افغانستان د آسیا په زړه کې په وچه پورې تړلی غرنی، د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه شمېرل کیږي. افغانستان په شمالي نیمه کره کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۹ او ۳۸ درجو په مینځ کې پروت دی، چې ټولټال یې پراخوالی ۶۴۷۵۰۰ کیلومترو مربع ته رسېږي.
د دغه هېواد شمال ته تاجکستان، شمال ختیځ ته د چین ولسي جمهوریت، جنوب ته پاکستان او لوېدیځ ته یې ایران موقعیت لري.
افغانستان یو غرنی هېواد دی چې درېیمه برخه خاوره یې غرونو نیولې ده. دا غرونه ډېر په ختیځ، مرکزي او شمال لوېدیځو برخو کې پراته دي. دغو غرونو د افغانستان پر اقلیم ډېره اغېزه کړې او هغه یې له دښتیتوب څخه ایستلی او غرني اورښت ته یې لاره هواره کړې ده. د دغه هېواد غرونه د واورې او کنګلونو یوه پراخه ساحه جوړوي، چې دا بیا د ډېرو غټو او کمکیو سیندونو او سیندکیو د اوبو سرچینه بلل کیږي.
پوهان وایي، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د نړۍ په دښتې کمربند کې چې له سعودي عربستان څخه تر منځنۍ آسیا پورې غځېدلی دی، پروت دی او که چیرې په افغانستان کې غرونه نه وای، ټول افغانستان به یوې پراخه دښتې نیولی وای او د انساني فعالیت لپاره به محدود شرایط برابر وای.
د دغه هېواد پلازمېنه کابل ښار دی او ټولټال یې نفوس څه باندې ۳۲ میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۴۷ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.
افغانستان د اداري وېش له کبله پر ۳۴ ولایتونو وېشل شوی دی. د دغه هېواد د وګړو رسمي دین اسلام او ۹۹،۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي.
په افغانستان کې لومړنی کمکی حکومت یا کابینه د سیدجماالدین افغان په سپارښتنه د امیر شیرعلي خان په وخت کې جوړ شو. لومړنی اساسي قانون یې دنظامنامې په نامه د امان الله خان پاچا په همت، د ۱۳۰۳ لمریز کال په لویه جرګه کې چې په پغمان کې دایره او ۱۵۰۴ استازو ګډون پکې کړی و، تدوین او تصویب شو. د دې نظامنامې ځینې حقوق او آزادۍ د ټولو هیوادوالو لپاره د تابعیت د مساوي حق، د شخصي حقوقو آزادي، شخصي خوندیتوب، د مریيتوب او د مریي او یرغمل په توګه د افرادو ګومارلو لغوه کول، د ښوونې او روزنې حق، د ښوونځیو، خصوصي مدرسو آزادي او د لومړنیو زده کړو اجباري کول، د شتمنۍ خوندیتوب او د ځورونې له منعه کولو څخه عبارت دي.
د افغانستان اوسنۍ ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس یې ډاکټر عبدالله عبدالله دی. د دغه هېواد اوسنۍ ملي شورا دوې خونې لري، لومړۍ ولسي جرګه چې ۲۴۹ غړي لري او د ولایتونو د سهمیې پر بنسټ د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. دویمه د مشرانو جرګه ده چې ۱۰۲ غړي لري. د دې جرګې ۳۴ غړي د ولسمشر لخوا، ۳۴ د ولایتي شورا ګانو او ۳۴ د ولسوالیو شورا ګانو لخوا ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
قضاییه قوه د افغانستان د قضاییه قوې د محکمو د تشکیلاتو او واک د قانون د دویمې مادې پر بنسټ، د دولت خپلواک رکن دی، چې له سترې محکمې، استناف او ابتدایه محکمو څخه جوړه ده. د قضاییه قوې په واک کې د هغه ټولو دعواوو څېړنه شامله ده، چې د دولت په شمول د حقیقي یا حکمي اشخاصو لخوا د مدعي یا مدعی علیه په توګه د قانون د حکمونو مطابق، د محکمې په وړاندې اقامه کیږي.
