شنبه, مې 10, 2025
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د فاع وزارت: پر افغانستان د هند د توغندیز برید اوازې ناسمې دي

    بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

    کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي

  • نړۍ

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د فاع وزارت: پر افغانستان د هند د توغندیز برید اوازې ناسمې دي

    بامیانو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

    کندوز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

    چین او پاکستان له سرپرست حکومت سره ګډه غونډه کوي

  • نړۍ

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    هند: د پاکستاني لوري په ډزو کې درې ملکي هندیان وژل شوي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

  • دریځ

    د جګړې پر ځای تفاهم؛ د سیمې د ثبات لپاره د هند او پاکستان د سولې اړتیا

    د پانګونې فرصتونو پراخوالی؛ د بېکارۍ د حل او اقتصادي ثبات یوازینۍ لاره

    نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

    امریکا ولې د چین پر وړاندې د سوداګرۍ جګړه نه شي ګټلی؟

    افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي

    د تعرفو له لارې د امریکا یواړخیز سیاست او پر نړیوال اقتصاد یې ناوړه اغېزې

    د نړیوالو مرستو کمیدو سره، له داخلي فرصتونو باید غوره استفاده وشي

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

    د غزې د مظلوم ولس د وینې بهېدو لړۍ؛ نړیواله چوپتیا د شرم وړ ده!

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    نوی علمي اثر «نړيوال قانون» چاپ شو

    د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند اثر چاپ شو

    د “کډوالي” کتاب مخکتنه وشوه

    د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ هېنداره کتاب خپور شو

    کډوالي کتاب چاپ شو

    “هنرستان” کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

دوست محمد کامل

شفیق امیرزی

نوومبر 5, 2019
in څېره
0 0

دوست محمد کامل د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او تر ټولو مهمه دا چې یو وتلی محقق و. هغه په داسې وخت کې په پښتو ژبه کې د څېړنو او تحقیقاتو ور پرانیست، چې په دې ډګر کې هېڅ راز د پام وړ کار نه و شوی. مومند د خدای ورکړې پوهې پر مټ، پر دې بریالی شو چې په پښتو ژبه کې، د پښتو ژبې په پخوانیو متونو او نورو مهمو مسایلو کې د پام وړ تحقیقات وکړي. د پوهانو په باور، هغه د تحقیقاتو له نوو معیارونو سره بلد و، ځکه یې په پښتو کې ټول کړي تحقیقات له نړیوالو معیارونو سره برابر دي. د دوست کامل مومند نوم په کوزه پښتونخوا کې د هغه د سترو خدمتونو او دلته په بره پښتونخوا کې هم مشهوره دی او خلک درناوی ورته لري. هغه له ډېرې تنکۍ ځوانۍ پر لیکوالۍ او شاعرۍ پیل وکړ او د ژوند تر وروستۍ شېبې یې لیکل کول. د هغه د بریا یو راز دا و، چې پر څو نړیوالو ژبو پوهېدو او پر ځینو یې لیکل هم کولی شوای.

دوست محمد کامل د پښتو ادب د هغو څېړونکو په کتار کې دی، چې تر اوسه یی څېړنه د قدر وړ ده. پر خوشال خان خټک د هغه څېړنه د یوه معتبر سند درجه لري. پر خوشال سربېره یې د مغلو د دور پر تاریخ ژور تحقیقات او مطالعات کړي دي. د هغه څېړنه پر قوي او مستدللو بنسټونو ولاړه ده.

دوست محمد خان کامل د ۱۹۱۵ ز کال د ډسمبر په ۱۶مه د پېښور د قاضي خېلو په مالت كې زیږېدلى و. د هغه د پلار نوم فرجون خان و. پلرني نیکونه ېې د نوښار تحصیل د ډاگۍ نومي کلي اوسېدونکي وو، خو د کامل پلار د خپلې دندې لپاره په پېښور کې مېشت شوی و. د ده مشران د بډه بېرې اوسېدونکي وو.

