه، تاشاوز، مري، کارابکدول، چارسو، خیوه او زاودا یې مهم ښارونه دي.

د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. اساسي قانون یې د ۱۹۹۲ ز کال د مې په ۱۸مه تصویب شوی دی. په دغه قانون کې په ۲۰۰۳ ز کال کې ځینې بدلونونه تصویب شوي دي. د دغه هېواد د وزیرانو شورا غړي او مرستیالان د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي.

 په ترکمنستان کې ولسمشر د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. د ترکمنستان پارلمان یوه جرګه لري، ملي شورا یې ۱۲۵ انتخاباتي غړي لري او د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د دغه هېواد د قضاییه قوې په سرکې ستره محمکه ځای لري، چې قاضیان یې د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي. د ترکمنستان حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی.

دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د اکټوبر په ۲۷مه له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

ترکمنستان یو دښتي هېواد دی، چې د څارویو روزنه پکې په کوچیاني بڼه ډېره دود ده. ډېره کرنه یې پر هغو ځمکو باندې کیږي چې اوبیږي. له دې ځمکو څخه په نیمایي زیاتو کې یې پنبه کرل کیږي. ترکمنستان د پنبې د تولید له پلوه د نړۍ په لسو غټو هېوادونو کې شمېرل کیږي. د شوروي اتحاد د مرکزي پلان د سیسټم له نړېدلو وروسته د دغه هېواد د پنبې په کر او صادراتو کې کموالی راغی. په ۱۹۹۳ ز کال کې د دغه هېواد د پنبې صادرات ۴۷ سلنه کم شول، ترکمنستان همدا راز په نړۍ کې د طبیعي ګازو او تیلو له پلوه پنځم ځای لري. ترکمنستان د پخواني شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو په پرتله، د اقتصادي ګډوډۍ له امله لږ زیان لیدلی دی، ځکه چې دوی د نړۍ په بازارونو کې د ګازو او تیلو له لوړې بیې څخه ډېره ګټه اخیستې او ډېر اسعار یې تر لاسه کړل. په ۱۹۹۴ ز کال کې د روسیې فدراتیف د نړۍ مارکیټونو ته په لوړه بیه د ترکمنستان د ګازو په صادراتو کې ستونزې زیاتې کړې، چې له امله یې د دغه هېواد صنعتي وده کمه شوه، خو په ۱۹۹۶ ز کال کې د دغه هېواد اقتصاد مخ په ښه کېدو شو، خو انفلاسیوني حالت ادامه پیداکړه او په یوه قبیلوي ټولنه کې د پخوانیو کمونیستانو رژیم د اقتصادي ریفور نوې کتنه پیل کړه او تمه یې درلوده چې د پنبې، تیلو او ګازو د خرڅلاو له عوایدو څخه به خپل کمزوری اقتصاد پیاوړی کړي.

کله چې قربان ګلي بردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشر شو، په هېواد کې یې د دولتي او خصوصي اقتصاد د ودې تګلارې روښانه کړې، قوانین یې ساده کړل او هڅه یې پیل کړه چې هېواد ته بهرني پانګه‌وال راوبولي. د محمدوف په وخت کې ترکمنستان د پرمختګ ګړندي ګامونه اوچت کړي دي. دولت؛ برېښنا، ګاز، مالګه، اوبه او ښاري ټلیفونونه وړیا کړي. جاپاني او اېټالوي کمپنۍ د تیلو او ګازو په ایستلو او چاڼ لکیا دي. د سیلانیانو لپاره نمونوي او خورا ښایسته ښارګوټي جوړ شوي او د ۲۰۱۰ ز کال په ډسمبر کې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د صادرولو د اتو بلیون ډالریزې پروژې هوکړه لاسلیک شوه. د دغې نللیکې له لارې به د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته صادر شي، د دغه پروژې بشپړول پنځه کاله وخت نیسي او لا هم ګټې اخیستنې ته نه ده سپارل شوې.

