علي شریعتي د ۱۳۱۲ لمریز کال د قوس یا لیندۍ په دویمه سبزوار ته نږدې د مزینان په کلي کې زیږېدلی دی. نیکه یې ملا قربان علي نومېده چې پر اخوند حکیم مشهور و. هغه یو فیلسوف او فقیه شخصیت و. د بخارا په پخوانیو مدرسو کې یې تدریس کاوه. د علي شریعتي پلار هم دیني او مذهبي سړی و چې محمد تقي شریعتي نومېده. تقي شریعتي په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د زهرا امیني په نامه له یوې کلیوالې نجلۍ سره واده وکړ. د دې واده له نتیجې د دوی لومړنی اولاد علي شریعتي و.
شریعتي خپلې لومړنۍ زده کړې د مشهد په ابن یمین ښوونځي کې په ۱۳۱۹لمریز کال کې پيل کړې؛ خو په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د هېواد وضعیت خرابېږي او محمد تقي اړ کېږي چې خپل زوی او مېرمن یې کلي ته ولېږي. په دې توګه نو د علي شریعتي په زده کړو کې یو څه وقفه راځي. وروسته چې وضعیت ښه شو، بېرته همدې ښوونځي ته راستون شو او خپلې زده کړې یې پیل کړې.
شریعتي په ۱۳۲۵لمریز کال کې په فردوسي پوهنتون کې شامل شو. وروسته د لا ډېرو زده کړو لپاره په شپاړس کلنۍ کې د پوهنتون لپاره یې مقدماتي زده کړې پيل کړې. په ۱۳۳۴لمریز کال کې یې د مشهد پوهنتون د بشري علومو په څانګه کې د ادبیاتو زده کړه پيل کړه. ده د فارسي ادب او ژبې د زده کړې لپاره مټې بډ وهلې. دی یو خلاق انسان و، نو همدا لامل شو چې د زده کړو پر مهال د ابوذر غفاري ژباړه وکړي، د الکیسیس دعایه اثر وژباړي او د ادبیاتو په برخه کې مهمې تحقیقي مقالې ولیکي.
شریعتي خپل لېسانس همدلته بشپړ کړ او وروسته د دې په خاطر چې اول نمره و، د لا ډېرو زده کړو لپاره فرانسې ته ولېږل شو. ده د فرانسې په سوربن پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. ده هلته د ټولنپوهنې، د تاریخ د علم بنسټونه، د دینونو تاریخ، د اسلامي فرهنګ تاریخ او ورته علومو پر مطالعه پيل وکړ. په ۱۳۴۳لمریز کال کې بېرته ایران ته را وګرځېد. هغه ایران ته له راګرځېدو سره سم د ایراني حکومت له لوري ونیول شو. دوه کاله وړاندې دا حکم د ده په هکله صادر شوی و. له نیول کېدو سره سم د تهران قزل قلعه زندان ته ولېږدول شو. د همدې کال په لومړیو کې بېرته ازاد شو. ده بیا د ایران د تهران پوهنتون د فلسفې په څانګه کې تدریس پيل کړ، خو یو کال وروسته یې له دې دندې استعفا ورکړه.
علي شریعتي له نوې ځوانۍ په شعیه مذهب کې د نوښت او اصلاحاتو غوښتونکی و. دی پر دې باور و چې په دې مذهب کې په اوسني وضعیت کې ډېرې ستونزې موجودې دي او باید حل کړل شي. د ده پلار د اسلامي حقایقو د خپراوي د مرکز بنسټ اېښی و، نو دی هم تر ډېره په همدې مرکز کې و. دغه مرکز هم په شعیه مذهب کې د اصلاحاتو غوښتونکی و او ویل یې چې دودویز شعیه ییزم باید اصلاح شي.
شریعتي په ۱۳۳۷ لمریز کال کې له خپلې یوې ټولګیوالې پوران شریعت سره واده وکړ. پوران یوه زړوره نجلۍ وه او په پوهنتون کې به یې په جرئت سیاسي حقایق بیانول. په هغه وخت کې د ایران پر پادشا نیوکه کول اسان کار نه و، خو پوران دا کار کړی و او همدې مسئلې هغه شریعتي ته ارزښتمنه کړې وه. علي شریعتي په سیاسي ژوند کې له فعالیته لاس نه اخیست. په ۱۳۳۹ لمریز کال کې بېرته په ملي جبهه کې فعال شو. هغه دا مهال په اروپا کې و او هلته یې د دې جبهې په نشراتي برخه کې لیکل کول.