کامل لومړنۍ زده كړې په پېښور كې كړې وې. د مردان په عالي لیسه کې یې په ۱۹۳۲ز کال کې لسم ټولګی بشپړ کړ. بیا د پېښور په اسلامیه کالج کې شامل شو. د کالج پر مهال د خیبر مجلې مدیر هم و. د اسلامیه کالیج تر بشپړولو وروسته ایډورډز کالج ته لاړ. هلته یې په ۱۹۳۶ز کال کې خپل لیسانس واخیست. بیا یې په علیګړ پوهنتون کې ماسټري هم بشپړه کړه. هغه ته په هندوستان کې د دندې او کار تر سره کولو خوند نه ورکاوه. سره له دې چې تر فراغت وروسته د ښو دندو وړاندیز ورته وشو، خو په خپلو سیمو کې یې د وکالت دنده پيل کړه.

مخکې مو هم وویل چې تر دوست کامل مومند وړاندې په پښتو ادبیاتو او د پښتو متونو په تاریخ کې د څېړنو لړۍ او بهیر کمرنګه و. د دې لړۍ د پيل لپاره له سیالو ژبو سره د پښتو ژبې د مطالعې اړتیا وه او تر څنګ یې د څېړنې پر نړیوالو معیارونو د بلدتیا اړتیا هم لیدل کېده. دوست کامل مومند هغه کس و چې هم یې نورې ژبې زده وې او هم په نړۍ کې د هغه عصر پر ادبي چاپېریال له حاکم څېړنیز وضعیته خبر و. همدې مسایلو ته په پام یې په پښتو ژبه کې د څېړنو نوی ور پرانیست.

مومند په یوه علم پروره کورنۍ کې زیږېدلی و. نو ځکه یې د خپلې کورنۍ او زده کړو د چاپېریال تر اغېز لاندې، عربي، دري او اردو ژبه زده کړې وه. نوموړي د دې ژبو اثار لوستي وو او تر نظر یې تېرول. پوهنتون او ماسټرۍ د هغه نظر نور هم پراخ کړ. د غربي ژبو له اثارو سره بلد شو او په دې توګه په خپله ژبه کې نیمګړتیاوو ته متوجه شو. په نړیواله کچه یې د فلسفې او ادبیاتو مطالعې ته مخه کړه چې دې مسئلې یې فکر ژور کړ. تر همدې مسایلو وروسته یې قلم ته لاس کړ او د خپلې ژبې د بډاینې او تحقیق لپاره یې مټې ونغاړلې.

د معلوماتو له مخې، کامل مومند په لومړي سر کې په فارسي او اردو کې شاعري پيل کړې ده. دا شاعري یې په (خمخانه یثرب) کې راټوله شوې ده. پر دغه کتاب له لیکل شوې مقدمې ښکاري چې کامل مومند له لسم ټولګي شاعري پيل کړې ده؛ خو د کامل له خپلو خطونو (خطوط کامل) څخه ښکاري چې هغه له شپږم ټولګي شعر او شاعري پيل کړې ده. دا د هغو خطونو ټولګه ده چې کامل مومند د خپل ژوند په اوږدو کې بېلو خلکو ته لیکلي دي. له ډېر ماشومتوبه یې خپل پلار ته لیکونه لېږل او همدا راز یې له ځینو ملګرو سره د خط په لېږلو اړیکه پاللـه.

په دې توګه نو ویلی شو چې له اووه یا اته کلنۍ مومند صیب پر لیک او لیکوالۍ پیل کړی دی او د ژوند تر وروستیو مرحلو یې دغه مسوولیت ادا کړی دی. نوموړي په خپلو څېړنو او لیکنو سره پر پښتو ادب مهمې پېرزوینې کړې دي، چې وروسته به بحث ورباندې وکړو. د هغه د لیکوالۍ لړۍ له شاعرۍ؛ نثر لیکنې، څېړنې، نقد، تاریخ، فلسفې، مذهبي مسایلو او سیاست ته غځېدلې ده. نوموړي په همدې څېړنو او لیکنو کې د پښتو ژبې ډېر تیاره اړخونه روښانه کړل او مهمې لاس ته راوړنې یې لرلې دي.

