جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

الفلاح خصوصي پوهنتون

حمیدالله حمیدي

سپتمبر 22, 2019
in پوهنتون
0 0

د الفلاح خصوصي پوهنتون د بنسټ ډبره په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته، د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار کې د الفلاح لوړو زده کړو خصوصي موسسې په نوم په (۱۳۹۰) لمریز کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو  وزارت لخوا د دغه پوهنتون د علمي فعاليتونو تر ارزونې وروسته، ياد پوهنتون په (۱۳۹۵) لمریز کال کې د (الفلاح د لوړو زده کړو خصوصي موسسې) څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړه. د دغه پوهنتون رییس ښاغلی معشوق سادات وایي، الفلاح پوهنتون په لومړي سر کې يوازې دری پوهنځي درلودل، چې د وخت په تېرېدو او د علمي چوپړتياوو په ښه کېدو او پراخېدو سره يې، د لوړو زده کړو وزارت د لزوم ديد پر بنسټ، د نورو پوهنځيو د تاسيس جواز هم تر لاسه کړ. دغه علمي بنسټ اوسمهال پنځه پوهنځي (انجنیري، اقتصاد، ژورنالېزم، شرعيات او قانون او حقوق او سياسي علوم) لري، چې له يادو پوهنځيو څخه يې زرګونه محصلین فارغ او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د الفلاح پوهنتون په فعالو پنځو پوهنځیو کې اوسمهال ۴۳۰۰ محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۲۸۰ یې ښځینه محصلینې دي. ښاغلی سادات وایي، د ښځینه محصلینو لپاره بېلې ښځینه استادانې لري، چې د تدریس چارې یې د هغوی له لوري مخ ته وړل کېږي. د دې تر څنګ، د ښځینه محصلینو لپاره ځانګړې اداره لري او هغه برخې چې د محصلینو اړوند کېږي، چارې یې د ښځینه کارکوونکو له لوري مخ ته ځي. د دغه پوهنتون له پنځو پوهنځیو څخه تر اوسه پورې څلور دورې محصلین فارغ شوي، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېږي. ښاغلی سادات وایي، په فارغ شویو محصلینو کې ښځینه او نارینه دواړه شامل وو، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ادارو کې پر دندو بوخت دي.

د الفلاح پوهنتون رییس وایي، په پنځو فعالو پوهنځیو کې یې د تدریس چارې د ۱۰۸ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ۹۵ سلنه یې دایمي استادان دي. سادات وایي، ډېری استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، چې له دې ډلې اووه یې ښځینه او پاتې ۱۰۱ یې بیا نارینه استادان دي. په دې پوهنتون کې د ورځې په دوو وختونو او څلورو دورو کې تدریس کېږي، چې محصلین کولی شي د کار تر څنګ، له خوښې سره سم په ټاکلي وخت کې هغه که د سهار لخوا وي او یا هم وروسته له غرمې، خپلو زده کړو ته حاضر شي.

د الفلاح پوهنتون کتابتون په ۲۰۱۱  میلادي کال کې د پوهنتون له تاسيس سره سم، د محصلینو د مديريت په اهتمام تاسيس شوی دی چې پر اقتصاد، ژورنالېزم، انجنيرۍ، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو سربېره، په نورو بېلابېلو برخو کې په پښتو، دري ،عربي او انګليسي ژبو په هارډ او سافټ بڼه، زرګونه  کتابونه لري. د پوهنتون رییس وایي، د کتابتون د لا غني کولو لپاره یې هڅې روانې دي چې پر تخصوصي برخو سربېره، د کتابتون نورې علمي برخې هم غني کړي، څو محصلین او استادان وکولی شي په اسانۍ سره خپلې څېړنې پکې بشپړې کړي او مطالعه پکې وکړي. نوموړی وایي، اوسمهال په خپل کتابتون کې د ۱۵ زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه لري. محصلین کولای شي هره ورځ د سهار له شپږو د غرمې تر دوولسو او د ماسپښين له دوو د ماښام تر اتو بجو پورې په ارامه فضا کې خپله مطالعه وکړي.

