کله چې خصوصي سکټور د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه وکړه، نو ډېری هغو کسانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شوه چې دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته یې لار نه شوای موندلی. پخوا د بېلابېلو ستونزو له کبله له زده کړو پاتې و او یا یې هم غوښتل د خپل کاروبار تر څنګ لوړې زده کړې وکړي یا هم نور پوهنځي ولولي. دا په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو کېدای شي ځینې ستونزې ور سره ملې وي، خو ډېر داسې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې شته چې په خورا لوړه کچه محصلین روزي او ښه امکانات لري. لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې پر خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو باندې خپل څار زیات کړي، څو یې کیفیت نور هم لوړ شي. په نوره نړۍ کې تر دولتي پوهنتونونو خصوصي هغو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، ځکه که په نړیواله کچه د پوهنتونونو درجه بندي یا رېنکېنګ وکتل شي، نو خصوصي پوهنتونونه یې په سر کې راځي. دا ځکه چې په خصوصي پوهنتونونو کې محصلینو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ور کول کېږي، نو هڅه کوي ټول هغه امکانات ورته برابر کړي، چې یو پوهنتون یې باید ولري او خپل ارزښت ورځ تر بلې لوړ کړي. اوس هم راځو د نخبګان د لوړو زده کړو موسسې پېژندګلوۍ ته. نخبګان د لوړو زده کړو موسسې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ د بلخ په مرکز کې پر فعالیت پیل وکړ. د دې موسسې د بهرنیو اړیکو مرستیال او د سیاسي علومو پوهنځي استاد محمد یاسین احسان وایي، دا چې ورځ تر بلې له ښوونځیو څخه په یوه زیاته کچه زده کوونکي فارغېږي او لوړو زده کړو وزارت نه شي کولی ټول په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب کړي، په شمال کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو یې په هماغه لومړي سر کې څلور پوهنځي د نخبګان موسسې په چوکاټ کې تاسیس کړل او عملاً یې ورته محصلین جذب کړل.
ښاغلی احسان وایي، نخبګان د لوړو زده کړو موسسه څلور پوهنځي (کرنې، اقتصاد، سیاسي علوم او انجنیري) او یوولس ډېپارټمنټونه لري. دی وایي، کرنه پوهنځی یې دری ډېپارټمنټونه (دکرنیزې پراختیا اقتصاد، نباتات، او ځنګلونه)، د سیاسي علومو پوهنځی یې دری ډېپارټمنټونه (سیاسي علوم، عامه اداره او نړیوالې اړیکې)، اقتصاد پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (ملي اقتصاد او اداره او تجارت) او انجنیري پوهنځی یې دری ډېپارټمنټونه (ساختماني انجنیري، د برق انجنیري او میخانیک) لري.
دا چې نخبګان د لوړو زده کړو موسسې نوی پر کار پیل کړی دی، نو د پوهنځيو شمېر ته په کتو یې د محصلینو شمېر دومره ډېر نه دی. د دې موسسې د بهرنیو اړیکو مسوول وایي، اوسمهال یې په فعالو څلورو پوهنځيو کې د ۶۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې ۳۰ سلنه یې ښځینه محصلینې جوړوي. دی وایي، ورځ تر بلې یې د محصلینو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.
د نخبګان د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې دې دوه ډوله استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې شمېر یې ۱۱۵ ته رسېږي. ښاغلی احسان وایي، ۶۰ دایمي او د ۵۵ په شاوخوا کې قراردادي استادان لري، چې د ټولو استادانو شل سلنه یې ښځینه استادانې تشکیلوي. دی وایي، د لوړو زده کړو وزارت له مقررې سره سم یې ټول استادان د ماسټرۍ او ځینې یې د دوکتورا تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.
ښاغلی احسان وایي، نخبګان د هېواد په شمال کې د لوړو زده کړو لومړنۍ خصوصي موسسه ده چې په خورا لوړو امکاناتو سمبال او له ټولو ملحقاتو سره مجهزې اداري او تدریسي ودانۍ لري، چې پر یو وخت د ۸۰۰۰ محصلینو د جذب وړتیا لري. نوموړی وایي، په دې برخه کې یې لږ تر لږه ۳۲ میلیون ډالره پانګونه کړې ده. د احسان په خبره، هڅې یې پیل کړې دي چې تر ۲۰۲۰ یا ۲۰۲۱ ز کال پورې په خپلو فعالو څلورو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم ولري او تر څنګ یې نوي پوهنځي هم تاسیس کړي، چې په دې اړه یې د لوړو زده کړو وزارت سره ځیني کارونه په همغږۍ روان کړي دي. محمد یاسین احسان وایي، لوړو زده کړو وزارت چې په بلخ کې کومه ارزونه کړې ده، تر اوسه هېڅ خصوصي پوهنتون او یا هم د لوړو زده کړو موسسه پر دې نه دي بریالي شوي چې د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي، خو نخبګان د لوړو زده کړو موسسه به یوازینۍ هغه وي چې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه ۶۰ کادري غړي لري. مانا دا چې د ماسټرۍ لپاره یې معیارونه پوره کړي دي.
