محمد هاشم میوندوال د حاجي عبدالعلیم زوی و او د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زيږېدلی و. نوموړی په قوم دینار خېل و، پلار یې ملا و او تر ډېره پورې یې د خپلې سیمې امامت کاوه. نوموړي لومړنۍ زده کړې له خپل پلاره په دیني علومو کې وکړې. داسې ویل کېږي چې نوموړي په دیني علومو کې هم پراخه مطالعه درلوده. د ميوندوال په اړه ویل کېږي چې په قوم ازبک افغان و، خو د نړيوالې ويکيپېډيا په حواله ويل شوي چې دی اصلاً ازبک نه، بلکې دينارخېل و. نوموړي له دیني زده کړو وروسته ښوونځی پیل کړ چې د لېسانس تر اخيستلو وروسته د ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۵ کلونو پورې په هرات کی د اتفاق اسلام د اخبار مسوول مدير په حيث دنده تر سره کوله. وروسته تر هغه يی بيا د انيس اخبار مسوولیت پر غاړه واخیست. نوموړی د ۱۹۵۱ نه تر ۱۹۵۵ کلونو پورې د دولتي مطبوعاتو امر و. ميوندوال په ۱۹۵۵ کال کې د بهرنیو چارو وزارت د معين په توګه وټاکل شو. څه موده وروسته ديپلومات شو. نوموړی په ۱۹۵۶ کال کې په انګلستان، په ۱۹۵۷ کال کې په پاکستان او د ۱۹۵۸ نه تر ۱۹۶۳ کلونو پورې د امريکا په متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفير و.
د ۱۹۶۵ کال په اکټوبر کې چې تر پارلماني ټاکنو وروسته د نا معلوم اکثريت له کبله د حکومت په جوړېدو کې ستونزې پیدا شوې د اساسي قانون ټولنې محمد هاشم میوندوال د صدراعظمۍ لپاره نوماند کړ او په دغه وخت کې محمد ظاهر شاه نوموړي ته دنده وسپارله چې د صدراعظم په توګه کابينه تشکيل کړي. میوندوال وتوانېد چې د محصلينو سره ښې اړیکې جوړې کړي، له همدی کبله دی د ۱۹۶۵ کال د نومبر نه د ۱۹۶۷ کال تر اکټوبر پورې د افغانستان صدراعظم و. میوندوال په ۱۹۶۷ کال کې د روغتیایي ستونزو له کبله استعفا ورکړه.
ميوندوال په افغانستان کې د مډرنو افکارو د ترويج په برخه کې د مساوات په نوم جريده چلوله. ترڅنګ يې د ډيموکراټيک مترقي افغانستان ګوند بنسټ هم کېښود. د دغه ګوند د بنسټ په هکله ويل کېږي چې سوسيال ډيموکراټ و. سوسيال ډيموکراټ افکار د اجتماعي او جمهوريت پاله مفکورې له کورنۍ څخه حسابېږي.
ميوندوال چې کله د مساوات په نوم جريده پیل کړه، له یو شمېر مخالفتونو سره مخ شو. ځينو له ميوندوال سره د مخالفت لپاره مساوات جريده او سوسيال ډيموکراټيک افکار د فرصت هغه دوه فکټورونه وموندل چې په مذهبي توجيهاتو يې دی له سياسي ماتې سره مخ کړ.
د ميوندوال هدف په افغانستان کې يوه فرهنګي انقلاب ته لاره هوارول وو، چې پر فکر ولاړه پايه ولري. ميوندوال چې کله د حبيبیې لېسې دوولسم ټولګی تمام کړ، د مطبوعاتو په مستقل رياست کې د انيس ورځپاڼې مدير وټاکل شو. بيا د اتفاق اسلام جريدې مسوول مدير شو، وروسته د مطبوعاتو په مستقل رياست کې د دایرة المعارف عمومي مدير وګومارل شو چې په همدې کال د همدغه رياست مرستيال شو.
