فلیپین د ټاپوګانو ټولګی د آسیا د لویې وچې په جنوب- ختیځ، په آرام سمندر کې د فلیپین د سمندر او د جنوبي چین د سمندر تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی۱۱۵۸۳۱ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۶۵م لوی هېواد بلل کېږي.
د فلیپین د ټاپوګانو ټولګی ټول اوبو چاپېره کړی دی. جنوب ته یې مالیزیا او اندونیزیا دغه هېواد ته تر ټولو نږدې پراته هېوادونه دي. شمال ته یې آرام سمندر، ختیځ ته یې آرام سمندر او لوېدیځ ته یې د جنوبي چین سیند موقعیت لري.
د فلیپین د ټاپوګانو ټولګی له ۷۱۰۷ ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی، چې په ۱۶۰۰ کیلومتره اوږده سیمه کې خواره واره پراته دي. یوولس ټاپوګان د دغه هېواد ۹۵ سنله خاوره جوړوي، د لوزان او میندونا دوه ټاپوګان د فلیپین درېیمه برخه خاوره نیولې ده.
د دغه هېواد پلازمېنه د مانیلا ښار دی او دغه هېواد ټولټال څه باندې ۱۰۰ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۸۷۰ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۳۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د فلیپین د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
فلیپین د اداري وېش له پلوه پر ۸۰ ولایتونو او ۱۲۰ ښاري سیمو وېشل شوی دی. کباناتاون، کویزون ستي، ناګا، بتان، ګس، ستي لینګاین، لوسینا، مالولوس، دانسالان او سیبو یې مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی، د فليپین اوسنی اساسي قانون د ۱۹۸۷ ز کال د فبرورۍ په ۱۱مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر رودریګو دی چې د لومړي وزیر چارې هم پر مخ بیايي.
په فلیپین کې ولسمشر او مرستیال یې دواړه په بېلابېلو ټکټونو کې د شپږو کلونو لهپاره د خلکو په خوښه او د کابینې وزیران د ولسمشر لخوا د ټاکنو د عالي کمېسیون په تصویب ټاکل کیږي. د دغه هېواد پارلمان دوه جرګې لري، مشرانو جرګه یې ۲۴ غړي لري او نیمایي غړي یې په هرو دریو کلونو کې ټاکل کېږي. دویمه ولسي جرګه یې ۲۳۰ غړي لري، چې د دریو کلونو لهپاره د ولسوالیو په سطحه او د ګوندونو د لېستونو له مخې، د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د اسپانوي او انګلو امریکایي قوانینو پر اساس جوړ شوی دی. د فلیپین د حقوقي نظام په سر کې ستره محکمه ځای لري، چې ۱۵ قاضیان یې د ولسمشر لخوا د قضایي کمېسیون په مشوره ټاکل کیږي. دا قاضیان د ژوند تر ۷۰ کلنۍ پورې کار کوي. له سترې محکمې وروسته، فلیپین د استیناف محکمه او د دولتي چارواکو ځانګړې محکمه لري، چې د اختلاس او رشوت تورونه څېړي.
دغه هېواد د ۱۸۹۸ ز کال د جون په ۱۲مه له اسپانیا او د ۱۹۴۶ ز کال د جولای په څلورمه د امریکا له متحده ایالاتو څخه خپلواکي اخیستې او اوس همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
په ۱۹۷۷ ز کال کې د فلیپین اقتصاد چې کرنه او سپک صنعت یې دوه اساسي ستنې بلل کیدې، د خپلې ګټورې پرمختیا پنځوسمه کالیزه ونمانځله. په دغه موده کې د فلیپین اقتصاد د پانګې اچونې او د صادراتو د پراختیا تګ لاره درلوده. په ۱۹۹۸ ز کال کې د فلیپین د اقتصادي ودې کلنۍ اندازه د ختیځې آسیا په هېوادونو کې د مالي بحران له امله دری سلنې ته ټیټه شوه. دغه بحران د فلیپین ګاونډیو ته ډېر زیانونه واړول، ځکه چې په بهر کې فلیپیني کارګران هر کال خپل هېواد ته له اوو تر اتو بلیون ډالرو عواید لیږي، چې فلیپین به ورو ورو د ختیځې آسیا د صنعتي هېوادونو په کتار کې ودروي. د اقتصاد بنسټونه به پیاوړي کړي او د مالیاتو داسې سیسټم به تطبیق کړي چې د دولتي عوایدو له زیاتوالي سره مناسبه مرسته وشي. په ۱۹۹۸ ز کال کې د فلیپین د ناخالص کورني تولید وده یو سلنه وه، خو د دولت د پرلهپسې هڅو له امله، دې شمېرې کال په کال مثبت بدلون کاوه، چې په ۲۰۰۱ ز کال کې څلور سلنې ته ورسېده.
۲۰۰۲ ز کال د فلیپین لهپاره ښه کال و، ناخالص کورني تولید یې پنځه سلنې او یو کال وروسته شپږ سلنې ته لوړ شو. په فلیپین کې خدماتي سکټور ښه وده کړې ده، د کرنې حاصلات ښه دي او د صادراتي مالونو په کیفیت کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
په هغو کلونو کې د فلیپین ۴۰ سلنه خلکو د فقر له نړیوالې کرښې ټیټ ژوند درلود، ځکه چې په دغه هېواد کې د نفوس کلنی ډېرښت ډېر لوړ دی او د هېواد د ملي عاید په وېش کې عدالت نشته او ډېر خلک وزګاره دي.