د ترکمنستان ډېره خاوره د قراقرم وچ ډاګ نیولې ده، د دغه هېواد دولت تر اوسه د قراقرم د کانال په واسطه د دې ډاګ یو څه ځمکه آباده کړې ده. دغه کانال د آمو دریا اوبه د ترکمنستان مرکز او نورو منځنیو سیمو ته رسوي. د دغه هېواد اووه سلنه خاوره د کرنې وړ ده. د دغه هېواد ۶۵ سلنه ځمکه څړځایونو او پاتې نوره ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د ترکمنستان ۴۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

وربشې، غنم، پنبه، کچالو، انګور، سابه، واښه، غوښه، لبنیات، هګۍ او وړۍ د دغه هېواد مهم کرنیز تولیدات دي.

نفت، ګاز، سوډیم، سلفایډ، سلفر، سرپ، مس، د ډبرو سکاره او مالګه د دغه هېواد مهم کانونه دي. د ترکمنستان لوی تجارتي شریکان روسیه، چین، ترکیه، عربي متحده امارات، اوکراین، جرمني او مالیزیا دي.

دغه هېواد ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۴ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. همدارنګه د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۹۳ او د انټرنېټ کود یې TM دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان ورته لاسرسی لري.

په ترکمنستان کې محدودې رسنۍ او راډیوګانې شته چې هغه هم په دولت پوره اړه لري، خو پاتې دې نه وي چې اوس اوس خصوصي سکټور ته هم ونډه ورکړل شوې ده.

دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید د پر له پسې ډېرښت له امله، د اسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۷-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

د ترکمنستان په اوسنۍ خاوره کې خلک د تاریخ په ډېرو پخوانیو پېړیو کې استوګن شوي دي. ترکمنستان له میلاد څخه مخکې د څلورمې او شپږمې پېړۍ تر مینځ د هخامنشیانو د سترواکۍ یوه برخه بلل کېده. وروسته بیا د اشکانیانو او ساسانیانو تر واکمنۍ لاندې راغی. په پنځمه پېړۍ کې هوناننو پر ترکمنستان یرغل وکړ او ساسانیان یې د کپه داغ غرونو ته وشړل. د اوومې پېړۍ په نیمایي کې مسلمانو اعرابو و کولای شول چې د آسیا په دې سیمه کې د فتوحاتو په لړ کې، مرو ونیسي او هلته د ماورالنهر د نیولو لپاره یو پیاوړی مرکز جوړ کړي.

د نهمې پېړۍ له پای څخه د لسمې پېړۍ تر پایه پورې د بخارا د سامانیانو سلسلې د ترکمنستان ډېره برخه تر کنټرول لاندې راوسته. البته له دې څخه مخکې په پنځمه او شپږمه پېړۍ کې ترکي قبایلو د منځنۍ اسیا جنوب لوېدیځو سیمو ته لار موندلې وه. همدا راز د اوغوز قبایل چې له مغولستان څخه لېږدېدلي او په لسمه پېړۍ کې ورو ورو د اوران او اورال تر مینځ خواره شوي وو، په اوسني ترکمنستان کې ځای پر ځای شول.

ترکمنستان د پخواني شوروي اتحاد له هغو څو پخوانیو جمهوریتونو څخه دی، چې له خپلواکۍ وروسته له کورني تاوتریخوالي او ستونزو سره مخامخ نه شو او د دغه هېواد ثبات ډېر بهرني پانګه‌وال په ترکمنستان کې کار او پانګونې ته وهڅول.

 ترکمنستان له افغانستان سره ۷۴۴ کیلومتره اوږدې پولې او ژورې دیني تاریخي فرهنګي او اقتصادي اړیکې لري. پر ترکمنستان باندې د شوروي اتحاد د واکمنۍ په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې د مسکو له لارې وې، خو د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، افغانستان د ترکمنستان خپلواکه جمهوریت په رسمیت وپېژاند. د ۱۹۹۲ ز کال د فبروري په ۲۱مه افغانستان او ترکمنستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو تړون لاسلیک کړ او پاتې دې نه وي چې افغانستان له ترکمنستان سره دوه فعاله بندرونه لري. لومړی د تورغنډۍ بندر چې اوږد عمر لري او دویم د فاریاب په ولایت کې د آقینه بندر او د دې ترڅنګ، ترکمنستان افغانستان ته برېښنا، تیل او ځینې نور مواد صادروي.

له افغانستان څخه تر ترکمنستان پورې د هوا له لارې فاصله ۹۱۹ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز د کابل او عشق آباد ښارونو ترمینځ د وخت توپير ۳۰ دقیقې دی.

 

Share51Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In