جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

جاپان

حشمت الله نوري

سپتمبر 16, 2019
in راشه ورشه
0 0

د ټاپوګانو دغه ځنځیري هېواد د آسیا په ختیځ کې د لرې ختیځ د هېوادونو په ډله کې د شمالي آرام سمندر او د جاپان د سیند تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۳۰ او ۴۶ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۲۹ او ۱۴۶ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۴۵۸۸۳ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۵۵م لوی هېواد دی.

جاپان له څلورو خواوو څخه اوبو کلابند کړی دی، دغه هېواد په وچه کې له کوم هېواد سره ګډه پوله نه لري. د جاپان ټاپوګان په معتدله سیمه او د آسیا د شمال ختیځو موسمي بادونو په وروستۍ برخه کې چې د جاپان کوریا او چین په لار هند ته الوزي، پراته دي. د دغه هېواد هوا له یوې سیمې څخه تر بلې پورې توپیر کوي، خو په عمومي توګه څرنګه چې اوبو دغه هېواد له څلورو خواوو کلابند کړی او موسمي بادونه لري، ځکه یې هوا ملایمه ده او څلور بېلابېل فصلونه لري.

د دغه هېواد پلازمېنه د توکیو ښار دی او ټولټال څه د باندې ۱۲۶ میلیونه نفوس لري، چې په هر کلیومتر مربع سیمه کې یې ۳۴۸ کسان ژوندکوي.

د جاپان ۷۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول  عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

جاپان د اداري وېش له پلوه پر ۴۷ حکومتونو یا ولایتونو وېشل شوی دی. د حکومت ډول یې مشروطه پاچایي او اساسي قانون یې د ۱۹۴۷ ز کال د مې په درېیمه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ستر واکمن او لومړی وزیر یوشیهایکو نودا دی. په جاپان کې لومړی وزیر د ملي شورا لخوا پېژندل کیږي. په دغه هېواد کې هغه څوک د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي، چې ګوند یې په یوازې توګه او یا له نورو ګوندونو سره په ائتلاف کې ډېرې رایې وګټي. په جاپان کې د وزیرانو کابینه د لومړي وزیر لخوا پېژندل کیږي. لومړی وزیر د وزیرانو د ټاکلو یا ګوښه کولو واک لري، وزیران باید غیر پوځي کسان او نیمایي د پارلمان غړي وي.

د جاپان ملي شورا دوې جرګې لري، لومړۍ مشورتي جرګه چې ۲۴۲ غړي لري او نیمایي یې هر دری کاله وروسته د خلکو په خوښه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي. دویمه ولسي جرګه چې ۴۸۰ غړي لري او د خلکو لخوا د څلورو کلونو لپاره غوره کیږي. د دغه هېواد حقوقي نظام د امریکې او انګلستان تر اغېز لاندې د اروپایي مدني قوانینو پر اساس جوړ دی. د دغه هېواد قضایي سیسټم یوه ستره محکمه او اته غټې محکمې لري. د جاپان قاضي القضات د ستر واکمن او د دغه هېواد د سترې محکمې ۱۴ قاضیان د کابینې لخوا د لسو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

لیبرال ولسواک ګوند، لیبرال ګوند، د جاپان کمونېست ګوند او ټولنپال ولسواک ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

د جاپان په پرمختللي اقتصاد کې دا برخې د ډېرې یادونې وړ دي: د صنایعو غټ دولتي شرکتونه، د کار ډېر لوړ اخلاق، خورا پرمختللې ټکنالوژي او د دفاعي چارو لپاره لږ لګښت. پاسنیو عواملو جاپان ته دا موقع برابره کړې چې په دې چټګ پرمختګ کې د نړۍ درېیم غټ اقتصادي ځواک شي. جاپان تر ۲۰۱۰ ز کال پورې د امریکا له متحده ایالاتو څخه وروسته دویم ستر اقتصادي ځواک و، خو په دغه کال کې چین ورڅخه مخکې شو او جاپان د نړۍ درېیم ستر ځواکمن اقتصاد شو. د جاپان د اقتصادي پرمختګ یوه ځانګړتیا دا ده چې د مالونو تولیدوونکي، عرضه کوونکي او وېشونکي په ګډه کار کوي.

جاپان د خپلې اړتیا وړ وریجې په خپله تولیدوي، خو ۵۰ سلنه حبوبات او د څارویو واښه له بهر څخه راوړي. دغه هېواد په نړۍ کې د کب نیولو تر ټولو غټې او ډېرې بېړۍ لري. دغه هېواد د نړۍ ۱۵ سلنه کبان نیسي، په تېرو دریو لسیزو کې د جاپان اقتصادي پرمختګ ډېر ګړندی و. د شلمې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې هر کال لس سلنه وده، په اویایمه لسیزه کې پنځه سلنه، په اتیایمه لسیزه کې څلور سلنه او په نوییمه لسیزه کې دوه سلنه ته کمه شوه.

په جاپان کې د استوګنې وړ ځمکې په پرتله د خلکو زیاتېدنه او د خلکو د منځني عمر اوږدېدل، په اوږده موده کې هغه دوې لویې ستونزې دي چې د جاپان حکومت ورسره مخ دی. دغه هېواد سره له دې چې ټول اومه صنعتي او د انرژۍ توکي له بهر څخه واردوي، خو بیا یې هم د نړۍ د هېوادونو بازارونه نیولي دي.

