عراق د منځني ختیځ او د عربي منځني ختیځ هېوادونو په ډله کې د آسیا په جنوب لوېدیځه برخه او د عربي خلیج په شمالي څنډه کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۵ او ۳۷ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۳۸ او ۴۹ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۶۸۷۵۴ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۵۲م لوی هېواد دی.
د عراق شمال ته ترکیه، جنوب ته کویټ او سعودي عربستان، لوېدیځ ته سوریه او اردن او ختیځ ته یې ایران موقعیت لري.
عراق د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، دری ډوله اقلیمي سیمې لري. د ایران او ترکیې پولو ته نږدې په شمالي او شمال ختیځو برخو کې هوا سړه او واورینه ده. د ختیځو او جنوب- ختیځو سیمو هوا معتدله او د لوېدیځو او جنوب- لوېدیځو برخو هوا یې توده او وچه ده.
د دجلې او فرات دوه لوی سیندونه چې د سوریې او ترکیې له غرنیو سیمو سرچینه اخلي، په شمال- لوېدیځ کې د عراق خاورې ته ننوزي او مخ په جنوب- ختیځ بهېږي. هغه لویه شنه او ښیرازه- اواره سیمه چې د دجلې او فرات ترمنځ پرته ده، د بین النهرین په نامه یادیږي.
د دغه هېواد پلازمېنه د بغداد ښار دی او ټولټال دغه هېواد څه کم ۴۰ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۶۸ کسان ژوند کوي.
د عراق ۷۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۵ سلنه هغه یې بیا په کلیو او باڼدو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
عراق د اداري وېش له پلوه پر اتو ولایتونو وېشل شوی دی. اربیل، الموصول، بصره، کربلا، فلوجه، مخمور، کوت العماره او امدیا یې مهم او لوی ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. د عراق پخوانی اساسي قانون د ۱۹۶۸ ز کال د سپټمبر په ۲۲مه جوړ او د ۱۹۷۰ ز کال د جولای په ۱۶مه نافذ شوی و. په ۱۹۹۰ ز کال کې د دغه هېواد په اساسي قانون کې تعدیلات راغلل، هغه وخت چې امریکایي پوځونو پر عراق یرغل وکړ او د صدام حسین رژیم یې نسکور کړ، د عراق نوي دولت او امریکا د انتقالي ادارې قانون جوړ کړ.
د عراق د اوسني دولت نوی اساسي قانون په ۲۰۰۵ ز کال کې نافذ شو. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بهرام صالح او لومړی وزیر یې عادل عبدال مهدي دی. د عراق پارلمان یوه شورا لري، ولسي جرګه چې ۲۷۵ غړي لري، د دغه هېواد د ولسي جرګې غړي د سیمو په تناسب، د خلکو لهخوا د څلورو کلونو لهپاره ټاکل کیږي.
د دغه هېواد د قضایې قوې په سر کې د تمییز عالي محکمه ځای لري. د عراق حقوقي نظام په ځانګړو محکمو کې د اسلام د حکمونو او په عامه توګه د مدني قانون په اساس جوړ شوی دی.
الصدر غورځنګ، د مشروطه پاچايي غورځنګ، د دعوت ګوند، د خپلواک عراق اتحاد او د عراق حزب الله ډله د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
عراق د ۱۹۳۲ ز کال د اکټوبر په درېیمه له برېټانیې څخه خپلواکي واخیسته او هر کال د جولای ۱۷مه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د عراق اقتصاد تر ډېره د تېلو پر هغو صادراتو ولاړ دی، چې په اتیایمه لسیزه کې یې په عنعنوي توګه د دغه هېواد ۹۶ سلنه بهرني عواید برابر کړي وو. په عراق کې مالي بحران هغه وخت زیات شو چې له ایران سره په اته کلنه جګړه کې غیر اقتصادي لګښتونه زیات شول او د تېلو د صادرولو ځینې تاسیسات د ایران لهخوا وځپل شول. دا جګړه د ۱۹۸۰ ز کال د سپټمبر تر ۲۲مې وروسته، هغه وخت د عراق او ایران تر مینځ ونښته، چې د شط العرب د مالکیت په سر د دوی لس میاشتنۍ خبرې او ډیپلوماتیکې هلې ځلې ځای ته ونه رسېدې او دواړو هېوادونو ته یې د سر او مال درانده زیانونه واړول. دې ستونزو د عراق حکومت دې ته اړ کړ چې پر عامو خلکو د خوراکي توکو، تېلو او درملو کلکه ځېره ولګوي، ډېر پور واخلي او وروسته بیا د بهرنیو پورونو د ورکړې پر زماني جدول باندې نوې کتنه وکړي. عراق په دغه اوږده جګړه کې ۱۰۰ بلیون ډالره تاوان وکړ، کله چې په ۱۹۸۸ ز کال کې دښمني او جګړه پای ته ورسېده، د تېلو صادرات ورو ورو زیات شول، ځکه چې له یوې خوا نوي پایپ لینونه وغزول شول او بلې خوا د تېلو وران شوي تاسیسات بیا په کار وا چول شول. دغه هېواد د دې جګړې ټپونه رغولي نه وو چې صدام حسین د کویټ د تېلو پر بډایه زېرمو باندې د مالکیت په تمه، پوځي یرغل وکړ او دغه کمکی ګاونډی هېواد یې ونیو.