ستره محکمه د هېواد د ډېر عالي قضایي ارګان په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قضاییه قوې په سر کې ځای لري. ستره محکمه له نهو غړو څخه جوړه ده چې د ولسمشر لخوا د ولسي جرګې په تایید ټاکل کیږي. ولسمشر له دې کسانو څخه یو د سترې محکمې د مشر په توګه ټاکي.
افغانستان د ۱۹۱۹ ز کال د اګست په ۱۹مه له انګلستان څخه خپلواکي اخیستې او هر کال دغه ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم په کې نمانځل کېږي.
افغانستان په وچه پورې تړلی وروسته پاتې او د اوږدې جګړې له امله وران شوی هېواد دی. افغانستان د تېرو ۴۱ کلنو جګړو له بېساري مادي، انساني او معنوي ورانیو او تباهیو څخه مخکې هم د نړۍ له وروسته پاتې او بېوزله هېوادونو څخه و. سره له دې چې افغانستان پراخه ځمکې، بهاند سیندونه، زیار ایستونکي ځوانان، لویې کانې زېرمې، پراخ ځنګلونه او ورشوګانې او تکړه ملي کادرونه او ډېر نور پرمختیایي امکانات درلودل؛ خو د پرمختګ بهیر یې د بېلابېلو حکومتونو د نه پاملرنې له امله خورا کمزوری دی.
د اعلحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې د مرکزي پلان جوړونې اقتصادي تګلاره د هېواد د اقتصادي رسمي سیاست په توګه ومنل شوه. د هغه وخت پیاوړی لومړی وزیر محمد داوود د دې تګلارې متفکر مغز بلل کېده. نوموړي په هېواد کې بنسټیزې پروژې تطبیق کړې چې مهمې هغه یې د هلمند او ارغنداب پروژه، د ننګرهار کانال او کرنیز فارمونه، د سیمنټو دوه فابریکې، د پوهنتونونو پراختیا او ځینې نورې یادولی شو.
اوس اوس په افغانستان کې صنعتي تولیدات ډېر کوچني دي. دولت او د اقتصاد خصوصي سکټور ته پکار دي چې دې برخې ته پام وکړي او د صنعتي تولیداتو د زیاتولو په برخه کې پانګونه او کار وکړي. د دغه هېواد دولت باید د صنایعو د پرمختګ لپاره بنسټیزې پروژې، اورګاډي، ډاډمن امنیت او قانوني ملاتړ پلی کړي او کورني او بهرني پانګوال دې ته وهڅوي، چې خپله پانګه او امکانات په دې سکټور کې پر کار واچوي.
ښوونه او روزنه په افغانستان کې د هر راز ټولنیز اقتصادي پرمختګ لپاره متخصصو او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري. د ښوونې او روزنې سیسټم باید داسې جوړ شي چې ځوانانو ته مسلکي زده کړه ورکړي.
افغانستان اساساً زراعتي هېواد دی، ارقام وایي چې د افغانستان ۷۵ سلنه خلک په کرنه او د څارویو پر روزنه بوخت دي او د هېواد ۳۴ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. په دغه هېواد کې د کرنې چارې په ابتدایي او عنعنوي وسایلو تر سره کیږي. په تېرو شلو کلونو کې د عصري ماشین الاتو استعمال یوڅه زیات شوی دی.
پاکستان، ایران، المان، انګلستان، سویس، هندوستان، سعودي عربستان، بلجیم، امریکا، فرانسه، ازبکستان، متحده عربي امارات، اسټرالیا، برازیل، کاناډا، ډنمارک، مصر، چین، اېټالیا، هانګ کانګ، جاپان او تاجکستان د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۳ او د انټرنېټ کود یې AF دی چې څه باندې پنځه میلیونه کسان یې ورته لاسرسی لري.
