غزني د افغانستان يو له مهمو او مرکزي ولايتونو شمېرل کېږي. په غزني ولايت کې کلتوري هلې ځلې له لويه سره په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د سنايي اونيزې په خپرېدو سره چټکې او په رسمي ډول پيل شوې. که د غزني تېر تاريخ ته پام وکړو، دغه ولايت په تېر کې هم له تاريخي او علمي پلوه د عرفان او ادب د يو علمي مرکز په توګه پېژندل شوی و. د سلطان محمود غزنوي په دوره کې په سلګونو شاعران او عارفان له بېلابېلو ښارونو دغه ولايت ته راټول شوي وو. همدا راز په غزني ولايت کې زيات شمېر کلتوري ټولنې شته. په غزنې کې د نوې دولت په راتګ سره د پوهنې رياست عامه کتابتون او د اطلاعاتو او کلتور رياست پر البيروني کتابتون سربېره، نږدې ۳۰ کتاب پلورنځي شته او د دې ترڅنګ، په ځینو شخصي پوهنتونونو او ښوونځيو کې هم ورته لوی لوی کتابتونونه شته چې هر وخت ورنه زده کوونکي او د مطالعې مينه وال ګټه اخلي. غزني که څه هم مخکې د هېواد د نورو ځينو ولايتونو په کچه د پوهنې په برخه مخکښ و، خو وروستيو څو لسيزو جګړو د دغه ولايت ښوونې او روزنې ته هم زيان اړولى او په ډېرى ولسواليو کې يې تر ډېره ښوونځي وتړل شول او څو دورې هلکان او نجونې يې له تعليمه پاتې شول. دغه ولایت یو دولتي پوهنتون هم لري. د دولتي پوهنتون تر څنګ، په دغه ولایت کې خصوصي د لوړو زده کړو موسسې هم فعالیت کوي، چې له دې ډلې یوه یې هم د سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو موسسه ده.
سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، په غزني ولایت کې د دوو پوهنځیو (شرعیاتو او اقتصاد) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ او په همدې دوو پوهنځیو کې یې عملاً محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل. د دې موسسې د کیفیت د تضمین امر صبغت الله رحمتي وایي، موسسه یې اوس هم همدا دوه پوهنځي لري، چې اقتصاد پوهنځی یې (مالي او بانکي چارو او اداره و تجارت) ډېپارټمنټونه او شرعیاتو پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه ( فقه او قانون او اسلامي زده کړې) لري.
سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال په خپلو فعالو دوو پوهنځیو کې ۱۷۷۸ محصلین لري، چې له ډلې یې ۸۱ ښځینه محصلینې دي. ښاغلی رحمتي وایي، تر اوسه پورې یې په دریو دورو کې لږ تر لږه ۳۵۸ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي چې له دې ډلې ۱۵ تنه یې ښځینه وې.
دې موسسې ته د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي. ښاغلی صبغت الله رحمتي وایي، لومړی ټایم یې سهار اته بجې پیلېږي او له غرمې مخکې تر ۱۱ بجو پورې دوام کوي او دویم ټایم یې بیا د مازدیګر په څلور بجې پیلېږي چې د شپې تر اوو بجو پورې دوام کوي. په دې موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۵۸ استادنو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې ډله کې ۱۵تنه یې ښځینه استادانې هم دي. د رحمتي په خبره، د ښځینه او نارینه وو محصلینو ټولګي یې بېل دي، نو له همدې کبله یې د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله د ښځینه استادانو شمېر زیات دی، ځکه د ښځینه محصلینو په ټولګیو کې یوازې ښځینه استادانې تدریس کوي. دی وایي، ۲۸ استادان یې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لېسانس دي. نوموړی وایي، اته استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون په موخه بهرنیو هېوادونو ته تللي او د پاتې لېسانس استادانو لپاره به هم ډېر ژر په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ اخیستو زمینه برابره کړي.
سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو موسسه له هېواده بهر تر اوسه پورې له کوم پوهنتون سره علمي اړیکې یا هوکړې نه لري، خو د ښاغلي رحمتي په خبره، خپله په غزني ولایت کې د غزني له دولتي پوهنتون او په دې ولایت کې له نورو خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې او په ځینو برخو کې هوکړې لري. دی وایي، په غزني ولایت کې له دې پوهنتونونو سره وخت ناوخت خپلې ستونزې او تجربې شریکوي او تر څنګ یې د هغوی له تجربو هم ګټه اخلي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې په لومړي سر کې د کابل له مرکزي پوهنتون او د هېواد له نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او په دې برخه کې د هغوی له تجربو ګټه واخلي.
