سه شنبه, مارچ 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

    هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

    مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

    بغلان؛ شپږ ټنه تاریخ تېره درمل او بې‌کیفیته خوراکي توکي سوځول شوي

  • نړۍ

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

    ناروې کې د امریکا په سفارت کې چاودنه شوې

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ایران

حشمت الله نوري

اگست 5, 2019
in راشه ورشه
0 0

ایران د افغانستان لوېدیځ ته د لوېدیځې اسیا په منځني ختیځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۵ او ۴۰ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۴۵ او ۶۷ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۶۳۶۲۹۶ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ شپاړلسم لوی هېواد بلل کېږي.
د ایران شمال ته ترکمنستان، ارمنستان او آذربایجان، جنوب ته یې د فارس او عمان خلیجونه، ختیځ ته یې افغانستان او پاکستان او لوېدیځ ته یې ترکیه او عراق پراته دي.
د دغه هېواد اقلیم په عمومي توګه وچ او بري دی، خو د کسپین سمندرګي په څنډو کې یې هوا لنده او باراني ده. د دغه هېواد په آذربایجان، خراسان، کردستان او نورو ټولو لوېدیځو سیمو کې هوا توده او په منځنیو برخو کې ښه او لږ توده ده.
د ایران نږدې ۹۰ سلنه خاوره د سمندر له سطحې څخه ۱۲۰۰ متره لوړه ده. ایران یو غرنی هېواد دی چې سمه نیمایي خاوره یې غرونو نیولې ده. ډاګونه دویمه درجه او د کرنې وړ ځمکه په کې درېیم ځای لري.
د دغه هېواد پلازمېنه تهران ښار دی او ټولټال یې نفوس څه باندې ۸۲ میلیون کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع کې سیمه کې یې ۵۱ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
ایران د اداري وېش له پلوه پر ۳۱ ولایتونو وېشل شوی دی. مشهد، اصفهان، تبریز، شېراز، قم، باختران او ارمیه یې مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد څه باندې ۹۸ سلنه خلک مسلمانان دي او پاتې نور یې د مسیحي، زردشتي او یهودي مذهبونو پالونکي دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی، اوسنی اساسي قانون یې په ۱۹۷۹ ز کال کې نافذ شوی او په ۱۹۸۹ ز کال کې په کې لږ تعدیلات راغلي دي. د دغه هېواد اوسنی دیني مشر ایت‌الله سید عالي حسیني خامنه ای او ولسمشر یې حسن روحاني دی، چې دیني مشر یې د ټول عمر لپاره ټاکل کیږي.
د ایران د کابینې غړي د ولسمشر لخوا د پارلمان په منظورۍ ټاکل کیږي. د دغه هېواد ستر دیني مشر ولسمشر ته په ځینو مهمو ټاکنو کې مشورې ورکوي، د ایران نوی اساسي قانون د دغه هېواد د ولسمشر دریځ پیاوړی کړی او د لومړي وزارت څوکۍ یې له منځه وړې ده. د دغه هېواد ستر دیني مشر د ټول عمر لپاره د علماوو شورا لخوا او ولسمشر د څلورو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي.
د ایران پارلمان یوه جرګه شورا یې اسلامي لري. د دې جرګې ۲۹۰ غړي د خلکو په رایه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د دغه هېواد د اسلامي شورا پرېکړه د اسلامي انقلاب د ساتندویه شورا له تایید وروسته، قانوني بڼه غوره کوي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول په کې عمومي دي.
د ایران قضایي سیسټم د سترې محکمې او لوړ پوړي څلور کسیزه قضایي پلاوي لخوا اداره کیږي. له دې وروسته د روحانیونو محکمه، د انقلاب محکمه او ځانکړې اداري محکمه راځي.
د ملي اعتماد ګوند، اسلامي موتلقه ګوند، د جوړولو د ګوند فعالین او د اسلامي انقلاب د مجاهدینو ټولنه د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
