یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

خاتم النبیین پوهنتون

حمیدالله حمیدي

سپتمبر 15, 2019
in پوهنتون
0 0

خاتم النبیین خصوصي پوهنتون خپل لومړني کارونه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د ښاغلي ایات الله محسني په مشرۍ پیل کړل، چې په رسمي ډول یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې په خپل یوه پوهنځي (حقوق او فقه) کې محصلین جذب کړل او په عملي ډول یې زده کړې پکې پیل کړې. د دغه پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه په زرګونو کسان د لېسانس په کچه فارغ او د هېواد ابادۍ ته یې ور دانګلي دي. د خاتم النبیین پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال ښاغلی مکارم ناصري بختیاري وایي، اوسمهال خاتم النبیین پوهنتون لس پوهنځي ( اقتصاد، انجنیري، طبي ټنکالوژي، معالجوي طب، د غاښونو طب، ټولنیز علوم، سیاسي علوم، فقه او حقوق، قابلګي او کمپیوټر سایسن) او ۲۱ ډېپارټمنټونه لري.

د ښاغلي بختیاري په خبره، خاتم النبیین پوهنتون د مرکزي څانګې تر څنګ، د غزني ولایت په مرکز او جاغوریو ولسوالۍ کې هم یوه یوه څانګه لري. دی وایي، اوسمهال خاتم النبیین پوهنتون  په خپلو دریو څانګو او لسو پوهنځیو کې د ۴۸۳۸ په شاوخوا کې محصلین لري، چې څلوېښت سلنه یې نجونې او شپېته سلنه یې نارینه دي. په دې کې د ماسټرۍ د برخې محصلین هم شامل دي. د بختیاري په خبره، د معیارونو تر پوره کولو وروسته یې  لومړی له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړه او بیا یې ټول هغه شرایط او معیارونه پوره کړل، چې یو پوهنتون یې باید د ماسټرۍ پروګرام لپاره ولري. دی وایي، خاتم النبیین پوهنتون اوسمهال په دریو برخو (نړیوالو اړیکو، نړیوالو حقوقو او د جزا حقوقو) په برخه کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم لري. چې په دې برخه کې همدا اوس عملاً ۵۰۰ محصلین پر زده کړو بوخت دي.

خاتم النبیین پوهنتون تر اوسه پورې له بېلابېلو پوهنځیو څخه اته دورې محصلین فارغ کړي، چې شمېر یې ۳۹۰۶ کسانو ته رسېږي. د دغه پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال ښاغلی مکارم ناصري بختیاري وایي، له دې ډلې ۲۴۰۱کسه د کابل له څانګې، ۱۰۳۷ د غزني له څانګې او ۵۰ کسان هم د جاغوریو له څانګې چې نوې تاسیس شوې ده فارغ شوي، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې پر ندو بوخت دي. ښاغلی بختیاري وایي، له ماسټرۍ پروګرامو څخه یې هم د ۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین فارغ کړي دي.

د ښاغلي بختیاري په خبره، د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو او معیارونو سره سم او خپلو امکاناتو ته په کتو، هر کال او په هر څانګه کې بېل بېل جذب لري. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت اوس د خصوصي پوهنتونو د طب پوهنځیو او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د جذب ټاکلې شمېره لري، چې خصوصي پوهنتونونه یې په عملي کولو مجبور دي. دغه پوهنتون د تخفیف په برخه کې بېلابېلې کټګورۍ لري، چې له مخې یې ممتازو، بېوزلو، د شهیدانو او معلولینو وارثانو او هغو کسانو لپاره ځانګړی تخفیف په پام کې لري، چې څو کسان له یوې کورنۍ څخه په دې پوهنتون کې زده کړې کوي. تر څنګ یې هغو کسانو ته هم ځانګړی تخفیف ورکوي، چې له لوړو زده کړو وزارت څخه دوی ته ور معرفي شوي وي. ښاغلی بختیاري وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څنګ له ځینو نورو ادارو سره هم هوکړې لري، چې له مخې یې ور معرفي شوي کسان په خاتم النبیین پوهنتون کې په یو څه تخفیف لوړې زده کړې کولی شي. بختیاري وایي، داسې کسان یې هم په پوهنتون کې شته چې په سل سلنه تخفیف یا وړیا زده کړې کوي.

