فلسطین په عربي منځني ختیځ کې د آسیا په جنوب- لوېدیځه برخه کې د مدیترانې د سمندرګي په ختیځه خوا کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۹ او ۳۲ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۳۴ او ۳۶ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۰۱۶۲ میل مربع ته رسېږي.
د فلسطین شمال ته لبنان او سوریه، شمال- ختیځ ته یې سوریه، جنوب ته یې د اردن عقبې خلیج، ختیځ ته یې اسرایل او لوېدیځ ته یې د مدیترانې سمندرګی پروت دی.
د فلسطین په منځنیو برخو کې له شمال څخه جنوب ته د نابلس، خلیل تبور، حیدر او نور غرونه پراته دي. د دغو غرونو لوېدیځې خوا ته د مدیترانې د سمندرګې د څنډو ساحلي هوارې ځمکې موقعیت لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د بیت المقدس ښار دی او ټولټال یې نفوس څه باندې ۱۳ میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۱۶۴ کسان ژوند کوي.
د فلسطین ۵۰ سلنه خلک په ښارونو او پاتې نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د پنځو ماشومانو د درلودو حق لري.
فلسطین لا تر اوسه په نړۍ کې د یو خپلواک هېواد په توګه نه دی پېژندل شوی، د ملګرو ملتوو د ۲۰۱۱ ز کال په کلنۍ غونډه کې د فلسطین د کورواکه ادارې مشر محمود عباس د لوېدیځې غاړې مشر هڅه وکړه، چې په غونډه کې د فلسطین د نړیوالې پېژندنې وړاندیز مطرح کړي؛ خو د کورنیو ستونزو له امله سمدلاسه لوېدیځه غاړه او غزه جلا ادارې لري. په لوېدیځه غاړه کې د محمود عباس په مشرۍ یوه کورواکه اداره فعاله ده، چې څه ناڅه نړیوالې اړیکې او پېژندګلوي لري او په غزه کې د حماس د اسلامي غورځنګ واکمني ده.
د لوېدیځې غاړې اته ګونې ولسوالۍ خپل خپل مشران لري، چې محمود عباس یې ټاکي. دا مشران د کورنیو چارو د وزیرانو تر نظر لاندې د سیمه ییزو ښاروالانو او د کلیو د شوراګانو د مشرانو په مشوره کار کوي. ښاروالي او د کلیو شوراګانې د اوبو او برېښنا د برابرولو، د سیمو د پاکولو، د ښوونځیو د جوړولو او ترمیم، د ښارونو د پلان جوړولو او د ودانیو د کنټرول، د سړکونو د جوړولو او ترمیم، د عامه مارکېټونو د څارنې او تفتیش دندې پر غاړه لري.
په فلسطین کې څو عالي شوراګانې هم شته چې د ښوونې او روزنې، کور جوړولو، روغتیا، صنعت او کرنې چارې پر مخ بیایي. د ۱۹۹۶ ز کال د جنوري په شلمه د فلسطین د مشر او د قانون جوړولو د شورا لپاره لومړنۍ ټاکنې تر سره شوې. اوس اوس د فلسطین کورواکه اداره د محمود عباس په مشرۍ څه د پاسه ۶۵ زره مامورین لري.
د فلسطین د ملي خپلواکۍ تحریک، د یاسر عرفات پلویان، د فلسطین د خپلواکۍ لپاره د خلکو جبهه او داسې نور د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
په دغه هېواد کې د ۱۹۶۵ ز کال د جنوري لومړۍ چې د اسرایلو پر ضد د فلسطینیانو د وسله وال پاڅون لومړۍ ورځ ده، هر کال د ملي رخصتۍ په نوم پکې نمانځل کېږي.
په ۱۹۴۸ ز کال کې د لوېدیځو قدرتونو په دسیسه ملګرو ملتونو د فلسطین په خاوره کې د اسرایلو د دولت د جوړولو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ۱۹۴۸، ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ ز کلونو په جګړو کې اسرایلو ورو ورو د فلسطین ډېره خاوره ونیوه او د دغه هېواد ډېر خلک ګاونډیو او نورو عربي هېوادونو ته د ژوند او کار لپاره مهاجر شول او د فلسطین خاوره د اسرایلو د مالونو پر مارکېټ بدله شوه.