د ایران په اقتصاد کې دغه عناصر څنګ په څنګ فعال دي او کار کوي: داسې دولتي سکټور چې ډېر اغېزمن نه دی، د تېلو او نورو غټو تولیدي او خدماتي شرکتونو دولتي مالکیت، د تېلو پر عوایدو ډېره اتکا، مخ پر وده خصوصي سکټور چې د وړو او منځنیو فابریکو، کرنیزو فارمونو او خدماتو مالکیت او اداره یې په لاس کې ده او کلیوال کرنیز چاپېریال.
ایران سره له دې چې د امریکا او ځینو نورو هېوادونو له پرله پسې اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، بیا هم په مخ روان دی او اوس د سیمې یو اقتصادي ځواک بلل کیږي. د ایران یو ولسمشر رفسنجاني هڅه وکړه چې په ایران کې د اقتصاد خصوصي سکټور وهڅوي او د دې لپاره یې ځینې اداري او حقوقي اسانتیاوې وړاندې کړې. له ده وروسته نورو ولسمشرانو خاتمي او محمود احمدي نژاد هم پر دې لاره لاړل او هڅه یې کوله چې د دولتي اقتصاد تر څنګ، خصوصي سکټور هم خپل ځای پیدا کړي. په ۱۹۹۹ ز کال کې د ایران ناخالص کورنی تولید ۳۱۸ بلیون ډالره و، دا رقم په کال ۲۰۱۰ کې ۸۱۸ بلیون ډالرو ته لوړ شو، دا رقم ثابتوي چې د ایران اقتصاد د امریکا له بندیزونو سره سره په مخ روان و، خو وزګارتیا، لوړ انفلاسیون، په اټومي بټيو او په سیمه او نړۍ کې د ایران د رژیم سیاسي لګښتونه د ایران پر اقتصاد درانده بوجونه شمېرل کېږي.
سره له دې چې د ایران اقتصاد متنوع دی، خو د تېلو پر عوایدو ډېره اتکا ایران له یو ډول نوسان سره مخ کړی دی. کله چې په نړۍ کې د تېلو بیې لوړې وي، د ایران عواید زیات شي، خو کله چې بیې ټیټې شي، د ایران عواید هم کم شي.
دغه هېواد د خپلو اټومي پروګرامونو په خاطر له امریکا او لوېدیځ سره ډېرې ستونزې لري. همدا اوس پر ایران اقتصادي بندیزونه لګېدلي، کېدای شي چې په راتلونکي کې دا بندیزونه نور هم زیات شي، خو اوسنیو بندیزونو د ایران اقتصادي حالت اوس تر هر وخت ډېر خراب کړی دی او سم لوري ته نه دی روان.
نفت، ګاز، د کانونو ایستل، د اوسپنې ویلې کول، نقلیه وسایط، د کرنې ماشین الات، د برېښنا سامان او کېبلونه، ساختماني ماشین الات، کیمیاوي او پتروشیمي توکي، وسلې او مهمات، صابون، ټوکران، خوراکي توکي، سرامیک، ښیښه، ګوګړ، سګرېټ، کاغذ، پلاستیک، سیمنټ، دارو درمل، غالۍ او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د ایران ۱۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، پاتې نوره یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۲۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او ۱۱ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راوړي. غنم، وربشې، وریجې، چغندر، پنبه، زعفران، تنباکو، چای، حبوبات، سابه، مېوې، وړۍ، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د ایران مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
تېل، ګاز، د ډبرو سکاره، مس، اوسپنه، سرپ، کرومایت، سره زر، سپین زر، ګوګړ او بېلابېل قېمتي او تعمیراتي کاڼي د ایران له مهمو کانونو څخه شمېرل کېږي.
د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان چین، هندوستان، جاپان، ترکیه، روسیه، المان، جنوبي کوریا، عربي متحده امارات او اېټالیا دي.
ایران ۱۱۰ هوایي ډګرونه لري چې نږدې نیمايي یې په عصري او پاخه ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۸ او د انټرنټ کود يې IR دی، چې ټولټال یې لس میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد د سړي سرکلني عاید له پلوه د آسیا او نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