خاتم النبیین پوهنتون د ورځې په دریو وختونو لکه د سهار له اتو د غرمې تر ۱۲، د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر څلورو او د شپې لخوا محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي. د دې پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال وایي، د ځينو پوهنځیو لکه طب، تدریسي ساعتونه پکې توپیر کوي، چې له نورو پوهنځیو څخه پکې یو یا دوه ساعته زیات تدریس کېږي او د ماسټرۍ په پروګرام کې یې بیا تر ډېره د شپې لخوا تدریس کېږي. په خاتم النبیین پوهنتون کې د تدریس چارې د ۶۵ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې دېرش سلنه یې د دوکتورا او پاتې نور یې ټول د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. بختیاري وایي، له دې ډلې ۱۵ سلنه یې ښځینه استادانې دي.

د خاتم النبیین پوهنتون علمي او تدریسي مرستیال وایي، په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونو او ځینو نورو بنسټونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. دی وایي، له کورنیو پوهنتونونو سره نیکې اړیکې لري، چې تر څنګ یې د کابل او غزني ښارونو له روغتونونو او نورو اړوندو ادارو سره د هوکړې له مخې، د دوی ډېر محصلین په دې روغتونونو کې عملي زده کړې کوي او د سه تاج دورې مخ ته وړي. ښاغلی بختیاري وایي، په هند، ایران، بنګلدېش او مالیزیا کې هم له ځینو پوهنتونونو او روغتونونو سره د ځینو هوکړو له مخې، همدا اوس د دوی ډېر محصلین هلته نورې لوړې زده کړې کوي او د طب پوهنځی فارغ شوي محصلین یې د سه تاج دورې بشپړوي. دغه راز له دې پوهنتونونو او نورو اړوندو ادارو سره وخت ناوخت ناستې کوي او په علمي سیمینارونو کې یې ګډون کوي.

بختیاري وایي، دا چې دوی ټول هغه معیارونه چې لوړو زده کړو وزارت ورته په بېلابېلو برخو کې ټاکلي وو، پوره کړي، نو د هغو خصوصي پوهنتونونو په ډله کې راځي چې د رسمي دولتي ډیپلومونو وېش پکې پیل شوی دی. دی وایي، تر اوسه پورې یې ۳۴ کسانو ته دغه ډول ډیپلومونه وېشلي او د پاتې نورو فارغ شویو محصلینو لېست یې لوړو زده کړو وزارت ته سپارلی چې د کارونو تر ارزولو وروسته به پاتې کسانو ته هم د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي دولتي ډیپلومونه ورکړل شي. نوموړی وایي، هغه کسان چې له خاتم النبیین پوهنتون څخه فارغېږي، لوړو زده کړو وزارت ورته یوه تصدیق پاڼه ورکوي، چې محصلین کولی شي په وسیله یې د ماسټرۍ پروګرام تعقیب کړي او یا هم په کومه اداره کې پرې دنده واخلي.

خاتم النبیین پوهنتون د اونیزو او میاشتنیو ورکشپانو او کورسونو تر څنګ، د خپلو محصلینو لپاره د څېړنو مرکز او په ځانګړې توګه د طب پوهنځي د محصلینو لپاره د خاتم النبیین په نوم کادري روغتون هم لري، چې محصلین پکې عملي زده کړې کوي. ښاغلی بختیاري وایي، د روغتون تر څنګ محصلین کولی شي د دوی په تحقیقي مرکز کې په ډېرې اسانۍ سره خپل مونوګراف او تېزېس هم ولیکي او خپلو څېړنو ته دوام ورکړي. تر څنګ یې د محصلینو لپاره پراخ او غني کتابتون هم جوړ کړی، چې د پوهنځیو اړوند علمي او تخصوصي کتابونه پکې په سافټ او هارډ دواړو ډولونو موجود دي.

د خاتم النبیین پوهنتون اداره د خپل ستراتیژیک پلان له مخې غواړي د معیارونو تر پوره کولو وروسته، د پوهنتون په چوکاټ کې د دوکتورا پروګرام رامنځته او د هېواد لویو ولایتونو لکه، هرات او مزارشریف ته د خپل پوهنتون او روغتون څانګې وغځوي. بختیاري وایي، اوسمهال په ډېره لوړه کچه او ملا ماتوونکې مالیه دولت ته ورکوي، چې په خبره یې د دوی د پرمختګ مخه یې یو څه ډب کړې ده. نوموړی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د مالیاتو په کمښت کې ور سره مرسته وکړي، څو پر خپلو پښو ودرېږي او د یوه تړون له مخې د پوهنتون لپاره مناسب ځای ورکړي. د دې تر څنګ، مکارم بختیاري وایي چې دولتي روغتونونه ور سره همکاري نه کوي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دولتي روغتونونو کې یې د طب پوهنځي د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه برابره شي. د ده په خبره، له دې وړاندې یې هم په دې برخه کې ځینې غوښتنې کړې دي، خو تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

Share10Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In