شریعتي د مشهد په پوهنتون کې استاد و او د اسلام پوهنې تدریس یې کاوه. هغه به ویل چې اسلامي ایډیالوژي د برابرۍ پر اصولو ولاړه ده او د برابرۍ ملاتړ کوي. ده د مارکسیستي ادبیاتو په کارولو خپل هدف بیاناوه، خو د مارکسېزم ملاتړی نه و. د نوموړي ویناوو له لومړي سره مخالفتونه را ولاړ کړل، چې سنتي روحانیون او چپيان یې د علي شریعتي پر وړاندې ودرول. چپیانو به هم ویل چې له مارکسېزم د ده مانا اخیستنه ناسمه ده.
حکومت د ۱۳۴۶ لمریز کال د هغو فعالیتونو د ختمولو په لړ کې چې د غلام رضا تختي تر مړینې وروسته پیل شوي وو، علي شریعتي هم ونیو او زنداني یې کړ. څو میاشتې په زندان کې تر پلټنې لاندې و. له زندانه تر ازادېدو وروسته څو میاشتې له وینا کولو او بحثونو منع شوی و. په ځلونو حکومت احضار کړ او پوښتنې ګروېږنې یې ترې وکړې. په ۱۳۴۵لمریز کال کې یې لومړنۍ وینا په یوه حسینیه کې وکړه. دا یو بنسټ و چې په همدې کال کې د مذهبي نويوالي لپاره جوړ شوی و. د ده وینا د مرتضی مطهري ډېره خوښه شوه، هغه په هغه وخت کې د ایران د ارشاد د پروګرامونو مسوول و. په همدې وخت کې د مطهري له لوري را وبلل شو، څو د پیغمبر ص د بعثت په مناسبت د مقالو د لیکلو په یوه لویه برنامه کې له دوی سره همکاري وکړي، چې له همدې سره ډېر وهڅول شو او د کارونو ستاینه یې وشوه.
وروسته په حسینیه کې اختلافونه رامنځ ته شول. د ډېرو غړو اختلاف له مطهري سره و. له همدې امله مطهري ورو ورو په حسینیه کې له رهبرۍ سره اختلاف پیدا کړ او بالاخره یې په دې ورسره موافقه ونه کړه چې باید شریعتي له دندې ګوښه کړل شي.
د شریعتي مهم فعالیتونه د ۱۳۵۰لمریز کال له حمل میاشتې پیلېږي. کله چې له حسینیه سره پرېکون کوي، نو له ډېرو علماوو سره یو ځای کېږي او له سره د اصلاحاتو راوستلو لپاره فعالیتونه پيلوي. شریعتي په دې مهال کې د روحانیونو، دودیزو واعظانو، ملي جبهې، نوي پالو روحانیونو او چپي انقلابیونو له مخالفت سره مخ شو. په همدې خاطر یې رادیکالي افکار پیدا کړل. پر روحانیونو او دودیزو مذهبي مسایلو یې توندې نیوکې پیل کړې. له چریکي جنبشونو سره یو ځای شو او انقلابي مارکسېزم ته یې مخه کړه.
شریعتي د خپلو دوو شاګردانو د وژل کېدو په غبرګون کې له تدریس مخ واړاوه او په وینا او وعظ یې لاس پورې کړ. ارشاد حسینیه ورو ورو د خلق د مجاهدینو د تجمع پر ځای بدله شوه. ده سره له دې چې د خلق مجاهدینو له غورځنګ سره رسمي اړیکه نه لرله، خو ویناوې یې دغه غورځنګ ته مهمې وې او د دې سبب شوې چې ډېر خلک د خلق مجاهدینو له ډلې سره یو ځای شي.
هغه په همدې توګه هڅه وکړه چې د مارکسیست چریکي مسلمانو ډلو تر منځ واحد دريځ او یووالی رامنځ ته کړي. خو په پای کې حکومت ارشاد حسینیه وتړله او د ۱۳۵۲ لمریز کال په میزان کې یې علي شریعتي چې ځان یې پټ کړی و، پیدا کړ او زنداني شو. شریعتي ۱۸ میاشتې په زندان کې و. په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د شریعتي له ازادۍ پوره شپږ میاشتې وروسته، د مجاهدینو د موقف د تغیر او له مارکسېزم سره د دوی د یو ځای کېدو اعلامیه خپره شوه. په دې اعلامیه کې پر شریعتي هم نیوکې شوې وې. په همدې کال کې د حکومت په لارښوونه په کیهان مجله کې د شریعتي د یوه کتاب د خپرېدو امر وشو. د دې کتاب نوم (انسان، اسلام او د غربي ځمکې مکتبونه) و. په دې کې نو د شریعتي نظر بالکل بدل شوی و. هغه شریعتي چې تر زندان مخکې و او هغه چې اوس یې مقالې خپرولې، بیخي متفاوت و. پر مارکسېزم یې هم برید کړی و، مسلحانه مبارزه یې غندلې وه او د ملي پالنې ستاینه یې کوله.