له میلاد څخه اتلس پېړۍ مخکې هندو اروپایي قومونه هغې سیمې ته ننوتل، چې تر ۱۹۳۵ ز کال پورې فارس او وروسته بیا ایران نومیږي. دوی د سیمې پخواني اوسېدونکي چې د رمو په ساتلو بوخت وو، ځان ته مطیع کړل. نوموړو قومونو چې تر لسم قمري کال پورې دغه سیمې ته لېږدېدل او آریایي بلل کېدل، خپله سیمه یې آریانا وبلله.
ماد هغه لومړني آریایان وو چې د آریانا په شمال لوېدیځ کې اوسېدل. د ماد دولت له میلاد څخه ۵۵۰ کاله مخکې د هخامنشیانو د مشر کوروش په واسطه ړنګ شو او د دې سیمې دولت فارس قوم ته ولېږدېد. دوی بین‌النهرین ونیو او د هخامنشیانو سترواکي یې جوړه کړه. دغه سترواکي د داریوش په واکمنۍ کې د هندوستان تر لوېدیځ، یونان، مصر، قفقاز او کسپین پورې پراخه شوه. له میلاد څخه ۳۳۰ کاله مخکې دغه سترواکي د مقدوني سکندر په لاس ړنګه شوه او ځای نیوونکو یې له ۳۱۲ تر ۳۶۴ وروسته میلاد کلونو پورې د دې سیمې په ځینو برخو کې حکومت وکړ او بیا د پارتیانو په لاس ړنګ شول.
د بني عباس د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د پخواني افغانستان په شاوخوا سیمو کې د خپلواکۍ غوښتلو احساسات پیاوړي شول او د طاهریانو، صفاریانو، سامانیانو، ال زیار لویکانو او دیلمیانو په لاس مات شول. غزنویانو تر ډيلي او منځنۍ آسیا پورې سترواکي جوړه کړه، خو دوی له ترکي سلجوقیانو څخه ماتې وخوړه. سلجوقیانو په خپل وار خوارزمشاهیانو ته ځای پرېښود او بیا د مغلو دور پیل شو. مغولو د عباسیانو وروستی خلیفه وواژه، د عباسیانو ۵۰۰ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله او د دې سیمې فرهنګ، اقتصاد او پرمختګ ته یې درانده زیانونه ورسول.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، ایران د شوروي د بلاک له ټولو پخوانیو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړې او په ډېرو هېوادونو کې یې سفارتونه جوړکړل.
اوس اوس ایران د خپلو اټومي پروګرامونو د پرمختیا له امله د امریکا او ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخ دی او اقتصادي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.
ایران او افغانستان ۹۳۶ کیلومتره ګډه پوله لري او دواړه هېوادونه ډېر ګډ تاریخي، دیني، فرهنګي او ټولنیز علایق لري. هغه وخت چې افغانستان د اعلحضرت غازی امیر امان الله خان په مشرۍ خپله خپلواکي تر لاسه کړه، د ایران مشروطه غوښتونکو او خپلواکۍ غوښتونکو د دې خپلواکۍ تود هرکلی وکړ او د دواړو دولتونو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې شوې.
د ۱۳۰۰ لمریز کال د سرطان په لومړۍ نېټه په تهران کې د افغانستان د لوی سفیر او فوق العاده استازي عبدالعزیز او د ایراني هیئت مشر مجدالملک تر منځ د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او دوستۍ تړون لاسلیک شو او په کابل او تهران کې د دواړو هېوادونو سیاسي دفترونه پرانیستل شول.
له کابل څخه تر تهران پورې د هوا له لارې فاصله ۱۳۱۷ کیلومتره او د وخت توپير ۲۰ دقیقې دی.

Share24Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026

شي جین پينګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې په دويمه عمومي ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 9, 2026

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې د څلورمې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه

مارچ 9, 2026

جاو له جي د چين ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ

مارچ 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In