د فلیپین د دولتي سکټور ډېرې کارخونې ګټور تولید نه لري او د دولت پر بودیجه یې باز دروند کړی دی. دغه کارخونې په خصوصي سکټور کې هم پیرودونکي نه لري. د دغه هېواد دولت هڅه کوي چې د قانوني پرمختیا له لارې کورني او بهرني پانګه وال په خپل هېواد کې کار او پانګونې ته وهڅوي او وزګارو ځوانانو ته کار پیدا کړي.
د کانونو ایستل، د نفتي موادو چاڼ، ټوکران، خوراکي توکي، نقلیه وسایط، کاغذ، سیمنټ، دارو درمل، کېمیاوي توکي، لرګین شیان، مخابراتي وسایل، برېښنايي وسایل، فلزي سامان او ماشینونه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د فلیپین ۲۰ سنله ځمکه د کرنې وړ ده، څلور سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۳۴ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
قهوه، ګني، وریجې، جوار، میوې، ام، ناریال، کېله، غوزان، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د فلیپین مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
جاپان، امریکا، چین، سنګاپور، جنوبي کوریا، ټایلنډ او اندونیزیا د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد ۲۶۰ هوايي ډګرونه لري چې ۹۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د فلیپین د ټلیفون کود ۰۰۶۳ او د انټرنېټ کود یې PH دی، چې ټولټال یې نهه میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.
په فلیپین کې ډېر دولتي او خصوصي ټلویزیونونه او راډیوګانې فعالیت کوي. د فلیپین خلک ډېر بهرني ټلویزیونونه د سپوږمکۍ او کېبل له لارې لیدلی شي. په دغه هېواد کې ۳۰۰ انلوکسټیشنونه او څه باندې ۱۰۰۰ راډیوګانوې پر بېلابېلو ژبو خپرونې کوي.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له پلوه، د آسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۹ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
سره له دې چې د فلیپین د پخواني تاریخ په اړه ډېر معلومات نشته، خو دومره ویل کیږي چې فلیپین له میلاد څخه مخکې د آسیا په جنوب ختیځه سیمه کې د سوداګرۍ یو مهم مرکز و. په ۱۵۲۱ ز کال کې ننامتو اروپایي کاشف ش فردیناند ماژیلان دغې سیمې ته ورسېد او دغه ښکلی ځای یې د اسپانیا د هغه وخت د پاچا په ویاړ ونوماوه. ماژیلان د فلیپین په یوه ټاپو کې ووژل شو او د فلیپین نیول تر ۱۵۶۴ ز کال پورې وځنډېدل. له هغه وروسته د ۱۶مې پېړۍ تر دویمې نیمایي پورې دغه ټول ټاپوګان د اسپانویانولاس ته ورغلل.
پر فلیپین د اسپانویانو واکمني دری پېړۍ ټینګه وه او په دغه اوږده موده کې د دغه هېواد ډېر شته اسپانیې ته ولېږدول شول. وروسته د اسپانوي سترواکۍ له کمزورتیا سره جوخت، په فلیپین کې مذهبي ډلې پیاوړې شوې او پراخې ځمکې یې په خپله ولکه کې واخیستې. په دغه اوږده موده کې د فلیپین خلکو چې له ۱۱ تر ۱۳ سلنې مسلمانان شوي وو، د اروپایانو واکمني ونه منله او مالیات او جنګي لګښتونه یې نه ورکول.
په ۱۹مه پېړۍ کې د نوموړو مذهبي ډلو پر وړاندې د خلکو پاڅونونو د ملي خپلواکۍ غوښتنې احساسات پیاوړي کړل. لویو ځمکوالو دغه پاڅونونه هڅول. په ۱۸۹۶ ز کال کې دغه خواره واره پاڅونونه سره نږدې او پر یوه ستر استعماري ضد غورځنګ بدل شول. دوه کاله وروسته د دې غورځنګ مشرانو د هېواد خپلواکي اعلان کړه، امریکایانو چې وخت په خپله ګټه لیدلی و، د فلیپین د خپلواکۍ غوښتونکو د مرستې په نامه سیمې ته ودانګل او له اسپانویانو سره یې جګړه پیل کړه. د ۱۸۹۸ ز کال په پای کې اسپانوي سمندري پوځونو د امریکایي لښکرو پر وړاندې ماتې وخوړه او د فلیپین ټاپوګان او د هغه خلک د آزادۍ لهپاره سره راټول شول او په ۱۹۳۵ ز کال کې امریکا دا ومنله چې په راتلونکو لسو کلونو کې به فلیپین ته خپلواکي ورکړي. ډېر ژر یې د کورواکه فلیپین اساسي قانون تصویب کړ او کرون د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو په کتاب کې د فلیپين نوم نشته، داسې ښکاري چې دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
خو په دې وروستیو کلونو کې ځینې فلیپیني کارګران او متخصصین په افغانستان کې په ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو کې کار کوي او خپل عواید خپلو کورنیو ته لیږي.
له افغانستان څخه تر فلیپین پورې د هوا له لارې فاصله ۵۹۲۰ کیلومتره او همدا راز د کابل او مانیلا ښارونو ترمینځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.
دا لړۍ مو ډېره خوندونه ده؛ خو که د نفوس په اړه یې وویل، چې څومره مذهبونه په دغه هېواد کې ژوند کوي. لیکوال یې یوازې نفوس یادونه کوي.