جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

پیشګام د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

سپتمبر 1, 2019
in پوهنتون
0 0

پیشګام د لوړو زده کړو موسسې خپلې چارې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې هغه وخت چې تازه تازه خصوصي سکټور په دې برخه کې پانګونه پیل کړې وه، د لوړو زده کړو وزارت په جواز او منظورۍ په رسمي ډول پیل کړې. د پیشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس ښاغلی کمال الدین حامد وایي، یوولس کاله کېږي چې په دې برخه کې د هېوادوالو لپاره خدمت کوي او له خپلو فعالو پوهنځیو څخه محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

ښاغلی حامد وایي، له پیله تر اوسه یوازې دوه پوهنځي (اقتصاد او کمپیوټر ساینس) لري، خو که لوړو زده کړو وزارت اجازه ورکړي، ډېر ژر به د ښوونې او روزنې او دغه راز د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي هم د لوړو زده کړو د دې موسسې په چوکاټ کې ور زیات کړي. د دې موسسې رییس وایي، اوسمهال د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې له دې ډلې دېرش سلنه یې نجونې دي. پیشګام د لوړو زده کړو په موسسه کې د ورځې په څلورو بېلابېلو وختونو کې تدریس کېږي، چې د رییس په خبره یې، په یوه ټایم کې یې د محصلینو شمېر یو څه کم دی، خو په پاتې دریو وختونو کې په کاپي اندازه محصلین لري. د دې موسسې له دوو فعالو پوهنځیو څخه تر اوسه پورې پنځه دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي دي.

د پېشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، ډېر پوهنتونونه هڅه کوي چې د نارینه او ښځینه استادانو د ګومارنې ترمنځ توازن په پام کې ونیسي، چې په خبره یې دغه څه جبري نه دي او دوی تر ډېره د استادانو د زده کړو درجې او کاري تجربې ته په کتو، استادان ګومارلي دي. ښاغلی حامد وایي، مهمه نه ده چې په یوه پوهنتون کې دې د ښځینه استادانو او یا هم د نارینه استادانو شمېر ډېر وي او یا دې هم په دې برخه کې توازن په پام کې ونیول شي. مهمه دا ده چې پر کار پوه، مسلکي او تجربه لرونکي کسان پر دنده وګومارل شي. دی وایي، ۷۵ سلنه استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې لېسانس دي، چې د تدریس په برخه کې کاپي تجربه لري او محصلین یې له تدریس څخه خوښ دي.

دا چې له ۱۳۹۲ لمریز کال را پدېخوا په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د هر ډول انکشاف مخه نیول شوې ده، مانا دا چې تر دویم امر پورې په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول، د نویو پوهنځیو تاسیس او یا هم د نورو نویو خصوصي پوهنتونو د ایجاد چارې ځنډېدلې دي، نو د پیشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د ستراتیژیک پلان له مخې یې غوښتل چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي، خو په خبره یې چې په راتلونکي ۱۳۹۹ لمریز کال کې به دې موخې ته هم ځان ورسوي او تر څنګ به یې نوي پوهنځي هم تاسیس کړي. حامد وایي، مخکې یې د کلني جذب شمېره ټیټه وه، خو اوس چې د کانکور ازموینه د مني په موسم کې اخیستل کېږي، د جذب کچه یې هم لوړه شوې ده. دی وایي، همدا تېر منی یې په خپلو دوو پوهنځیو کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړل.

د پیشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، د محصلینو لپاره دری ډوله تخفیف لري. د ښاغلي حامد په خبره، له لوړو زده کړو وزارت سره د یوې هوکړې له مخې د هغوی لخوا ورپېژندل شوي څلوېښت کسان چې ډېری یې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو وارثین دي، په وړیا ډول د دوی د لوړو زده کړو په موسسه کې درس وایي. دغه راز د هېواد د امنیتي ارګانونو لکه دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست سره هم په دې برخه کې هوکړه لري، چې له مخې یې دوی ته ځینې کسان ورپېژندل کېږي او د دوی په موسسه کې په یو څه تخفیف زده کړې کوي. تر څنګ یې د هېواد له لسګونو نورو ادارو او بنسټونو سره په دې برخه کې هوکړې لري او ورپېژندل شوي کسان له دوی سره په مناسب تخفیف لوړې زده کړې کوي.

د دې موسسې رییس وایي، دا چې کتابتون د یوه پوهنتون لپاره اړین دی، نو دوی هم د خپلو محصلینو لپاره یو مجهز کتابتون چمتو کړی دی، چې دری برخې لري. عمومي، تخصوصي او سافټ. دی وایي، د کتابتون په عمومي برخه کې یې بېلابېل علمي او نور هر اړخیز کتابونه موجود دي، چې محصلین او استادان ترې د ازادې مطالعې لپاره ګټه اخلي. د کتابتون بله برخه یې تخصوصي ده چې د اړوندو پوهنځیو د اړتیا وړ کتابونه پکې دي او محصلین ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. حامد وایي، د کتابتون په سافټ برخه کې یې په زرګونو بېلابېل کتابونه د محصلینو په واک ورکړي دي او وخت ناوخت ترې ګټه اخلي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې کتابتون له دې هم غني کړي.

