وسله والو طالبانو د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړلي دي. د راپورونو له مخې طالبانو د پولیسو له لوري د نویو امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې ټول ښوونځي تړلي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړو رسنیو ته ویلي طالبانو ښوونځي تړلي او چا ته د تګ اجازه نه ورکوي. د لوګر د معارف رییس عبدالوکیل کلیوال هم دا پېښه تاییدوي. دده په خبره طالبانو د ښوونځیو مسوولینو ته ویلي چې ښوونځي دې وتړي. د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې ۶۴ ښوونځي شته، چې ۲۱ یې د نجونو او پاتې نور د هلکانو دي.





