جاپان په نړۍ کې د صنعتي تولیداتو له خورا پرمختللو او غټو هېوادونو څخه بلل کیږي. د دغه هېواد ډېر مهم صنعتي محصولات اوسپنه، پولاد، د کانونو د ایستلو او د ساختماني چارو ماشین الات او بېړۍ دي. جاپان د بېړۍ جوړولو ۱۰۰۰ کارخونې لري. دغه هېواد د ۴۸۳۰۰۰ ټن تېلو په ظرفیت بېړۍ هم جوړې کړې دي. د ټوکرانو ۵۰۰۰ فابریکې، وریښم او مصنوعي وریښم هم تولیدوي. دغه راز بېلابېل نقلیه وسایط او د هغوی پرزې، د تېلو د ایستلو چاڼ او لېږد، بایسکل، موټرسایکل، الیکترونیکي او مخابراتي وسایل، سپوږمکۍ، لویې او کوچنۍ فابریکې، د خوراکي توکو پروسس، اتوماتیک او کمپیوټري سامان الات، کاغذ، ګازي او ډیزلي بخارۍ او برقي اورګاډي، د اورګاډي پټلۍ، الوتکې، کیمیاوي مواد، طبي سامان، د راز راز علمي څېړنو او لابراتوارونو وسایل، د عکاسۍ او فلم اخیستلو وسایل، ټایر او کمپیوټري وسایل، سرامیک او پلاستیک، د کرني ټول ماشینونه، ماشیني کارګران او په سلګونو نور شیان د دغه هېواد په صنعت کې مهم رول لري.

د دغه هېواد ۱۳ سلنه خاوره د کرنې وړ ده، دوه سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د جاپان پنځه سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد دوه سلنه ناخالص کورني تولیدات له دې سکټور څخه لاس ته راځي.

لرګي، وریجې، چغندر، ګنۍ، غنم، کچالو، میوې، سابه، لبنیات، هګۍ، واښه او نور د دغه هېواد مهم کرنیز تولیدات بلل کیږي.

امریکا، عربي متحده امارت، چین، سعودي عربستان، اسټرالیا، جنوبي کوریا او اندونیزیا د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. جاپان  ۳۰۰۰۰ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ لري، تر ۱۰۰۰ زیاتې غټې تجارتي بېړۍ او ۱۸۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵۰ یې په پاخه او عصري ‌ډول رغول شوي دي.

په جاپان کې عامه او خصوصي رسنۍ دواړه شته دي. دغه هېواد پنځه لوی ټلویزیوني مرکزونه لري چې په ټول هېواد کې خپرونې کوي. د جاپان ډېر ولایتونه بېلابېل ټلویزیونونه او راډیوګانې لري. تر څنګ یې په سلګونو ورځپاڼې، اونیزې، میاشتنۍ، مهالنۍ او خبري اژانسونه هم فعالیت کوي.

جاپان د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ ډېر پرمختللی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په جاپان کې زده کړه له ۶-۱۵کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.

په جاپان کې د تمدن لومړنۍ نښې نښانې له نن څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې وختونو ته رسیږي. مؤرخین دغه وخت ته د تیږې پخوانی عصر وایي. له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې په هغه سیمه کې چې اوس جاپان نومیږي، د جومان پرمخیون پیل شو چې ۱۰۰ کاله یې دوام وکړ. د جومان تمدن وروسته بیا د یایو د قوم د پوځونو لخوا چې احتمالاً له آسیا څخه د کوریا پر لار دې سیمې ته ورغلي وو، ونړېد او دا شنه سیمه  یایو ته په لاس ورغله.

له تاریخي اسنادو څخه داسې ښکاري چې هغه وخت د وا اشرافو د خپلو امتیازونو او شتمنیو د ساتلو لپاره د سامورایي په نامه پوځي ټولګي ساتل او هغوی ته یې وسلې جوړولې. له دې وروسته د وا د دوو سترو اشرافي کورنیو د پوځي ټولګیو تر منځ داسې یوه جګړه ونښته، چې ورو ورو پر یوه ستره کورنۍ جګړه بدله شوه او تر ۱۸۸۵ ز کال پورې یې دوام وکړ. په دې کال کې د چارو واګي کاما کورا تر لاسه کړه، د کاما کورا واکمني یې جوړه کړه او په راتلونکو شپږو لسیزو کې یې پوره امنیت او ملي یووالی ټینګ کړ. دغه کورنۍ تر ۱۸۶۷ ز کال پورې د جاپان د واک اصلي چلوونکې وه او د دغه هېواد ډېر دولتي مشران د دې تر اغېز لاندې وو.

د افغانستان او جاپان اړیکې ډېر اوږد تاریخ لري، سردار محمد ایوب خان چې په ۱۸۸۱ ز کال کې یې د افغانستان او انګلستان په دویمه جګړه کې د میوند په تاریخي سیمه کې انګلسیانو ته ماتې ورکړې وه، په ۱۹۰۷ ز کال کې جاپان ته سفر وکړ چې د روسیې – جاپان د جګړې له اتلانو سره وګوري. سردار محمد ایوب خان په دې سفر کې یوه نیم میاشت په جاپان کې تېره کړه او د جګړې له اتلانو او مارشال سره یې وکتل.

د افغانستان له خپلواکۍ وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې شوې. په ۱۹۲۷ ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک شو، چې په ۱۹۳۳ ز کال په کابل کې د جاپان او په توکیوکې د افغانستان سفارتونه هم پرانیستل شول.

د جاپان او فغانستان تر منځ د هوا له لارې فاصله ۶۲۹۰ کیلومتره او همدا راز د کابل او توکیو تر مینځ د وخت توپیر ۴:۳۰ ساعته دی.

Share14Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In