افغانستان د مسیح له میلاد څخه مخکې بیا تر دویمې میلادي پیړۍ پورې، له ایران او د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره گډ سیاسي او فرهنگي تاریخ درلود او له دویمې میلادي پیړۍ څخه بیا د اسلام د مبارک دین تر حضور پورې (د کوشانیانو او یفتلیانو له حکومتونو څخه پرته)، د ملوک الطوایفي په ډول اداره کېده. د اسلام له ظهور څخه بیا د ابدالیانو تر حکومت پورې د افغانستان خاوره د لوی خراسان په نوم، د اسلامي خلافت او د اسلامي تمدن یوه برخه شمېرل کېده او د سیمه ییزو امیرانو(طاهریان، صفاریان او غزنویان) لخوا اداره کیده او د ایران او منځنۍ اسیا له هیوادونو سره یو گډ سیاسي واحد یې جوړاوه. خو اوسنی افغانستان د ۱۷۴۵ ز کال(۱۱۲۶) د ابدالي احمدشاه خان په لاس د یو خپلواک او مستقل هیواد په توگه را منځ ته شو. له شازمان خان څخه وروسته د انگریزانو لاس وهنې پیل شوې او په ۱۸۳۹ ز کال کې انگریزانو پر افغانستان باندې پوځي تیری وکړ او شاشجاع یې د افغانستان پاچا وټاکه. خو انگریزان د افغان ولس د قیامونو په واسطه له دې خاورې څخه وشړل شول. انگریزان په ۱۸۷۸ ز کال کې بیا د افغانستان پر جنوبي سیمو باندی تیری وکړ او د گندمک نگینه تړون یې پر محمد یعقوب خان باندې تحمیله کړ، چې د هغه تړون پر اساس د افغانستان سیاسي خپلواکي له منځه ولاړه.
په ۱۹۱۹ ز کال کې د امان الله خان لخوا د افغانستان او برېټانیې د درېیمې جګړې په نتیجه کې، د افغانستان خپلواکي د موجوده سرحداتو په چوکاټ کې په رسمیت وپېژندل شوه. د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنگاښ میاشتې په ۲۶مه، د داوود خان د کودتا په ترڅ کې د ظاهرشاه سلتنطي حکومت له منځه ولاړ او د افغانستان جمهوري نظام بڼه کیښودل شوه. د ۱۳۵۷ لمریز کال د غویي میاشتې په اوومه د یوې کمونیستي کودتا په سبب، د افغانستان خونړۍ بحران پیل شو چې د هغه ویرانوونکې اغیزې لا تر اوسه روانې دي. د افغانستان د ولسي اسلامي جهاد له پراختیا سره کمونیستي رژیم له جدي سقوط سره مخ شو، خو پخواني شوروي د ۱۳۵۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې په شپږمه خپل پوځي ځواکونه افغانستان ته ولېږل او پر دغه هېواد باندې یې نظامي تیری وکړ. خو د افغانستان د ولس د اسلامي انقلاب په سبب، د کمونیستي نظام بڼه په نړۍ کې د تل لپاره نابوده شوه او روسان هم دېته مجبور شول چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د ۱۳۷۱ لمریز کال د غویي په اتمه د ډاکتر نجیب الله د کمونیستي رژیم له نسکورېدو وروسته، د مجاهدینو اسلامي دولت په کابل کې واک ته ورسېد، خو د بهرنیو مداخلو په سبب کورنۍ جگړې پیل شوې. په ۱۳۷۳ لمریز کال کې طالبان د کندهار لخوا را پیدا او په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د کابل زړه ته ننوتل.
په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د بن کنفرانس په المان کې د ملگرو ملتونو په مشرۍ، د ۱۴ ورځو لپاره پرانیستل شو او د بن د تړون پر بنسټ، د افغانستان نوی اسلامي جمهوریت د ښاغلي حامد کرزي په ریاست وټاکل شو او په ۱۳۸۰ لمریز کال په کابل کې نوموړی واک ته ورسېد. په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د بن د تړون پر اساس اضطراري لویه جرگه په کابل کې پرانیستل شوه او انتقالي دولت د ښاغلي حامد کرزي په ریاست، د دوو کلونو لپاره وټاکل شو. د اساسي قانون لویه جرگه هم په ۱۳۸۳ لمریز کال کې پرانیستل شوه، چې تر ۲۲ ورځنیو خبرو اترو وروسته، د خارجي څېړونکو تر فشار لاندی نوی اساسي قانون تصویب شو. په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې، چې د هغه په نتیجه کې د افغانستان دایمي دولت د ښاغلي حامد کرزي په ریاست د پنځو کلونو لپاره وټاکل شو.