کرنه د فلسطین د اقتصاد اساسي سکټور دی، کرنه د دغه هېوا ۶۶ سلنه ناخالص کورني تولیدات او ۲۵ سلنه صادرات برابروي او د فلسطین ۱۷ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي. د فلسطین صنعتي سکټور کمزوری دی او د هېواد لس سلنه ناخالص کورني تولیدات جوړوي. په دغه هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او خلکو ته د کار د موندلو لپاره د صنعتي سکټور وده او پراختیا ډېره ضروري ښکاري. دا سکټور بهرنۍ پانګې او پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري او دا خپله په هېواد کې سیاسي ثبات او مرکزي پیاوړی حکومت غواړي.
د کارګرانو د نړیوالې ټولنې د ارقامو له مخې، فلسطین ډېر ګارکران نورو هېوادونو ته لېږي. د فلسطین لوېدیځې غاړې او غزه په ۱۹۹۵ ز کال کې د ګرځندویانو له مدرکه ۱۵۲ میلیون ډالره عایدات درلودل. دا عاید اوس کم شوی، اوس په فلسطین کې مامورین د سیاحت په سکټور کې پر کار بوخت دي. د فلسطین ډېره تجارتي راکړه ورکړه له مصر، اردن او اسرایلو سره ده. دغه هېواد او اسرایل د هغه اقتصادي تړون له مخې چې په پاریس کې لاسلیک شوی دی، په ۱۹۹۰ ز کال کې د یو بلیون ډالرو تجارت کړی دی. دغه رقم په وروستیو کلونو کې د سیاسي ملحوظاتو له مخې کم شوی دی. د دغه هېواد د اقتصاد په هکله په عمومي توګه ویل کیدای شي چې د پرله پسې جګړو، مهاجرتونو او سیاسي ستونزو له امله، پوره معلومات نشته او سم ارقام نه شي تر لاسه کیدای. ډېر فلسطینیان په نړۍ کې خواره واره او لالهانده ژوند کوي. په دغه هېواد کې کورنۍ پانګه لږ ده او د بهرنیو پانګو لپاره لا امنیتي او قانوني شرایط نه دي برابر شوي.
د کانونو ایستل، خوراکي توکي، ټوکران، ملغلرې، جامې، چرمي شیان، سیګرېټ، لرګین تولیدات، کاغذ او طبابت، کیمیاوي توکي، صابون، ربړین او پلاستکي شیان، کوچني ماشینونه او برېښنایي سامان الات د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د فلسطین ۳۰ سلنه خاوره د کرنې وړ ده، کرنه د دغه هېواد د اقتصاد اساسي سکټور بلل کیږي، په دغه سکټور کې د هېواد ۱۷ سلنه خلک پر کار بوخت کړي او ۶۶ سلنه ناخالص کورني تولیدات له دې سکټور څخه لاس ته راځي. غنم، وربشې، لوبیا، نخود، کنجد، زیتون، خرما، کچالو، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
فلسطین ډېر لرغونی تاریخ لري، له میلاد څخه څو پېړۍ مخکې فلسطین د سیمې او نړۍ د لویو ځواکونو لپاره د تلو راتلو لار وه او ډېرو ځواکونو پر دغه لرغوني هېواد واکمني کړې ده. له میلاد څخه ډېر کاله مخکې د مصر فرعون پر فلسطین یرغل وکړ او دوې پېړۍ وروسته دغه سیمه په بشپړه توګه د مصریانو لاس ته ورغله. له له میلاد څخه ۱۲۲۵ کاله مخکې د حضرت موسی ع په مشرۍ، د بنی اسرایلو قوم د فلسطین په خاوره کې مېشت شو. له ۱۰ تر ۱۲ پېړیو په ترڅ کې د فلسطین د قومونو خلک د اژي د سیند له ټاپوګانو څخه د پخواني کنعان یا فلسطین خاورې ته ولېږدېدل او د بني اسرایلو د