عمان د آسیا په جنوب لوېدیځه برخه کې د عربستان ټاپووزمې په ختیځه څنډه او د فارس یا عربي خلیج په منځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۵ او ۲۶ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۵۵ او ۶۵ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۹۲۳۵۵ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۸۴یم لوی هېواد دی.
د دغه هېواد شمال ته د عمان خلیج، جنوب ته یې عربي متحده امارات او شمالي فجیره، ختیځ ته یې د عمان خلیج او لوېدیځ ته یې عربي متحده امارات پراته دي.
د عمان پلازمېنه د مسقط ښار دی او ټولټال د دغه هېواد نفوس څه کم پنځو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې لس کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۷۰ سلنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د عمان د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
دغه هېواد د اداري وېش له پلوه پر پنځو برخو وېشل شوی دی. مسقط، برکا، ایبري، الوهار، اسواق او جمیل د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
د عمان د حکومت ډول مطلقه پاچایي ده، دغه هېواد د ۱۹۹۶ ز کال تر نومبر میاشتې پورې اساسي قانون نه درلود او هېواد د سلطان قابوس د ۱۹۷۶ ز کال د ۲۶مې ګڼې فرمان له مخې اداره کیده. په دغه فرمان کې د عمان د وزارتونو او دولتي واک په اړه احکام راغلي وو. د دغه هېواد اوسنی اساسي قانون اووه فصله او ۸۱ مادې لري. د دې قانون له مخې، پاچایي په عمان کې میراثي ده. د عمان پاچا سلطان قابوس د دغه هېواد مطلق واکمن دی، نوموړی په پاچایۍ سربېره، د هېواد لومړی وزیر، د وسله والو پوځونو قوماندان، د دفاع وزیر، د شتمنیو او اقتصادي چارو وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او د پراختیا د شورا مشر هم دی. د عمان د کابینې ډېر وزیران اباضي او د سلطنتي کورنۍ یا د پاچا د ملګرو له خپلوانو څخه دي. د دغه هېواد کابینه ۲۳ وزیران لري چې د هر وزیر واکونه او مسوولیتونه د پاچا لهخوا ټاکل کیږي.
د عمان ملي شورا دوې جرګې لري، لومړۍ مجلس الدوله چې ۵۹ غړي لري او له دې ډلې یې نهه ښځې د پاچا لهخوا ټاکل کیږي او پاچا او ولسي جرګې ته مشورې ورکوي. دویمه ولسي جرګه چې ۸۳ غړي لري، له دې ډلې یې دوې ښځې په ځانګړیو انتخاباتو کې ټاکل کیږي.
د عمان حقوقي نظام د اسلام او انګلستان پر قوانینو ولاړ دی. په دغه هېواد کې اسلامي قاضیان او نوې جوړې شوې مدني محکمې دواړه شته. په دغه هېواد کې غټ قاضیان د سلطان او د سیمه ییزو محکمو قاضیان د عدلیې او حج او اوقافو او اسلامي چارو د وزیر لهخوا ټاکل کیږي. د شریعت محکمه او ستره محکمه د عمان دوې لوړې محکمې دي. د شریعت محکمه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د هېواد قضايي چارې پر مخ بیایي، که د پلازمېنې او سیمو محکمې د یوې دوسیې په اړه پرېکړه و نه شي کړی، سترې محکمې ته یې لېږي چې مرکز یې په مسقط کې دی.
په عمان کې محکمه دری پړاوه لري، ابتدایي، استیناف او په ستره محکمه کې یې د امنیت محکمه هم جوړه شوې چې د وسله وال پوځ د منسوبینو دوسیې څېړي.
د شلمې میلادي پېړۍ په لومړنیو لسیزو کې عمان د عربستان د ټاپووزمې یو بېوزله هېواد و. په ۱۹۶۸ ز کال کې د عمان پاچا سلطان سعید بن تیمور یو امریکایي پانګه وال د خپل اقتصادي مشاور په توګه وټاکه، د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لهپاره پنځه کلن پلان جوړ او د دغه هېواد پر پولي سیسټم یې بیاکتنه وکړه.
کورنیو ستونزو او د عوایدو لږوالي د دې پلان عملي کېدلو ته ستونزې جوړولې. په ۱۹۷۰ ز کال کې سلطان قابوس د عمان مشر شو، ده دې تېلو ټول عواید پرمختایي پروژو ته ځانګړي کړل او هڅه یې وکړه چې کورني تولیدات د وارداتو ځای ونیسي.
د عمان اقتصادي پرمختګ په ۱۹۸۵ ز کال کې ډېر ګړندی شو، خو په ۱۹۸۶ ز کال کې د تېلو د بیو ټیټېدو ډېرې پراختیایي پروژې ودرولې. د هېواد د ملي پیسو ارزښت ټیټ شو او د دغه هېواد چارواکي اړ شول چې پر تېلو خپله اتکا لږ کړي او د عوایدو نورې سرچینې ولټوي.