نخبګان د لوړو زده کړو موسسه په کلني ډول د ۳۲۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي. د دې موسسې د بهرنیو اړیکو مسوول وایي، دا چې د دوی شرایط یو څه لوړ، د کانکور ازموینه یې جدي او غواړي په کارپوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، نو پوهنځیو ته په کتو یې د محصلینو جذب یو څه کم دی. دغه موسسه د محصلینو د تخفیف په برخه کې ځانګړی میکانېزم لري، چې له مخې یې محصلین کټګوري کېږي او د هرې کټګورۍ لپاره بېل بېل تخفیف لري. ښاغلی احسان وایي، له تکړه، ممتازو، بېوزلو او هغو محصلینو لپاره چې دوه یا دری تنه له یوې کورنۍ څخه وي، ځانګړی تخفیف لري.
دغه موسسه د ورځې په دریو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي، سهار وختي، له غرمې وروسته او د شپې لخوا. دی وایي، ډېری محصلین یې د شپې لخوا دي، دا ځکه چې په خصوصي پوهنتونونو کې ډېر هغه کسان لوړې زده کړې کوي، چې د ورځې لخوا پر رسمي او غیر رسمي کارونو بوخت وي.
نخبګان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره خورا مجهز کتابتون لري، چې د ښاغلي احسان په خبره، څلور سوه زره امریکایي ډالره پانګونه یې ور باندې کړې ده. دی وایي، په فزیکي ډول د کتابونو پر شتون سربېره چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي، الکترونیکي کتابتون هم لري چې ډېر علمي او تخصصي کتابونه پکې موجود دي. نوموړی وایي، د کتابتون لاغني کول یې د پوهنتون په ستراتيژیک پلان کې شامل دي، چې د وخت په تېرېدو سره به پکې پراخ بدلونونه راشي.
د نخبګان د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، په کور دننه او بهر دواړو کې له ډېری پوهنتونونو سره اړیکې لري. دی وایي، اداره یې له کابل مرکزي پوهنتون، بلخ پوهنتون او د هېواد له نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري، چې له مخې یې د هغوی له تجربو ګټه اخلي او تر څنګ یې خپلې تجربې هم ور سره شریکوي. دی وایي، له هېواده بهر په امریکا، هند، ترکیه او د منځنۍ اسیا هېوادونو له ځینو پوهنتونونو سره اړیکې او هوکړې لرې، چې د دغو اړیکو پراخول او قوي کول یې د ستراتیژیک پلان په لومړیتوبونو کې دي.
نخبګان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو د وړتیاوو لوړولو او په اسانۍ سره د دندې پیدا کولو په موخه په میاشتني ډول بېلابېل سمینارونه جوړوي. ښاغلی احسان وایي، کله چې محصل څلورم سمیسټر ته رسېږي، دوی په بلخ کې له بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو سره د شوې هوکړې له مخې محصلین د عملي کار لپاره دغو ادارو ته ور معرفي کوي، څو له فراغت وروسته د تجربې درلودونکي وي او وکولی شي په اسانۍ سره دنده پیدا کړي.
د دې موسسې اداره وایي، د خپل دې بنسټ لپاره یې ستراتیژیک پلان برابر کړی، چې د نویو پوهنځيو ایجاد، د انجنیري پوهنځي لپاره د ساختماني شرکت جوړول، د ماسټرۍ پروګرامونو پیلول او دې ته ورته نور پروګرامونه پکې شامل دي. ښاغلی احسان وایي، په روان کال کې به د کرنې پوهنځي لپاره یو تر ټولو لوی فارم چې کارونه یې بشپړ شوي پرانیزي، چې د دې پوهنځي محصلین به په عملي ډول پکې کار کوي او تجربې به تر لاسه کوي.
د نخبګان د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د کیفیت د تضمین پروګرام پیل کړی، چې په دې سره به فعال او پر شرایطو برابر خصوصي پوهنتونونه له غیر فعالو هغو بېلږي چې دغه څه د خصوصي پوهنتونونو په ارزښت لوړولو کې خورا ګټور تمامېږي. د دې تر څنګ، له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د خصوصي پوهنتونونو لاسنیوی وکړي او استادانو ته یې په کور دننه او بهر کې د وړتیاوو لوړولو په پروګرامونو او ورکشاپونو کې د ګډون ونډه ورکړي.