څه موده وروسته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه مطبوعاتي مشاور شو. يو کال وروسته د مطبوعاتو د مستقل رياست د رييس په توګه وټاکل شو.
نوموړی پر دغو دندو سربېره په ايران کې د افغاستان سفير او فوق العاده استازی وټاکل شو.
د میوندوال په اړه نقیب احمد عزیزي چې په خپله هم د مقر اوسېدونکی دی، په خپلې یوې خپرې کړې مقالې کې لیکلي:
«د مقر ولسوالۍ د خالم خېلو اوسېدونکی مرحوم حاجي دوست محمد د ميوندوال ټولګيوال او زما د پلار ماما و. پلار مې (مولوي عزيز الله وقاد) د خپل ماما له خولې وايي چې د هماغه مهال شاهي حکومت له ميوندوال سره ډېر جوړ نه و، وجه يې دا وه چې ان شاهي خاندان ته د ده چټکه ترقي ښه نه ور لګېده. کله چې په مقر کې ميوندوال ته کمپاين کېده، د مقر د جامع مسجد بنسټګر او خطيب مولوي حبيب الرحمان او د خومارو مولوي صاحب (چې وروسته د حامد کرزي د وخت د ارګ امام و) حکومت ونيول او حاجي دوست محمد ترې پټ شو. هاشم ميوندوال چې د «قل اعوذ برب الفلق» او «والناس» تفسير ليکه، دوست محمد کاکا ته يې ويلي وو چې درس مې له «الف، ب…» پيل کړی و، بېرته هماغه ځای ته را ورسېدم. د ده منظور دا و چې علمي دايره د پيل و پای نقطه نه لري او يا نه شي ټاکل کېدای».
ميوندوال ځينې خواره واره اثار هم لري چې «مليت»، «دین او عقیده»، «ډیموکراسي»، «د ۳۰ پارې تفسیر شریف» او داسې نور يې يادولی شو.
هغه وړاندې لیکلي چې د ميوندوال په ناکامۍ کې د مجدديانو کورنۍ لوی نقش درلود. د هرات سناتور محمدهاشم مجددي او د نورالمشايخ محمد ابراهيم مجددي مخالفت چې ويل يې، د ده نظريات له اسلام سره تعادل نه لري، د غزني خلک دې ته وهڅول چې دی ناکام شي او پر ځای يې د ګېلان ولسوالۍ د اغوجان د کلي محمد اکرم خان کامياب شي.
د خلق ډيموکراټيک ګوند يې هم رقيب و. ميوندوال د ډيموکراټيک نظام طرفداري کوله او دغه نظام د ده د تفکر له مخې د اسلامي اساساتو په جوله کې را ټول و.
میوندوال په ۱۹۷۳کال کې د کودتا په تور ونيول شو. د ۱۳۵۲ کال د تلې په ۹ مه د دهمزنګ په زندان کې د داود خان په امر ووژل شو.
په دې هکله هماغه وخت هم رسنيو شايعات خپاره کړل او ان تر اوسه يې هم د مرموزې مړينې قضيه جنجالي پاتې ده.
صمد ازهر چې د ميوندوال په شکنجه او وژلو تورن دی، يو ځای پر نصير مهرين نيوکه کوي چې:
«متفاوت اطلاعات يې ذکړ کړي. مثلاً ويلي يې دي چې د ۱۳۵۲ کال د ميزان په ۱۰مه انيس ورځپاڼې په نېکټايي سره د ميوندوال د ځان وژنې خبر خپور کړ، حال دا چې همدغه ګڼه اخبار مې مخې ته پروت دی. دلته يوازې نېکټايي نه ده ياده شوې، بلکې نيلوني پارچه، کمربند، د خوب کوټ او نېکټايي ياده شوې ده».
صديق فرهنګ د لويي ډوپري او انټوني ارنولډ په حواله کاږي چې:
«د ظاهر شاه د دورې په پای کې سردار محمد داود د خپلې کودتا د پلان په پار خپل حريفان وار له مخه ختم کړل».