د عمان په درېیم پرمختایي پلان کې هڅه وشوه چې ښوونه او روزنه وده وکړي، روغتیایي اسانتیاوې ډېرې شي، لارې او بندرونه جوړ شي، ملي تولیدات ډېر شي، د تېلو چاڼځایونه او نللیکې پراختیا ومومي او خلکو ته برېښنا او ګاز ورسول شي. په درېیم پلان کې غیر خاتیلي تولیدات زیات شول، دولت خلکو ته پورونه ورکړل چې کرنه ماشیني کړي، د کبانو د نیولو او پروسس وسایل واخلي، د سیلانیانو د استوګنې او تفرېح لهپاره هوټلونه، رسټورانټونه او دوکانونه جوړ کړي او وړې فابریکې واخلي. په ۱۹۹۵ ز کال کې د عمان د غیر خالص کورني تولید کچه ۱۴ بلیون ډالرو ته رسیده او د سړي سرکلني عاید له پلوه پرمختلونکی هېواد و.
دغه هېواد هر ورځ ډېر تېل تولیدول، چین، جاپان، ټایلند او جنوبي کوریا ته صادرېدل. په عمان کې د سلطان قابوس د واکمنۍ په کلونو کې د سیمنټو د جوړولو، د تېلو د چاڼ، د مسو د ویلې کولو، المونیم، میتانول، داروګانو او کیمیاوي سرې سترې کارخونې جوړې شوې. سلطان په خپل هېواد کې څو صنعتي سیمې جوړې او کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته یې ډېرې قانوني او اداري اسانتیاوې برابرې کړې.
که څه هم چې د عمان د کرنې وړ ځمکه محدوده ده، خو دولت هڅه کړې چې د اوبو د بندونو د جوړولو له لارې، کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسوي او خپلو بزګرانو ته پورونه ورکړي چې له لږو ځمکو ډېر حاصلات واخلي.
دغه هېواد څو داسې بندرونه لري چې سترې سوداګريزې بېړۍ ورته راتلی شي. د عمان بندري تاسیسات خورا عصري شوي او د مالونو د واردولو او صادرولو لهپاره یې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي. عمان اوس اوس د آسیا د شتمنو هېوادونو په کتار کې ښه ځای لري او دولت او خصوصی سکټور د بهرنیو کمپنیو متخصصینو او فني کارګرانو په مرسته نوي بریالیتوبونه تر لاسه کړي.
د اومو تېلو ایستل او چاڼ، طبیعي ګاز، اوبلن ګاز، ساختماني مواد، سیمنټ، مس، اوسپنه، کیمیاوي مواد، نوري کېبل، د خوراکي موادو پروسس، ګوګړ او لاسي صنعت د غه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د عمان دوه سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پنځه سلنه خاوره یې څړځایونو او ۹۴ سلنه خاوره یې غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د عمان ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد یو سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
تنباکو، ګني، خرما، لیمو، کیله، ناریال، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د عمان غټ تجارتي شریکان جاپان، چین، ټایلنډ، جنوبي کوریا، اسپانیا او عربي متحده امارات دي. دغه هېواد ۱۳۰ هوايي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۸ او د انټرنېټ کود یې بیا OM دی، چې ټولټال یې دوه میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد یو دولتي ټلویزیون او ۱۶ راډیوګانې لري او اوس اوس یې خصوصي سکټور ته هم اجازه ورکړې چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
عمان د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
له تاریخي نښو نښانو څخه ښکاري چې له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله مخکې، یوه ډله خلک د عربستان د ټاپووزمې له جنوبي برخو د اوسني مسقط او عمان خاورې ته لېږدېدلي دي او هلته مېشت شوي. له میلاد څخه دری پېړۍ مخکې د خټینو لوښو لیکنې وایي، چې د هغه وخت عمان له بین النهرین سره د راکړې ورکړې ځای و. عماني سمندري ملاحان به د هند په سمندر کې ګرځېدل او د هند- چین او افریقا د سواحلو تر منځ یې سوداګري کوله.
له میلاد مخکې په پنځمه پېړۍ کې د عمان د اوسنۍ خاورې د عماني قبیلې خلکو هخامشیانو ته ماتې ورکړه او خپل هېواد یې خپلواک کړ. په شپږمه میلادي پېړۍ کې عمان ساساني ځواکونو ونیو، د عمان شمالي سیمې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په وخت کې د اسلامي خلافت په سیمه کې ورګډې شوې.
په ۱۹۵۱ ز کال کې د عمان او انګلستان تر منځ، د عمان د کورواکۍ تړون لاسلیک شو. په ۱۹۵۷ ز کال کې بیا اباضیانو بغاوت وکړ چې انګلسي الوتکو وځپل. د ۱۹۵۸ ز کال په ژمي کې بیا خلک پورته شول، دا ځلې عربي متحده جمهوریت د خپلواکۍ غوښتونکو مرسته کوله. په ۱۹۶۶ ز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي ټولنې په عمان کې د انګلسانو چال چلند ناروا وباله او پرېکړه یې وکړه چې د عمان د تېلو زېرمې د دې هېواد په خلکو پورې اړه لري او هېڅوک یې بهرنیو کمپنیو ته د ورکولو حق نه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغانستان او عمان استوګنې سیاسي اړیکې نه لري او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت په مسقط کې د افغانستان چارې تر سره کوي.
له افغانستان څخه تر عمان پورې د هوا له لارې فاصله ۱۷۹۹ کیلومتره او همداراز د کابل او مسقط ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۳۰ دقیقې دی.