د شریعتي مخالفان پر دې باور وو، چې د دې کتاب د خپراوي علت هغه فشار دی چې په زندان کې پر شریعتي راغلی دی. دوی به ویل، دا یا د فشار پایله ده او یا هم دی له حکومت سره موافق شوی دی. خو پلویانو یې بیا ویل چې دا د شریعتي مخکیني کتابونه وو، حکومت ضبط کړي وو او اوس یې بېرته د خپرولو اجازه ورکړه. شریعتي هېڅ وخت په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی خو وایي، دا چې د خلق مجاهدینو خپله هدف بدل کړی او مارکسېزم ته یې کار ووایه، نو دی یې هم پر وړاندې بدل شو.
شریعتي له زندان تر خلاصون وروسته د حکومت تر سخت تعقیب لاندې و. په هېڅ صورت یې سیاسي فعالیتونه نه شوی کولی. تر دې چې موکه پیدا کوي او په مستعار نامه له ایرانه تښتي او ځان لندن ته رسوي. په ۱۳۵۶ لمریز کال کې شریعتي په لندن کې و. وروسته یې مېرمنې او کورنۍ هڅه وکړه چې په ده پسې ورشي. خو همدا چې حکومت خبر شو، نو د ده کورنۍ یې برمته او ممنوع الخروج اعلان کړه. په ۱۳۵۶ لمریز کال کې یې مېرمن او اولادونه ممنوع الخروج اعلان شول او د همدې ورځې په سبا دی په لندن کې ومړ. د نوموړي د مرګ لامل مغزي سکته وښودل شوه. سره له دې چې د ژوند پر مهال یې ډېری ایراني سیاستوال مخالف وو، خو تر مرګ وروسته یې ان مخالفینو هم د ده د نظریاتو طرفداري وکړه او په خپلو ویناوو کې یې د ده له ادبیاتو استفاده کوله.
شریعتي د اسلامي نړۍ یو متفاوت فکر لرونکی دیني عالم و. دی سره له دې چې مذهبي سړی و، خو پر ځینو مذهبي مسایلو په تېره په شعیه مذهب کې یې پر ډېرو شته دودونو نیوکې کولې. ده ویل، صفوي شعیه ییزم له پراخو خرافاتو او اضافي مواردو ډک دی، چې باید اصلاح کړل شي. د دې تر څنګ یې ویل چې په دغه مذهب کې په سلګونه مسخه شوي دودونه موجود دي چې حذف ته اړتیا لري. هغه یاد مذهب له جبر او ستونزو ډک باله.
دی په سیاسي لحاظ د یوه دیني حکومت د جوړولو مخالف و او ویل به یې چې د رایو په اکثریت د خلکو لپاره حکومت جوړول نه یوازې دا چې معقول کار دی؛ بلکې تر ټولو غوره کار هم دی. ده به ویل، د حکومت په جوړولو کې باید د خلکو نظریاتو او رایو ته درناوی وشي، ځکه تحمیلي حکومتونه ارو مرو له ماتې سره مخ کېږي. شریعتي ټينګار کاوه چې پر خلکو د روحانیونو او ملایانو د حکومت تحمیلول استبداد رامنځ ته کوي او استبداد د اسلامي نړۍ ملا ماتوي. ده ویل چې استبداد د استعدادونو لپاره قبرونه کیندي او په خبره یې د هېوادونو د ماتې سبب ګرځي.
د شریعتي پر ژوند تحلیل کوونکي وایي چې هغه د نوښتونو ملاتړی او د دې پلوی و چې حکومت، خلکو ته خدمات او سیاسي جریانونه باید د وخت له اړتیاوو سره سم متاع بازار ته وړاندې کړي. د ده پر ژوند وروسته ډېرې څېړنې وشوې چې هغه د اسلامي نړۍ لپاره ښه ارمانونه لرل، خو عمر یې د پوره کولو یاري ورسره ونه کړه. دی د عثماني خلافت پر وړاندې د صفوي سلطنت د درېدو له مسئلې سره هم مخالف و. ده به ویل، دا بهرنۍ دسیسې دي چې غواړي د اسلامي نړۍ ترمنځ اوږدمهاله جګړې روانې وساتي او دلته په دې توګه ملتونه په دوامداره توګه وځپل شي او کمزوري کړل شي.