جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسه

سپتمبر 29, 2019
in پوهنتون
0 0

حمیدالله حمیدي

بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسې خپل فعالیت په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په رسمي ډول د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او ستوماتولوژۍ) په درلودو سره پیل کړ. د بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهاند عبدالحنان بری وایي، له فعالیتونو او د معیارونو تر پوره کولو وروسته، دغه موسسه وتوانېده چې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ یو بل پوهنځی هم د دغه موسسې په چوکاټ کې ور زیات کړي. اوسمهال دغه موسسه دری پوهنځي (معالجوي طب، ستوماتولوژي او حقوق او سیاسي علوم) لري.

د لوړو زده کړو دغه موسسه اوسمهال ۱۷۷۵ محصلین لري، چې له دې ډلې ۱۲۶۸ نارینه او پاتې یې ښځینه محصلینې دي. د ښاغلي بري په خبره، دا چې دې موسسې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې پر فعالیت پیل کړی، نو تر اوسه پورې یې کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي؛ ځکه طبي پوهنځیو کې تدریسي کلونه د نورو پوهنځیو په پرتله ډېر وخت نیسي او تر څنګ یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هم تر اوسه پورې هغه څلور کلن بهیر چې محصل پکې لېسانس کېږي، نه دی پوره کړی.

د بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په دې موسسه کې د تدریس چارې د ۴۹ استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ۲۰ یې دایمي او ۲۹ یې بیا قراردادي استادان دي. د پوهاند عبدالحنان بري په خبره، ټول استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري چې د دې ۴۹ استادانو له ډلې ۱۱ تنه یې ښځینه استادانې دي. دی وایي، استادان یې د تدریس په برخه کې کافي تجربه لري او هڅه کوي چې د تدریس پر مهال له نویو او مؤثرو میتودونو څخه ګټه واخلي. ښاغلی بری وایي، محصلینو ته د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړې هم ور کول کېږي څو بیا د کار او دندې پيدا کولو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ نه شي.

د بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسې په معالجوي طب پوهنځي کې یوازې د سهار لخوا تدریس کېږي، خو حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې شامل محصلین کولی شي چې د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو وختونو  کې د زده کړو لپاره حاضر شي. ځکه د پوهاند بري په خبره چې سهار وختي، له غرمې مخکې، تر غرمې وروسته او د شپې لخوا یې د محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه محصلین زده کړې کوي، چې د ورځې لخوا په دولتي یا غیر دولتي اداره کې دنده ولري او یا هم پر نورو کارونو بوخت وي. د لوړو زده کړو دغه موسسه تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره اړیکه یا هوکړه نه لري، خو د مشر تابه په خبره یې چې په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره نیکې اړیکې لري او تر څنګ یې له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې هم لري.

پوهاند عبدالحنان بری وایي، بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو او استادانو لپاره مناسب کتابتون لري، چې په بېلابېلو برخو کې په هارډ ډول له دوو زرو زیات کتابونه پکې ځای پر ځای شوي دي. تر څنګ یې په سافټ ډول هم کتابتون لري، چې محصلین کولی شي د انټرنېټ په شتون کې ورته لاسرسی ولري، د خپلې خوښې کتاب پکې ولټوي او مطالعه یې کړي. دی وایي، د هغو پوهنځیو د محصلینو لپاره چې په طبي پرخه پورې اړوندېږي، پنځه مجهز لابراتوارونه لري. تر څنګ یې ورزشي جمنازیوم او د ښځینه محصلینو لپاره د ترانسپورټ اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

دغه موسسه د محصلینو د فیس د تخفیف په برخه کې بېلابېلې کټګورۍ لري. ښاغلی بری وایي چې له لوړو زده کړو وزارت سره د یوې هوکړې له مخې د شهیدانو، معلولینو د وارثینو او بېوزله کورنیو د محصلینو لپاره بېلابېل تخفیفونه لري، چې ان تر سل سلنې پورې تخفیف یې هم ور کړی دی. د دې تر څنګ، حالاتو ته په کتو خپلو محصلینو ته تخفیف ورکوي.

پوهاند بری د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د توپیر په اړه وایي، ټول پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او وخت ناوخت یې ارزوي. دی وایي، سږ کال دغه وزارت لږ تر لږه ۲۶ د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته اجازه ور نه کړه، چې نوي محصلین ونیسي، ځکه دوی ټاکلي معیارونه نه وو پوره کړي. بری وایي، دا چې دغه پوهنتونونه ټول د دې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او ټاکلی درسي کریکولم تدریسوي، نو د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ کوم توپیر نه ویني. دا چې د خصوصي پوهنتونونو فعالیت په افغانستان کې یو څه نوې خبره ده، نو عام خلک یې تر منځ توپیر رامنځ ته کوي.

د دغې موسسې اداره غواړي په راتلونکې کې اول د خپلو پوهنځيو شمېر زیات کړي او پوهنتون ته ارتقاع وکړي او  تر څنګ یې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي. ښاغلی بری وایي، د اقتصاد، کمپیوټر ساینس او قابلګۍ پوهنځیو د اېجاد لپاره یې لوړو زده کړو وزارت ته غوښتنلیکونه سپارلي، خو دا چې له څو کلونو راهیسې په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځيو تاسیس د وزارت لخوا بند شوی دی، دوی تر اوسه پورې په دې چاره نه دي بریالي شوي. نوموړی وايي، که لوړو زده کړو وزارت د نویو پوهنځیو منظوري ورکړي، دوی به د کار مارکېټ ته په کتو، نوي پوهنځي تاسیس کړي.

د بایزید روښان د لوړو زده کړو موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسې استادانو ته هم د ترفیع پروګرام پیل کړي، څو هغه استادان چې په خصوصي پوهنتونونو کې تدریس کوي، له دې حق څخه برخمن شي او تر څنګ یې د امکان په صورت کې د تقاعد په قانون کې هم شامل شي. دغه راز هغه بورسونه چې د استادانو او محصلینو لپاره راځي، اوسمهال ترې یوازې د دولتي پوهنتونونو استادان او محصلین برخمن کېږي. ښاغلی بری وایي، لوړو زده کړو وزارت باید په دې برخه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپیر ونه کړي.

د خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته تر فراغت وروسته ژر تحصیلي اسنادونه نه ورکول کېږي او ډېر کله خلک پرې نیوکه هم کوي، د دې موسسې رییس ښاغلی بری وايي، دوی به  د محصل تر فراغت وروسته، د خپلې ادارې لخوا ډېر ژر د محصل د تحصیلي اسناد کار خلاص او هغه ته به یې وسپاري، څو د دندې پيدا کولو پر مهال تر ګټه واخلي.

Share8Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In