هغه تېروتنه چې موږ یې ډېره تکراروو، هغه پر منفي فکرونو باور کول دي. ځینې درته وایي، تاسې کافي وړتیا نه لری. د دې پر ځای چې ورته ووایو:
نه! مننه، په ورین تندي یې خبرې منو او وایو:
امم بلکل تاسې رښتيا وایئ، زه هم ډېر کله فکر کوم چې که مې ښه وړتیا درلودی، ښه پرمختګ به مې کړی وای. په همدې خبرې سره تاسې په خپل لاس له سر څخه د پادشاهۍ تاج ښکته کوی. ته په ښه کورنۍ کې نه یې زیږېدلی، هېڅکله به لوی کار ونه شې کړای. د دې پر ځای چې دغه فکرونه نادیده ونیسی او په اړه یې فکر ونه کړی، تاسې یې هم ورسره منی او په لوی لاس مو له سره د افتخار تاج را ښکته کوی.
د دښمن اصلي وسیله فریب ورکول دي. د دښمن لپاره ستاسې له سره د تاج لرې کول تر ټولو ارزښتمن کار دی. یا دا چې تاسې اجازه ورکړی، څو مو په خپلو فکرونو منحرف کړي او هره خبره یې په پټو سترګو ومنی. دښمن درته وایي، تاسې ښه وړتیا نه لری، ډېر وخت در باندې تېر شوی دی، فکر نه کوم ژوند مو ښه شي. دا ټولې هڅې د دې لپاره کوي چې له سره مو دغه تاج را ښکته کړي، خو که ستاسې ایمان او باور پياوړی وي، نه شي کولای پر دې کار بریالی شي.