الفلاح پوهنتون د کتابتون تر څنګ، د حقوقو پوهنځي د محصلینو لپاره یو حقوقي کلینیک لري، چې د دې پوهنځي محصلینو ته پکې عملي زده کړې ورکول کېږي. د دې تر څنګ یې د محصلینو لپاره یو کلپ جوړ کړی چې محصلینو ته پکې تقویتي روزنه ورکول کېږي او اړیکې او مهارتونه یې پکې پیاوړي کېږي. الفلاح پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړې ده چې محصلین کولی شي، هغه موضوعګانې چې په کتابونو کې د لاسرسي وړ نه وي، د انټرنېټ له لارې ولټوي او ګټه ترې واخلي. د علمي پروګرامونو د اهدافو د پلي کولو او د وخت د تقاضا پر بنسټ، د نوې ټکنالوژۍ د وسایلو د کارونې په موخه، د الفلاح پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جوړه شوې ده. محصلین کولی شي د پوهنتون ټولو هغو برخو ته چې د دوی اړوند کېږي، د یوه پرمختللي ډېټابېس له لارې لاسرسی ولري.

دغه پوهنتون د تخفیف او سکالرشیف برخې هم لري. د ښاغلي معشوق سادات په خبره، هغه کسان چې د پوهنتون په کچه په لومړي مقام کې راځي، هغوی کولی شي په وړیا ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دغه راز هغه محصلین چې د پوهنځیو په کچه په لومړي مقام کې راځي، ۶۰ سلنه تخفیف ورکول کېږي او هغه کسان چې بیا د ټولګي په کچه لومړی مقام خپلوي، هغوی بیا په ۵۰ سلنه تخفیف خپلو زده کړو ته ادامه ورکولی شي. ښاغلی سادات وایي، د دې تر څنګ، هغه ځوانان چې اقتصاد یې کمزوری وي او زده کړو ته لومړیتوب ورکوي، د هغوی لپاره یې ډونران پیدا کړي، څو خپلو زده کړو ته د هغوی پر مټ ادامه ورکړي. خپله د پوهنتون اداره هم ځانګړی تخفیف لري، چې محصلین ترې برخمن کېږي.

ډېری هغه کسان چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسې فارغېږي، یوه اندېښنه ور سره د خپلو تحصیلي اسناد د تر لاسه کولو وي. د الفلاح پوهنتون رییس وایي، د محصلینو د تحصیلي اسنادو هغه برخه چې په پوهنتون پورې اړوندېږي، دوی یې په اړه پر وخت اقدام کوي او ټول اړین توکي ورته برابروي، څو محصل وکړای شي له خپلو اسنادو څخه د دندې پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي؛ ځکه دوی په خپله اداره کې یو پرمختللی ډېټابېس لري چې له مخې یې په ډېر شفاف او چټک ډول د محصل اړوند اسنادونه لوړو زده کړو وزارت ته په ډېر کم وخت کې سپاري. معشوق سادات مني چې ځینې وخت د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو تحصیلي اسنادونه په لوړو زده کړو وزارت کې یو څه ځنډېږي او د ځنډ لامل یې هم د خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې د کارکوونکو د شمېر کموالی په ګوته کوي.

د دغه پوهنتون اداره د خپل ستراتيژیک پلان له مخې غواړي د پوهنتون په چوکاټ کې د ماسټرۍ پروګرام هم رامنځ ته کړي، چې د رییس په خبره یې په دې برخه کې یې لوړو زده کړو وزارت ته خپل وړاندیز لا له وړاندې سپارلی دی. دغه راز د دې تر څنګ، هڅه کوي چې د هېواد په کچه د یوه ملي پوهنتون په توګه فعالیت وکړي او د کار مارکېټ او پوهنځیو ته په کتو، معیاري کريکولم ولري او محصلینو ته په نوي میتود تدریس وکړي.

د دغه پوهنتون اداره د خصوصي پوهنتونونو په مخکې تر ټولو لوی پروت خنډ په تېرو څلورنیمو کلونو کې په دې سکټور کې د نویو بنسټونو رامنځ ته کولو یا پرمختګونو لکه د نویو پوهنتونونو نه جوړېدل، د نویو پوهنځیو نه تاسیس، پوهنتونونو ته د موسسو نه ارتقاع، د پوهنتونونو د څانګو نه جوړېدل او یا هم د ماسټرۍ پروګرامونو نه پیلېدل بولي. ښاغلی سادات وایي، اوسمهال ټول پوهنتونونه له افغان حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې پر خصوصي پوهنتونونو دغه بندیز له منځه یوسي، څو خصوصي پوهنتونونه نور هم پرمختګ وکړي.

 

 

Share8Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In