یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

ختیځ تیمور

حشمت الله نوري

سپتمبر 2, 2019
in راشه ورشه
0 0

ختیځ تیمور په جنوب ختیځه آسیا کې د اسټرالیا شمال لور ته د هند او ارام سمندرونو او د هغوی د اړوندو سیندونو تر منځ، د شمالي عرض البلدونو د شپږو درجو او د جنوبي عرض البلدونو د اتو درجو او ختیځ طول البلدونو د ۱۲۰ او ۱۳۰ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۵۷۴۳ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۵۹م لوی هېواد دی.

د ختیځ تیمور شمال ته د باندا سیند، جنوب ته د تیمور سیند،  ختیځ ته ارام سمندر او لوېدیځ ته یې اندونیزیا موقعیت لري.

تیمور له دریو خواوو د سیندونو او ارام سمندر اوبو کلابند کړی او د استوا کرښه دغه هېواد ته نږدې تېریږي، نو له همدې امله د سړو او تودو میاشتو د هوا توپیر لري. دغه هېواد د نورو هېوادونو په شان څلور جلا اقلیمي فصلونه نه لري او ټول کال د لږ اورښت او ډېر اورښت پر موسمونو وېشل کېږي.

تیمور پخوا د اندونیزیا یوه سیمه وه، اندونیزیا ۱۳۵۹۵ ټاپوګان لري چې ۶۰۰۰ یې استوګن خلک لري. اندونیزیا د نړۍ دوې لویې وچې آسیا او اوقیانوسیه او دوه سمندرونه د هند سمندر او آرام سمندر سره نښلوي.

د دغه هېواد پلازمېنه د ډیلي ښار دی او ټولټال څه باندې یو میلیون نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۵۴ کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۰ سلنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. په دغه هېواد کې هره کورنۍ د جوړ شوي قانون له مخې په ټول عمر کې یوازې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.

ختیځ تیمور ۱۳ اداري ولسوالۍ لري. داره،  باوکاو، مالیانا او ارمیرا یې مهم ښارونه دي.

د ختیځ تیمور د حکومت ډول ډیموکراټیک جمهوریت دی. د تیمور اساسي قانون د ۲۰۰۲ ز کال د مې په ۲۰مه نافذ شوی دی. د تیمور اوسنی ولسمشر فرانسسکو او لومړی وزیر یې تار متن دی.

د تیمور د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر دنده تشریفاتي ده، خو په ځینو وختونو کې حق لري چې قضاییه قوه، ویتو ملي شورا ړنګه او د نویو ټاکنو غږ وکړي.

د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دوه ځله د کار حق لري. په دغه هېواد کې هغه څوک د لومړي وزیر په توګه ټاکل کیږي، چې ګوند یا د ګوندونو ائتلاف یې په ملي شورا کې ډېرې رایې وګټي. د تیمور د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ملي شورا اکثریت رایې ته اړتیا لري. ملي شورا کولی شي چې وزیران احضار او منفي رایه ورکړي.

ولسواک ګوند، د تیمور د بیاجوړونې ملي کانګرېس، د تیمور مقاومت ملي ولسواک اتحاد او د ملي یووالي ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

ختیځ تیمور د ۱۹۷۵ ز کال د نومبر په ۲۸مه د پرتګال له اوږدې واکمنۍ وروسته د خلاصون ورځ او د مې په ۲۰مه له اندونیزیا څخه خپلواکي واخیسته.

تیمور په یوویشتمه پېړۍ کې د نړۍ تر ټولو نوی او ځوان هېواد بلل کېږي. د ۲۰۰۲ ز کال د مې په ۲۰مه تیمور خپله خپلواکي تر لاسه کړه او د اندونیزیا د ستر اسلامي هېواد په ګاونډ کې د آسیا دویم مسیحي هېواد په رسمي توګه جوړ شو.

ختیځ تیمور تر ۱۹۷۵ ز کال پورې د پرتګال په ولکه کې و، دغه شان اړیکو څلور نیمې پېړۍ دوام درلود، په دغه اوږده موده کې د تیمور اقتصاد د پرتګال د پلانونو او ګټو له مخې اداره کېده. د ۱۹۷۵ او ۲۰۰۲ ز کلونو تر منځ تیمور د اندونیزیا د یوې سیمې په توګه د اندونیزیا د مرکزي دولت اقتصادي چارواکو اداره کاوه.

د ۱۹۹۹ ز کال د سپټمبر په شلمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ختیځ تیمور ته د ۵۰۰۰ سوله ساتي پوځ د استولو پرېکړه وکړه. هغه وخت چې اندونیزیایي پوځونه له تیمور څخه په شا شول او تیمور خپله خپلواکي تر لاسه کړه، د تیمور اقتصادي بیارغونه پیل شوه. دغه بیارغونه په دوو برخو کې د پاملرنې وړ ده. د ښارونو پراختیا او د کلیو پرمختګ.

 د ۲۰۰۵ ز کال له پيله تر پایه ځینې پخواني بې ځایه شوي او مهاجرین یا بېرته تیمور ته ستانه شول او یا په اندونیزیا کې ځای پر ځای او هملته مېشت شول. په ۲۰۰۲ ز کال کې د تیمور اقتصاد له دې لویو ستونزو سره مخ و، د اقتصاد د ورانو بنسټونو بیا جوړونه او د نویو بنسټیزو پروژو جوړول، د ملکي ادارې پیاوړتیا او ځوانانو ته کار موندنه، د تیمور د ساحلي سیمو د تېلو او ګازو صادراتو د دغه نوي دولت عواید زیات کړل. دغه هېواد په تېرو کلونو کې د خپلو تېلو او ګازو د تاسیساتو په نوي کولو کې ډېره پانګه ولګوله، خو دغه پرمختګ د وزګارتیا ستونزه حل نه کړه، ځکه چې نوي ماشینونه او ټکنالوژي عصري وو، لږو متخصصو او مسلکي کارګرانو ته یې اړتیا درلوده او له بلې خوا ګاز په تیمور کې نه چاڼ کېدل او د یوې نللیکې په واسطه د اسټرالیا چاڼخونو ته صادرېدل.