د کامل مومند لومړنی کار دا و، چې د پښتو ژبې د سترې هستۍ خوشال خټک په اړه یې په اردو ژبه د یوه مهم کتاب لیکل پيل کړل. دا کتاب په ۱۹۵۱ز کال کې چاپ شو. د دې کتاب تحقیق تر ۱۹۵۱ز کال مخکې پيل شوی و، خو په همدې کال کې چاپ شو. دا کتاب د هغه د ځوانۍ د وخت کارنامه ده، خو تر ده مخکې هېچا دومره باوري او مستند کار نه و کړی. تر دې دمه هم چا د خوشال په اړه دومره مهم او مستند اثر نه دی لیکلی. تر دې کتاب وروسته کامل مومند د خوشال پر کلیاتو کار پيل کړ. ده هڅه وکړه چې دغه کلیات راټول کړي او بیا یې چاپ کړي. نوموړي په دې کار کې زیار وګاله او د متن ټولونې له مېتودونو سره سم یې دغه اثار راټول کړل او د خوشال کلیات یې ترې برابر کړل. تر دې وروسته یې د خوشال بابا د عصر تر ټولو مهم تاریخي کتاب تاریخ مرصع تدوین کړ. دغه کتاب د خوشال خټک لمسي افضل خان خټک لیکلی دی چې د خټکو او د هغه وخت مهم تاریخي مسایل پکې راغلي دي. دوست کامل مومند دغه کتاب تدوین کړ، سریزه یې ورباندې ولیکله، حاشیې او لمن لیکونه یې ورکړل، د لغاتو ځانګړی فرهنګ یې ورته جوړ کړ او په اړینو ځایونو کې یې له معلوماتو ډک تفصیلات ولیکل.

له دې سره یې د خوشال بابا د یوه زوی سکندر خان خټک دیوان هم تدوین کړ. په اصل کې دوست کامل مومند یو پیاوړی خوشال پېژندونکی و او د هغه د کورنۍ د نورو غړو په اړه یې هم تحقیقات او لیکنې کولې. ده د خوشال اثار او لیکنې له خپلو تاریخي مطالعاتو او تجربې په استفادې تدوین کولې او سپړلې. نوموړي نه یوازې مهمې څېړنې وکړې؛ بلکې لکه مخکې مو چې هم یادونه وکړه د هغو کسانو لپاره یې ور پرانیست چې د خوشال په اړه لیکنې کوي او د هغوی لپاره یې هم روښانه لار پرېښوده چې غواړي په پښتو ادبیاتو کې تحقیق او څېړنې وکړي. له همدې امله له ۱۹۶۰ز کال وروسته د خوشال او خوشال پېژندنې له ټولو اثارو سره د دوست کامل مومند نوم هم جوخت راځي. هغه نه یوازې د خوشال بابا؛ بلکې د رحمان بابا پر دیوان او کلام هم خبرې او بحثونه کړي دي.

د خوشال بابا د کلیاتو په اړه چې ښاغلي دوست مومند راټول کړي، استاد معصوم هوتک یې په اړه لیکي. دغه کلیات په ۱۹۵۲ز کال کې د استاد دوست محمد خان کامل په زیار، د پېښور د اداره اشاعت سرحد له خوا چاپ شوي دي. دویم چاپ یې په ۱۹۶۰ز کي خپور شوی دی. کلیات خوشال خان خټک درېیم وار هم چاپ شوی دی. د ده په خبره، کتاب په ښه توګه تنظیم شوی دی چې اوږده سریزه لري او په سریزه کې یې خورا مهم مسایل سپړل شوي دي. د کتاب سریزه ۴۸مخه ده او ورپسې په لومړۍ برخه کې د خوشال غزلیات دي چې ۴۹۶مخه کېږي. دویمه برخه یې قصیدې دي چې ۱۳۴مخه کېږي او بیا ۱۸۶مخه رباعیات دي. د کلیاتو په پای کې څلور مخه د خوشال بابا فارسي کلام راغلی دی. ټول کلیات په دې توګه ۹۸۶مخه کېږي. په سریزه کي یې د خوشال خان خټک پر ژوندانه اوشاعرۍ محققانه خبرې کړې دي، چې دغه څېړنې بیا په را وروسته کې د نورو څېړونکو لپاره د خان پر ژوند  د لیکنو لپاره پوخ اساس گرځېدلی دی.