سلطان محمود غزنوي د لوړوړ زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مجهز کتابتون لري، چې په هارډ ډول پکې لږ تر لږه ۱۸ زره او په سافټ ډول ۱۰ زره ټوکه بېلابېل او په ځانګړې توګه د اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي اړوند علمي کتابونه لري. صبغت الله رحمتي وایي، د کتابتون ترڅنګ یې محصلینو ته د موسسې په د ننه کې د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړې ده چې محصلین کولی شي په رسمي وخت کې له دې انټرنېټ کلپ څخه ګټه واخلي. دی وایي، د شرعیاتو پوهنځي محصلین یې د عملي زده کړو لپاره د غزني پوهنتون له حقوقي کلېنیک سره د یوې هوکړې له مخې دغه پوهنتون ته ورځي، عملي زده کړې کوي او په دې ولایت کې د مدافع وکیلانو له تجربو او لکچرونو ګټه اخلي. دغه راز یې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د غزني ولایت په بانکونو کې د عملي زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره، د دغو بانکونو له ادارو سره هم هوکړې لاسلیک کړې دي او محصلین د زده کړو لپاره ور استوي.
د دې موسسې د کیفیت د تضمین امر وایي، دا چې په ټوله کې په غزني ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو هڅه کوي چې ټولو محصلینو ته تخفیف په پام کې ونیسي، خو تر څنګ یې په یاد ولایت کې دوی له ډېرو ریاستونو او ادارو سره ځینې هوکړې لري چې له مخې یې هغه محصلین چې د یادو ادارو لخوا دوی ته ورپېژندل کېږي، پنځوس سلنه تخفیف ورکوي. ښاغلی رحمتي وایي، بېوزله محصلین هم چې کله خپلې اقتصادي ستونزې د موسسې له ادارې سره شریکې کړي او په رښتیا هم بېوزله وپېژندل شي، دوی ورته مناسب تخفیف ورکوي، څو له لوړو زده کو پاتې نه شي.
ښاغلی رحمتي وایي، پخوا به له بده مرغه په لوړو زده کړو وزارت کې د دوی د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو تایید یو څه ځنډ اخیست، چې لا هم دغه ستونزه په کلي توګه نه ده حل شوې، خو د دې وزارت په ټولو برخو کې د بدلونونو تر څنګ، د محصلینو معینیت کې هم اوس دغه ستونزې تر یوې کچې پورې حل شوې دي. دی وایي، کله چې محصل خپل مونوګراف بشپړ کړي او فارغ شي، ډېر ژر یې د موسسې لخوا د تحصیلي اسنادونو اړوند چارې مخ ته ځي او لوړو زده کړو وزارت ته د تایید لپاره استول کېږي.
د سلطان محمود غزنوي د لوړو زده کړو موسسه د خپل دې بنسټ لپاره ډېر پلانونه لري، چې یو پر بل پسې به یې عملي کوي. ښاغلی رحمتي وایي، دوی په لومړي سر کې لوړو زده کړو وزارته د پنځو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنلیک سپارلی و، چې وروسته د دوی امکاناتو ته په کتو، لوړو زده کړو وزارت یوازې د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو منظوري ورکړه. دی وایي، د حقوقو او سیاسي علومو، معالجوي طب او ښوونې او روزنې پوهنځیو غوښتنلیک یې لا هم په لوړو زده کړو وزارت کې دی، چې کارونه یې یو څه مخ ته تللي دي. دا چې اوسمهال ولسمشر په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نویو پوهنځیو د تاسیس چارې ځنډولې دي، نو په دویم ځلي پیل سره به دغه موسسه هم وتوانېږي، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د یادو دریو پوهنځیو منظوري هم واخلي او فعالیت به پیل کړي.
د دې موسسې اداره له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې وخت ناوخت له خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسه څخه لیدنه وکړي او کارونه یې و ارزوي. تر څنګ یې باید په لوړو زده کړو وزارت کې هغه ستونزې حل شي، چې د دوی د فارغ شویو محصلینو د تحصیلي اسنادونو تایید له ځنډ او خنډ سره مخ کوي. دوی وایي، که څه هم چې اوس په یاد وزارت کې دغه ستونزه تر یوې کچې حل شوې ده، خو دوی یې د کامل حل غوښتونکي دي. دغه اداره همدا راز وایي چې د غزني ولایت له ښوونځیو څخه هر کال د فارغ زده کوونکو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او لوړو زده کړو وزارت نه شي کولی ټول زده کوونکي د کانکور ازموینې له لارې په دولتي پوهنتونونو یا د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب کړي. په غزني ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو د کمښت تر څنګ، په دې پوهنتونونو کې د اړینو پوهنځیو شمېر هم کم دی، نو دغه زده کوونکي د اقتصادي ستونزو له کبله ګاونډیو ولایتونو ته د زده کړو لپاره نه شي تللی. که چېرته لوړو زده کړو وزارت په یاد ولایت کې خصوصي پوهنتونونو ته د نویو پوهنځیو د تاسیس اجازه ورکړي، دغه ستونزه به هم تر یوې کچې پورې حل شوې وي.