حامدوایي، لومړی خو دا چې د لوړو زده کړو موسسه یې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې غړیتوب لري، چې تر څنګ یې د هېواد له ځینو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره علمي اړیکې او هوکړې هم لري، په تېره بیا له هغو پوهنتونونو سره چې د دوی د موسسې اړوند پوهنځي لري. دی وایي، په دې وروستیو کې یې یو پلاوی پاکستان او هند ته هم استولی و، چې په دغو هېوادونو کې یې له بېلابېلو پوهنتونو څخه لیدنې کړې دي او ډېر ژر به د دغو پوهنتونونو له ځینو سره یې ځینې هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې خپل استادان او محصلین د لا نورو زده کړو او تجربو تر لاسه کولو لپاره دغو هېوادونو ته واستوي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې یې خپلو ټولو فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت تر تایید وروسته تصدیق پاڼې ورکړې دي، چې له مخې یې محصلین کولی شي په هېواد او یا له هېواده بهر نورې لوړې زده کړې پرې وکړي او یا هم دندې تر لاسه کړي، خو داسې ډیپلومونه یې نه دي ورکړي لکه نور دولتي پوهنتونونه یې چې ورکوي. دوی وایي، په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت خپل میکانېزم لري، چې له مخې به یې په خپل وار د خصوصي پوهنتونونو فارغېدونکو محصلینو ته هم د یاد وزارت تاید شوي ډیپلومونه ورکول کېږي.

د پیشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، پر عمومي زده کړو سربېره، د خپلو محصلینو لپاره نور بېلابېل پروګرامونه هم لري. د حامد په خبره، د پښتو، دري او انګلیسي ژبو ادبیات په وړیا ډول د محصلینو لپاره تدریسېږي. تر څنګ یې د کارموندنې او نورو تجربو لپاره میاشتني او اونیز ورکشاپونه په پام کې نیول شوي، چې له محصلینو سره په اړوند برخه کې مرسته کوي. دی وایي، د فعالو پوهنځيو د محصلینو لپاره د کابل پوهنتون پر استادانو سربېره، د اړوندو برخو مسلکي کسان را غواړي او محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ په عملي ډول هم زده کړې ورکوي. حامد وایي، په کابل کې له ډېری دولتي او خصوصي ادارو سره هوکړې لري، چې له مخې یې فارغېدونکي محصلین د عملي زده کړو لپاره وراستوي، چې ډېری یې له فراغت وروسته په همدې ادارو کې پر دندو ګومارل کېږي.

د دې موسسې مشرتابه وایي، د راتلونکې لپاره ډېر پلانونه لري، چې یو پر بل پسې به یې عملي کوي. د ښاغلي حامد په خبره، د ماسټرۍ پروګرام، د نویو پوهنځیو تاسیس او له ځینو بهرنیو پوهنتونو سره اړیکې او هوکړې لاسلیکول یې په لومړیتوبونو کې دي. دی وایي، که لوړو زده کړو وزارت دویم ځلي اجازه ورکړي، لومړی د ښوونې او روزنې او دغه راز د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي به تاسیس کړي او تر څنګ به یې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرم هم پیل کړي.

د پیشګام د لوړو زده کړو موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت څخه دری غوښتنې لري، لومړی دا چې لوړو زده کړو وزارت باید له خصوصي پوهنتونو سره په خپلو اړیکو کې بدلون راولي او دغو اړیکو ته د همکارۍ بڼه ورکړي. ښاغلی حامد وایي، لوړو زده کړو وزارت او د دې وزارت ځینې کارکوونکي ډېری وخت د خصوصي پوهنتونو پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او خلکو ته داسې ښکاره کوي، چې ګواکې دولتي پوهنتونونه پر خصوصي هغو غوره دي، په داسې حال کې چې د دواړو موخه یوه ده، یوازې دومره توپیر لري چې د هغو مالي ملاتړ دولت کوي او د دې خصوصي سکټور. دویم دا چې که لوړو زده کړو وزارت لږ هم د خصوصي پوهنتونو د پر ځان بسیاینې سره مرسته وکړي، ډېر لوی کار به یې کړی وي، ځکه دا په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده. دی وایي، که لوړو زده کړو وزارت وغواړي او که نه، په راتلونکو دوو لسیزو کې به په هېواد کې اتیا سلنه خلک په خصوصي پوهنتونو کې زده کړې کوي او یو وخت به پر خپلو پښو درېږي، نو ښه ده چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي. درېیم هم دا چې افغان حکومت باید له خصوصي پوهنتونو څخه د مالیاتو په لږ اخیستو کې یو څه مرسته وکړي. دی وایي، نه غواړي چې دوی دې له مالیاتو وبښل شي، بلکې تر هغه وخت پورې دې یو څه کمښت پکې راشي، څو چې دغه بنسټونه پر خپلو پښو ودرېږي.

 

Share8Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In