دولت پر واړندې یې یو بل پیاوړی دولت جوړ کړ. د حضرت موسی په وخت کې د یهودو دین د فلسطین په خاوره کې ډېر پراخ شو. بني اسرایلو له میلاد څخه ۱۰ پېړۍ مخکې د حضرت داوود او بیا د حضرت سلیمان ع په مشرۍ په فلسطین کې د عبري پاچايۍ بنسټ کېښود. دغه هېواد د حضرت سلیمان په وخت کې ښه پرمختګ درلود، د سلیمان له مړینې وروسته د یهودي قومونو یووالی له منځه لاړ او د فلسطین په خاوره کې دوه بېل یهودي دولتونه جوړ شول. د دغه هېواد په شمال کې د اسرایلو هېواد چې د سامري ښار یې پایتخت و، له میلاد څخه ۷۷۲ کاله مخکې آشوریانو پر اسرایلو او یهودانو یرغل وکړ. د اسرایلو هېواد یې ونیو او د یهودانو ډېرې برخې یې ونړولې. له میلاد څخه ۵۸۶ کاله مخکې بابلیانو د یوروشلیم ښار ونړاوه او د فلسطین دواړې برخې یې ونیوې. آشوریانو او بابلیانو هغه وخت په زرګونو یهودان له خپلې خاورې څخه بین النهرین ته وکوچول. له ۵۳۹ میلادي کاله څخه دوه پېړۍ مخکې د دویمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې مقدوني سکندر پر لوېدیځه آسیا یرغل وکړ. له دې وروسته په خورو ورو جګړو کې اسرایلو خپلې پښې ټینګې کړې او د فلسطین په ۸۰ سلنه خاوره کې د اسرایلو دولت رسمي بڼه غوره کړه. مخکې له دې د ملګرو ملتونو عمومي ټولنې د اسرایلو حدود ټاکلي وو، خو اسرایلي پوځونو دا حدود په پام کې ونه نیول او د فلسطین ډېره خاوره یې غصب کړه. د دې جګړې له امله نږدې ۷۵۰ زره فلسطینیان له خپلې خاورې څخه مهاجر او د اردن د سیند لوېدیځې غاړې او غزې ته کډه شول، غزه دا وخت د مصر او لوېدیځه غاړه د اردن د سیند لوېدیځې غاړې او غزې ته جګړه ورسېده او وروسته په پرمختګونو کې صهیونستان خورا منظم وو او ستره نړیواله مرسته ورسره وه، خو په فلسطین کې لا مشرتوب او ملي هویت نه و پیاوړی شوی او دا عربي هېوادونه وو چې د فلسطین په استازیتوب یې پرېکړې کولې. د جګړې ناوړه پایلو فلسطیني روڼ اندي او ملي مبارزین دي ته اړ کړل، چې د خپلو خلکو په مټ د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه پیل کړي او د فلسطین خپلواکۍ غوښتونکی غورځنګ یې جوړ کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو په کتاب کې د فلسطین پېژندګلوي نشته. فلسطین داسې هېواد دی چې تر اوسه په رسمي توګه نه دی خپلواکه شوی او د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري، خو د نړۍ ډېر هېوادونه د فلسطین له کورواکه ادارې سره خواخوږي لري او غواړي چې د فلسطین د خلکو حق پر ځای شي او په خپله پلرنۍ خاوره کې د خپلواک هېواد څښتنان شي.
افغانستان د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکی سازمان پخوا پر رسمیت پېژندلی او په نړیوالو غونډو کې د فلسطین د خپلواکۍ د حق ننګه کوي.
له افغانستان څخه تر فلسطین پورې د هوا له لارې فاصله ۳۰۲۶ کیلومتره او همدا راز د کابل او بیت المقدس ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۲:۳۰ ساعته دی.