د کامل مومند یو بل مهم کار دا و، چې د پښتو مهم اثار یې بهرنیانو ته په نورو ژبو ور معرفي کول. مخکې مو هم وویل چې ښاغلی مومند پر پښتو، فارسي او عربي ژبه پوهېدو، نو په همدې ژبو یې لیکل هم کولی شوای. نوموړي د خوشال بابا په اړه هم په انګلیسي یو کتاب لیکلی دی. ده غوښتل هغو مستشرقینو ته د مطالعې او تحقیق لار برابره کړي چې د پښتنو د اثارو په اړه مطالعې او تحقیق ته لېواله دي. دغه راز ویل کېږي چې ښاغلی مومند پر سانسکریټ ژبه پوهېده، نو په خپلو تحقیقاتو او سپړنو کې یې له دې ژبې کار اخیست. د تحقیق لپاره پراخه مطالعه ضرور ده. یوازې پر یوه مسلک پوهېدل له سړي یو پیاوړی محقق نه شي جوړولی، خو په هممهاله توګه پر تاریخ، سیاست، فلسفې او روان چاپېریال باخبري له یوه محقیق رښتینی او پیاوړی محقق جوړوي. مومند همداسې ځانګړنې لرلې او له خپلو ټولو وړتیاوو یې د یوه ښه تحقیق او ښې څېړنې لپار کار اخیست.

کامل مومند د شاعرۍ، لیکوالۍ، ژباړې او تحقیق تر څنګ، د مسلکي نقد باب هم پرانیستی دی. هغه یو زړور او د پراخ نظر لرونکی نقاد و. نقد او تحقیق دواړه پراخې مطالعې ته اړتیا لري. د مومند او د هغه د همعصره ځینو نورو نقادانو ښه ځانګړنه دا وه چې دوی پراخه مطالعه لرله، ځکه یې ځينې اثار نقد کولی شوای. دوی نه یوازې دا چې د پښتو نقد یې له نوي فن سره بلد کړ؛ بلکې دا مسئله په پښتو ادب کې د پرمختګ او نوښت سبب هم شوه.

نو په دې توګه ویلی شو چې ارواښاد دوست کامل مومند په پښتو ادب کې پراخ تحقیقات کړي دي. هغه نه یوازې تحقیقات کړي؛ بلکې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه یې د پښتو ادب لپاره پیاوړي شاګردان روزلي دي. د کامل مومند تحقیقات او اثار په پښتو ادب کې ځانګړی ځای لري چې تر ده وروسته د پښتو ادب نورو محقیقینو هم د ده لار خپله کړې ده او د پښتو ژبې او ادب تیاره ګوټونه یې روښانه کړي دي.

د پښتو ادبیاتو او ژبې دا پیاوړی نقاد، شاعر، لیکوال، څېړونکی او خدمتګار تر کلونو خدمت وروسته، په ۱۹۸۱ز کال کې ناروغ شو. د همدې کال د فبرورۍ په ۲۳مه یې د ناروغۍ له امله په یوه روغتون کې سا ورکړه او د خپلې مور مزار ته څېرمه خاورو ته وسپارل شو. هغه د پښتو ادب لپاره بې مثاله خدمتونه کړي دي چې له همدې امله یې د پښتنو په فرهنګي حلقو کې قدر او درناوی کېږي. هر کال یې تلین نمانځل کېږي او په ویاړ یې علمي او تحقیقاتي سیمنارونه جوړېږي.

 

Share8Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

چین او روسیه نړۍ ته ځانګړي مسؤلیتونه لري

مې 10, 2025

د برازيل ولسمشر لويز اناچیو لولا دا سيلوا به له چين څخه لیدنه وکړي

مې 10, 2025

بېجینګ: هند او پاکستان د سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکړي او زغم د وساتي

مې 10, 2025

شي جين پينګ د سلواک له صدراعظم روبېرټ فيکو سره وکتل

مې 10, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In