په ۲۰۱۰ ز کال کې د تیمور دولت په هېواد کې د لویو لارو پر جوړولو، د برېښنا په تولید او وېش ښوونه او روزنه او روغتیا باندې ډېرې پیسې ولګولې. سره له دې چې تیمور اوس هم اقتصادي ستونزې لري، خو د دغه هېواد دولت او د اقتصاد خصوصي سکټور په ګډه هڅه کوي چې ډېرې بریاوې تر لاسه کړي او تیمور د سیمې د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي.

د تېلو او ګازو ایستل، د تېلو چاڼ، سپک او منځني ماشینونه، برېښنايي وسایل، خوراکي توکي، ربړ، ټایرونه، پلاستیک، ټوکران، جامې، کورني وسایل، لږ کیمیاوي مواد، صابون او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.

د دغه هېواد نهه سلنه ځمکه د کرلو وړ ده. د دغه هېواد ۱۸ سلنه ځمکه څړځایونو او پاتې نوره ځنګلونو، غرونو غونډیو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

د تیمور ۸۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاسته راځي. قهوه، وریجې، جوار، خواږه، کچالو، هګۍ، لبنیات او غوښه د دغه هېواد مهم محصولات دي.

د ختیځ تیمور د ټلیفون کود ۰۰۶۷۰ او د انټرنېټ کود یې TL دی، چې ټولټال یې څلور سوه زره کسان ورته لاسرسی لري.

د تیمور په مرکز کې د دولتي خپرونو یو ټلویزیوني چینل او د دغه هېواد د هر ولایت په مرکز کې یوه دولتي راډیو شته ده. اوس اوس په ختيځ تیمور کې خصوصي میډيا هم پر فعالیت پيل کړی دی.

ختیځ تیمور د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۰ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړې له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري دي.

مخکې له دې چې پرتګالیان د تیمور ټاپو ته ورسېږي، اعرابو او چینایانو دغه سیمه پېژندله او د تیمور له اوسېدونکو سره د دغې سیمې د ښایسته ځنګلي لرګیو پر سوداګرۍ بوخت وو. پرتګالیان هم لومړی له تیمور سره سوداګري پیل کړه. د ۱۶مې پېړۍ په لومړنیو کلونو کې ځینې پرتګالي سوداګر د تیمور په ساحلي سیمو کې مېشت شول او د دې سیمې له سوداګرو سره یې د درملو، ملغلرو او لرګیو سوداګري پیل کړه. په همدې کلونو کې هالنډیان هم تیمور ته ورسېدل او د تیمور د وېش په اړه له پرتګالیانو سره موافقې ته ورسېدل. په ۱۸۵۹ ز کال کې دا وېش عملي شو، د تیمور لوېدیځه خوا پرتګالیانو ونیوه، چې نن د ختیځ تیمور په نامه خپلواک هېواد دی.

د نړۍ په دویمه جګړه کې جاپاني پوځونه دې سیمې ته ورسېدل، د ارا فورا سیند، د تیمور سیند د باندا سیند، د تیمور ټاپو او ډېر نور ځایونه یې ونیول، خو کله چې جاپان په جګړه کې ماتې وخوړه، په تیمور کې د خپلواکۍ غوښتنې خوځښتونه د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې متحد او پیاوړي شول. په پرتګال کې سیاسي بدلونونو د پرتګال ډېرو پخوانیو مستعمرو ته د خلاصون او خپلواکۍ لاره اواره کړه او یو نوی سیاسي چاپېریال منځ ته راغی. د ۱۹۷۴ ز کال په سپټمبر کې د ختیځ تیمور د خپلواکۍ انقلابي جبهه جوړه شوه، چې اختصاري نوم یې فره تیلین و.

د ۱۹۷۵ ز کال د نومبر په پیل کې له ختیځ تیمور څخه د پرتګالي اډو د وتلو او د دغې سیمې د خپلواکۍ شرایط برابر شول. په همدې وخت کې د اندونیزیا دولت هم دا خبره وړاندې کړه، چې ختیځ تیمور د اندونیزیا د خاورې یوه برخه ده او اوس به له اوږده بېلتانه وروسته بېرته له خپلې مورنۍ خاورې سره یو ځای کیږي.

د ۱۹۷۵ ز کال د نومبر په ۲۹مه فره تیلین د اندونیزیا د راتلونکو ګامونو له وېرې، د ختیځ تیمور د ډیموکراټیک جمهوریت خپلواکي اعلان کړه. اندونیزیا دا خپلواکي ونه منله او  نهه ورځې وروسته یې ختیځ تیمور ونیو. یو کال وروسته ختیځ تیمور د اندونیزیا یو ولایت جوړ شو او ټول اداري او پوځي چارواکي یې د جاکارتا لخوا وټاکل شول، خو ملګرو ملتونو د اندونیزیا پوځي عمل ونه مانه او غوښتنه یې وکړه چې د تیمور ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.

افغانستان د ختیځ تیمور له ځوان دولت سره لا تر اوسه هېڅ راز اړیکې نه لري. له افغانستانه تر ختیځ تیمور پورې د هوا له لارې فاصله ۷۹۱۸ کیلومترو او همدا راز  د کابل او ډیلي تر منځ د وخت توپیر ۴:۳۰ ساعتونو ته رسېږي.

Share7Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In