په بدل کې یې ځینو هېوادونو پر عراق بندیزونه ولګول او بیا امریکا او ملګرو پوځونو یې پر دغه هېواد پوځي برید وکړ. په دې جګړه کې د عراق پوځي تاسیساتو، اقتصادي او ټولنیز نظم ته درانده زیانونه ورسېدل او ملي تولیدات د لنډې مودې لهپاره کم شول. له دې وروسته، د عراق چارواکو ډېر ملي عواید د پوځ پر بیا جوړونه او پیاوړتیا ولګول او د غیر پوځي اقتصاد خوا ته پاملرنه کمه شوه. دې کموالي د عامو خلکو پر ژوند ناوړه اغېزه وکړه، عراق د دې جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم د هغو بندیزونو له ناوړه اغېز سره لاس او ګریوان پاتې شو، چې تېل یوازې د خوراکي توکو، دارو-درمل، طبیعي خدماتو او ځینو نورو بشري او غیر پوځي اقتصادي اړتیاوو د وارداتو لهپاره هم صاردولی شي.
د ۱۹۹۹ ز کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا عراق ته اجازه ورکړه، چې د خپلو تېلو صادرات د خپلو ټولو بشري اړتیاوو تر حده زیاتولی شي.
عراق د خپل اقتصادي پرمختګ لهپاره ډېرې ستونزې په مخ کې لري، د اقتصادي بیارغونې او پرمختګ لهپاره تر هرڅه مخکې داسې اداراتو او موسساتو ته اړتیا ده، چې سمې تګلارې جوړې او پلې کړي. امنیت هغه بله ستونزه ده چې کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د هڅونې او کار لاره اوارولی شي. پر دولت باندې د خلکو اعتماد او پر راتلونکي باندې ډاډ هغه نور لاملونه دي چې د عراق له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولي شي.
د طبیعي زېرمو استخراج، د تېلو چاڼ، خوراکي توکي، کیمیاوي توکي، ټوکران، ساختماني مواد، سیمنټ، ګوګړ، چرم، د برېښنا سامان، د کانونو د ایستلو ماشینري، کوچني نقلیه وسایط او نور د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د عراق ۱۴ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده او ۳۵ سلنه خلک یې د کرنې په سکټور پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۴ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
غنم، وربشې، وریجې، خرما، پنبه، چغندر، تنباکو، میوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د عراق مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
امریکا، جنوبي کوریا، کاناډا، اسپانیا او چین د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد ۱۰۵ هوایي ډګرونه لري چې ۸۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. همدارنګه د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۴ او د انټرنېټ کود یې IQ دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان لاسرسی ورته لري.
په عراق کې له ۲۰۰۳ ز کال وروسته، د خصوصي ټلویزیونونو او راډیوګانو شمېر ډېر ژر لوړ شو، ځکه چې د مطبوعاتو نوي قانون خصوصي سکټور ته د رسنیو په برخه کې د پانګونې اجازه ورکړه.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ۸۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهېږي. په عراق زده کړه له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو او تنیکو ځوانانو لهپاره وړیا او جبري ده.
د عراق اوسنۍ خاوره د آسیا د لویې وچې او د نړۍ د لرغوني مدنیت له څلورګونو مراکزو څخه بلل کیږي. سامیان له میلاد څخه ۳۵۰۰ کاله مخکې بین النهرین ته وکوچېدل او سومریانو د بین النهرین په شمالي سیمو کې د آشور یا آسور هېواد جوړ کړ. هغه وخت د سامیانو پلازمېنه بابل او د سومریانو پلازمېنه نینوا نومیدل. له میلاد څخه ۵۳۹ کاله مخکې د کوروش پوځونو د بین النهرین ډېره خاوره ونیوله، له میلاد څخه ۳۳۱ کاله مخکې سکندر مقدوني بین النهرین ونیو او پلازمېنه یې د سکندر د سترواکۍ مرکز وټاکل شوه. له میلاد څخه دری پېړۍ مخکې، اشکانیانو او وروسته بیا ساسانیانو په بین النهرین واکمني وکړه، تر هغه وخت چې په اوومه پېړۍ کې مسلمانو اعرابو ساسانیانو ته بشپړه ماتې ورکړه او اوسنی عراق د اسلامي حکومت جز وګرځید. هغه وخت عراق پر دوو سیمو وېشل شوی و، بصره او کوفه چې مشران یې سعد بن ابي وقاص او ابو موسی اشعري وو. د حضرت علي د خلافت په وخت کې د کوفې ښار د اسلامي حکومت مرکز و. د نوموړي خلیفه له شهادت وروسته، عراق د اموي خلفاوو لهخوا اداره کېده، د معاویه د زوی یزید د حکومت په وخت کې د کربلا غمجنه پېښه را منځ ته شوه او حضرت امام حسین له خپلو یارانو سره په شهادت ورسېد.
د عراق، افغانستان، ایران او ترکیې تر منځ د نه تعرض تړون په ۱۹۲۸ ز کال کې لاسلیک شو. په ۱۹۳۲ ز کال کې د افغانستان او عراق تر منځ د ښو اړیکو د پیل هوکړه وشوه، دا هوکړه په تهران کې افغان سفیر شیر احمد خان او په تهران کې د عراق فوق العاده استازي او وزیر مختار توفیق لاسلیک کړې وه.
په ۱۹۴۱ ز کال کې د افغانستان او عراق سیاسي اړیکې د مختار وزیر سويې ته لوړې شوې او عبدالرحمان پوپل په بغداد کې د افغانستان د لومړني ډیپلومات په توګه وټاکل شو. په ۱۹۷۵ ز کال د افغانستان او عراق په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شول او د دواړو هېوادونو سفیرانو خپل کارونه پیل کړل.
له افغانستان څخه تر عراق پورې د هوا له لارې فاصله ۲۲۲۷ کیلومترو ته رسېږي او همدارنګه د کابل او بغداد ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.