ډاکتر شکرالله کهگدای په «شهادت ميوندوال و موسی شفيق» مقاله کې ليکلي:
«تر کومه ځايه چې بنده محمدهاشم ميوندوال پېژانده، عادي او د سستې ارادې بنيادم نه و چې خودکشي دې وکړي. په هماغه لومړيو کې په کابل کې اوازه خپره شوه چې محمدهاشم ميوندوال د داودخان په مستقيم امر د قدير نورستاني او صمد ازهر له خوا شکنجه او په قتل ورسېد».
محمد نجيم اريا په خپل کتاب «شهيد محمد هاشم ميوندوال» کې ليکلي چې د ميزان پر نهمه تر دې مخکې چې د ميوندوال د مرګ خبر خپور شي، يو پوليس افسر د ده کور ته ورغی او د ده مېرمنې «سلطانې ميوندوال» ته يې وويل چې د کابل ولايت مقام غوښتي ياست. هلته په رسېدو ورته وويل شول چې سهار په څلور بجې يې ځان زندۍ کړی او که غواړې ويې وينې، کولای شې. هغې ورته وويل: ای خاينانو هغه مو وژلی! اوس واياست چې ځان وژنه يې وکړه، ميوندوال له خودکشي نفرت درلود.
د مرحوم ميوندوال په حواله ويل شوي چې له کودتا يې خورا کرکه لرله. د ده په باور کوتا يوه سياسي غلا او چور چپاول دی چې څو کسه پاڅي او نظام ونړوي.
میوندوال په ۱۹۶۸ کال کې د مترقي ډيموکراټ جمعيت په نامه ګوند جوړ کړ. دا ګوند د پاچاهي په مقابل کی چپی ګوند و. هدف يی پارلماني ډيموکراسي او مترقی سوسیالېزم وو. کله چه دی د دویم ځل لپاره د صدراعظم په توګه وټاکل شو، ډېر ژر یې د مخالفينو د مداخلې له امله صدراعظمي له لاسه ووته. په ۱۹۷۳ کال کی واک ته د سردار محمد داود خان له رسېدو سره د نوموړي پر ځای بل څوک وګومارل شو.
په دغه وخت کې میوندوال او سردار عبدالولي خان ونيول شول او بند ته یې ولېږل. بهانه دا وه چې میوندوال په کومه کودتا کې لاس درلود. دا چه دی واقعاً په داسی پلانونو کی شامل و او که نه، د ده تر مرګ پورې معلومه نه شوه. د محمد هاشم ميوندوال سره ۲۰ کسان نور هم بنديان شول. له هغې جملې د هوايی ځواکونو قوماندان، دوه جنرالان، پنځه نور لوړپوړي صاحب منصبان او یو د پارلمان غړی يادولی شو.
د څېړنو له مخې ویلی شو چې خدای بښلی میوندوال په ۱۹۷۳ کال کې څو ورځې تر رسمي محاکمې د مخه په بندي خانه کې ووژل شو. دی هغه وخت په بندي خانه کې مړ شو چې پرچميانو د کورنیو چارو په وزارت کی لوی قدرت درلود. له همدې کبله پرچمیانو په کابل کي ګنګوسې را منځته کړې چې ګواکې محمد هاشم میوندوال په بندي خانه کی ځان په خپله نېکټایي غرغره کړ او ځان وژنه یې وکړه. خو په اصل کې خدای بښلی د صمد ازهر تر وهلو ټکولو لاندې په شهادت ورسېد. صمد ازهر یو پرچمي پولیس منصبدار و. جسد يی تر مرګ وروسته ورک شو. په ۲۰۰۱ کال کې تر ډېرو څېړنو وروسته معلومه شوه چه د میوندوال جسد په هغه وخت کی د پوليسو له خوا په شهدای صالحين کی خاورو ته سپارل شوی و.